ايران پر ترکيې باندې د بريد ګواښ کړی
د ايران حکومت ويلي، که چېرې د دوی پر اتومي تاسيساتو باندې بريد وشي، دوی به پر ترکيه باندې بريد وکړي.
د ايران پارلمان د ملي امنيت او د بهرني سياست د کميسيون مرستيال شيخ حسين ابراهيمي ګواښ وکړ، چې پر ايران باندې به تر هر ډول بريد وروسته، سپاه پاسداران پر ترکيه بريد وکړي. نوموړي د ايران د لوړ پوړي پوځي چارواکي حاجي زاده هغه خبرې تاييد کړې، چې ويلي و: (( که امريکا زموږ پر اټومي بټيو بريد وکړي، موږ به لومړی په ترکيه باندې بريد کوو، ځکه هلته د ناټو رادارونه موجود دي.))
په دې وروستيو کې د ايران او ترکيې تر منځ اړيکې ډېر ترينګلي شوي او په امريکا کې د ترکيې سفير وويل: که چېرې امريکا له ايران سره کوم ډول جوړ جاړي ته هم ورسيږي، موږ په خپل ګاونډ کې يو اتومي هېواد نه غواړو.
د ايراني چارواکو څرګندونې دا مانا هم لري، چې پر دوی باندې تر بريد وروسته به ايران پر افغانستان هم بريد کوي.
د کارپوهانو په اند د افغانستان حکومت بايد په رسمي توګه د ايران د اټومي پروګرام په مقابل کې يو دريځ درلودی، خو څرنګه چې په حکومت کې د ايران حکومت معاش اخيستونکي ډير دي نو دا کار په اوس وخت کې ناشونی ښکاري.
دنښتر ادارې یادښت :
موږ پورتنی خبر نه یوازې خوراویښوونکی او پارونکی، بلکې د دریمې نړۍ والې جګړې پیل بولو.
موږ دایران دښمني او لاسوهنې په کلکه غندو ایران زموږ یو نه بخښونکی دښمن دی خو له دې سره سره نه غواړو، چې نړۍ خوار امپریالیزم دایران په پلمه دریمه نړۍ واله جګړه زموږ په بډایه سیمه کې پیل کړي .
درنو لوستونکو!
دنښتر ویبلاګ په درۍ ورځې مخکیني خبرکې، چې لینک یې په لاندې ډول دی دیو یادښت په وسیله خورا ناوړو پایلو ته اشاره شوې وه :
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17165