دوردګ صاحب لیک ته ځواب، دتسکین صاحب او اباسین صاحب له شعرونو سره
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاة
ستاسو د ګټورو علمي توکو او لیکنو څخه ډیره خوښ شوم چې دلته مو د خپلو هیوادوالو سره شریکې کړیدي.
ستاسو په بلاګ کې خورا ښه او د لوستونکو د بحث او مباحثې وړ توکي شته چې کچیرې تاسو د تبصرې کولو حق لوستونکي ته ورکړئ نو د لوستونکو او مینه والو د لید زوایه به لا پرې پراخه او پر معلوماتو به ېې لا ډیرښت تر لاسه شي.
۱- مهرباني وکړئ د هرې لیکنې سره مو د تبصرې کولو حق لوستونکو ته ورکړئ.
۲- په ننی لیکنه کې د سپیڅلي په نوم یو لوستونکي ستاسو څخه ستاسو د مخکېنۍ لیکنې اړوند د یو بل ورور د لیکنې د لینک غوښتنه کړې وه، هیله ده د هغه لیکنه د خپلې پخوانۍ لیکنې (IEMI) د تعریف سره د لینک په توګه کیږدئ. او همدا قالب د خپلو انټرنیټي لیکنو لپاره غوره کړئ.
نور بیا
ستاسو د لابریا په هیله
ودان اوسئ.
حلیم
ډېرمحترم وردګ صاحب!
سلامونو ته مو وعلیکم وسلام وایم، هیله ده جوړ او خوښ واوسئ ستاسو له لیک او وړاندیزونو څخه یوه نړۍ مننه .
دسپیڅلي صاحب دمالوماتو لپاره مې دښاغلي انجنیرسادات غبرګې لیکنې له لینکونو سره خپرې کړې خودا چې دنښتر په ویبلاګ کې دیوې خپرې شوې لیکنې لینک ته مې پام نه و شوی بخښنه غواړم دهغې لیکنې لینک مې ستاسو په مرسته همدا اوس هلته کښېښود له تاسو څخه بیا هم مننه .
ستاسو دلمړي وړاندیز په اړوند باید ووایم، چې وړاندیز مو په ځای دی خو له بده مرغه، چې زموږ یو شمېر افغانان له لیکنیزفرهنګ څخه مطلق بې برخې دي دوی که هسې په یوه وړه خبره یو له بل سره خوابدي شوي هم وي بیانو راځي خپل غچ په ناوړو تبصرو کې یو له بل څخه اخلي هغه هم په بدلو نومونو دا مېړانه هم نه لري ،چې خپل اصلي نوم ولیکي داسې هم شوي دي ، چې یو کس په څو بدلو نومونو خپل حریف ټکولی دی .
یو وخت ما دتبصرو کړکۍ خلاصه پرې ایښې وه تاسو باور وکړئ چې دیو شمېر تبصره لیکونکو په حال مې ډېرافسوس وکړ له هغه څخه وروسته مې دتبصرو لار بنده کړه .
ګران وردګ صاحب!
زه دا منم، چې یوشمېر سالم او درانه کسان به دځینو لیکنو په وړاندې خپل سالم نظریات ولیکي خو بیا هم وایم، چې هغه یوشمېر نور وروسته پاتي کسان یې په مقابل کې سپکاوی کوي .
زه داسې وایم، چې بهتره به وي زموږ درانه او پوه کسان دتبصرو په ځای یوه وړه لیکنه راولېږي تر څو هم ستاسو غوښتنه ترسره شوې وي او هم دکوم چا حیثیت ته زیان نه وي رسېدلی .
هیله من یم قناعت مو حاصل شوی وي .
بسمل
غزل
زما زړه صفا هنداره
ځان که ګورې پکې ياره
مسافر لالی که راغی
ور ته ګل به کړمه لاره
اړولی خوی دې پرېږده
داسې مه کوه سرشاره
زندګي خو وه دکلي
تا کې هېڅ نه وينم ښاره
ستا د ياد لړم ټک را کړي
چيغه وکړم بې اختياره
د خوښيو زيري را وړه
خالي را نه شې بهاره
ځه له مخې مې ورکېږه
ستړيه ستړيه انتظاره
يه د زړه تسکينه راشه
درپسې يم بې قراره
فريداحمدتسکين / پکتيا
نه نه سجد ه وړو خد ا يا نو ته کولی نشم
د ا يا غی سر بيللی ښه خو ټيټو لی نشم
افغان اتل يمه د د نګو د نګو غرونو سړی
پل د ا غيا ر لښکر په پاک هيواد زغملی نشم
د سمند ر لويو څپو کې ز ما بيړۍ تو فا نې
لا خو ساحل ته د ورتلو تکل کولی نشم
ستا د مذ هب ا مپرا توری بت پرستی نشی
بيا درو ا غژ ن نا مقد س رو ا ج منلی نشم
ر ڼا ډ يو ه د مځد ا يا نو سر په سر بليږ ی
ځلا ند لمر خو په د و ه ګو تو پټولی نشم
د ا ميکد ه ا و ا با سين ا و نړيو ا له جګړ ه
د ننګ ډ ګر سري پيما نی خو شی کو لی نشم
اورنګ اباسين فرانکفورټ جرمني