راغلو لیکونو ته ځوابونه او دوه شعرونه ځکه په یو وار او یوه پاڼه کې خپروم، چې نورو درنوویبلاګ چلوونکو ته مزاحمت ونه شي هیله ده چې ددرنو رالېږونکو خاطر پرې دروند نه شي  

da nakhtar tolo kar kawonko pu khas dawal gran dost khaghalai BISMAL Saib ta da zra la komi salamona ,niki heeli , aw da de khedmat mubaraki dalai kawam. la khudai sakha da baryawo aw wogd aw sehat mand jwand ghokhtonkai yum

dayasingh.anjaan

له هر څه لمړی ګران او بیا هم ګران انجان صاحب ته دزړه له تله سلامونه او درناوی وړاندې کوم، هیله من یم، چې له خپلې درنې کورنۍ سره به دخوښي او سلامتي جامې په تن ولرئ .

ګران انجان صاحب!

له لیک څخه مو ډېره ډېره مننه، ښه شول چې  دنښتر ویبلاګ له لارې مو سره پیدا کړل  تاسوباور وکړئ ما څوځلې مخکې هم تیلیفوني هڅه کړې وه نن مې هم  خپل وس وکړ خو له بده مرغه، چې دافغانستان تیلیفوني شبکې کار نه کاوه ځکه غواړم دنښتر ویبلاګ له لارې تاسو ته خپل درناوی وړاندې کړم هرکله موچې تیلیفوني اړیکه ونیوه نورې خبرې به بیا هلته تاسو ته وکړم دمګړۍ مو په الله پاک سپارم ښاد اوآباد اوسئ .

بسمل

 یونظم

ژوند سند ره د ښکلا د ه
ژوند سند ره د ر ڼا د ه
ښا يسته سرو د ا هو نه
ژوند ا تا هه د ستر مزد ا د ه

يو سفر هڅن ښه من د ا
د و د پا ل غورا پتمن د ا
ر تپا لنه پرتمنه ښه شننه
ژوند سپيڅلې ځلا سپينتيا د ه

پلو شه روښا نه و ړ انګه
د نؤر د سپوږ مۍ ستورو
د ا زرينه لورينه مينه
بډ ا ينه پرزوينه د ا هورا د ه

پراخه پو هه رښتيا ښيګړ ه
نيکمرغی سمښت ا و سو کالې
جشن ا ختر ا و نوی کا ل
هڅه ا و زيار د ژوند مانا د ه
اورنګ اباسين فرانکفورټ جرمني


زما د زړه تسکين فريداحمد تسکين ته!

وعده خپله په زړه لکه سايه چې راسره وي
درځمه بس وړه غوندې پلمه چې راسره وي
بيلتون خودې پرما باندې خدای ج مه لوروه ياره
ډاډه يمه پرتا لکه هغه چې راسره وي
پروا نشته حالات که راته څو چنده ترخه شي
دا ستا په څېر له زغم ډکه سينه چې راسره وي
چې جنګ وي ته ولاړمې یې ترڅنګه دا يقين کړم
په لاس کې مې ډبره ښه درنه چې راسره وي
تسکين دخپل زړګي هغه تسکين ښايم ملګرو
په غم اوخوشالۍ اوږه اوږه چې راسره وي
ننګرهارپوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی

 

ښاغلی محمد امین بسمل صاحب !
سلامونه او نکی هیلی مې ومنه ،هیله مندیم چی روغ اوجوړ اوسی
ستاسو د ویبلاک په یولیکنه کښې مې د چې د موبایل په واسطه د موقعیت د معلومولو په اړه وه لاندې معلومات هم ولوستل

دوهم : د موبائیل IMEI شمېره. (په دې اړه د ښاغلي سيد احمد شاه ليکني ته مراجعه وکړئ).
هیله ده ده د IMEI په اړه کومه لیکنه چی سید احمد شاه لیکلی، له مونږ سره يط لینک شریک کړی
په درنښت
رحمت سپيڅلی

محترم سپېڅلی صاحب!

سلامونو ته مو وعلیکم وسلام وایم  زما درناوی هم ومنئ، هیله ده خوښ او جوړ واوسئ ستاسو دپوښتنې په ځواب کې د انجنیرصاحب سید احمد شاه سادات دوه لیکنې په لاندې ډول سره را اخلم هیله ده پوښتنه مو پکې ځواب شي دسادات صاحب کومه بله لیکنه ما ونه موندله .

بسمل  

د مبایل یا ګرځنده تیلیفون له لیاری څوک

 څنګه تعقیبیدلای شی؟

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=ګډوډمعلوماتمختلف&article=6844 

لکه څرنګه چه نړی ورځ تر بلی د پرمختګ ګامونه اخلی نو له همدی سره سره د خلکو په ذهنونو کی د نوی ټکنالوژئ په اړه مختلف سوالونه هم پیدا کیږی. چه یو له دغو عمده سوالو څخه چه زمونږ د هیوادوالو په ذهنونو کی ګرځی هغه د مبایل پواسطه د یو شخص پیدا کیدل او تعقیبیدل دی.

 ډیرو خلکو له ما ځنی دغه سوالونه هم کړی او حتی ځنی خلک خو لا په دی عقیده دی چه که ګرځنده تیلیفون ګل (خاموش) هم وی د تعقیبیدلو امکان لری.

لکه څرنګه چه دغه د ګرځنده تیلیفونونو ټکنالوژئ د نړئ نورو خلکو ته په نسبت د افغانانو ډیره روښانه ده او نړیوال امکانات ډیر لری چه د یوی موضوع په هکله معلومات پیدا کړی، نو له همدی وجی می وپتیله چه د دغه د ګرځنده تیلیفونو په هکله یو څه معلومات خپلو هیواد والو ته وړاندی کړم.

سوال په دی کی دی چه آیا د ګرځنده تیلیفون د لاری یو شخص پیدا کیدلای شی او یا تعقیبیدلای شی که نه؟ جواب داسی دی چه بلی هو.

په دوه لارو پیدا کیدلای او تعقیبیدلای شی.

۱ د سیم کارت د لاری

۲ د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری

 

۱ د سیم کارت د لاری:

کله چه یو سیم کارت په ګرځنده تیلیفون سیټ کی واچول شی او روشن کړل شی نو سیم کارت اتومات د تیلیفون له دستګاه سره ځان رجستر کوی چه دی ته په انګلیسی کی لوکیشن آپډیټ هم وایی یعنی د موقعیت معلومول خپل تیلیفونی شبکی دستګاه ته.

سیم کارت د ګرځنده تیلیفون دستګاه ته وایی چه زه فلاني نمره د فلانی بی ټي ایس نه سګنل اخلم او دغه می موقعیت دی. هر سیم کارت د اصلی مخابراتی شرکت سره په دستګاه کی چه هچ ایل آر ورته وایی ثبت وی.

 نو چه کله سیم کارت د رجستریشن درخواست کوی نو د ګرځنده تیلیفون دستګاه هیچ ایل آر یی پیژنی او د ثبتیدو اجازه ورته ورکوی. په عین وخت کی دستګاه بیا دغه سیم کارت باندی قید او شرط ږدی چه د بیلګی په ډول که رومینګ اجازه لری يا نه لری، ټکس یا تیلیفون کولی شی او که نه شي. کریډیټ لری که نه لری او داسی نور...

غواړم چه فقط د موقعیت په هکله خبری وکړم او موضوع رانه اوږده او بلی خواته لاړه نه شی. نو کله چه د ګرځنده تیلیفون سیم کارت د دستګاه سره راجستر شو نو په هره لحظه کی ګرځنده تیلیفون سیم کارت دستګاه ته خبر ورکوی چه زه دلته یم. چه دی ته په انګلیسی کی د مخابراتی علومو په ژبه کی هندشیک (یعنی ستری مه شی) وایی. په بل عبارت دستګاه سیمکارت ته وایی چه چیرته یی او سیم کارت ورته خپل ځای ښایی وایی دلته یم. دغه هندشیک په یوه دقیقه کی تر سل وارو زیات وی. ځینی تیلیفونونه یو وړکی شین ګړوپ لری چه هره شیبه کی پړقیږی. دغه پړقیدل د هند شیک سیګنل وی چه د دستګاه سره په تماس کی وی.

بیا په ګرځنده تیلیفونو دستګاه کی دوه نوری آلی دی چه یو ته یی ټایمینګ اډوانس او بل ته ټراینګولیشن وایی او د هغه په ذریعه یو شخص د خپل موقعیت په اته ۸ مترئ کی پیدا کیدلای شی.

که څوک خپل ګرځنده تیلیفون ګل(بند) کړی نو چه کوم څای کی ګل شوی وی په دستګاه کی همغه ځای د اخر ځل لپاره ثبت پاتی وی. د مثال په طور که د کابل د ارګ د دروازی تر مخ دی مبایل بند کړ نو دستګاه ته دا معلومه وی چه اخری ځای چه د ستا په اړه معلومات ثبت دی هغه د ارګ د دروازی مخه ده. کیدای شی ته همالته یی او کیدای شی له هغه ځایه تللی یی خو دستګاه د ستا اخری ځای ارګ پیژنی چه تر څو بل ځای کی خپل ګرځنده تیلیفون روښانه نه کړی.

 

۲ د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری:

د ګرځنده تیلیفون د سیټ د لاری هم یو شخص پیدا کیدای او تعقیبیدای شی. او هغه داسی چه کله هم په ګرځنده تیلیفون سیټ کی سیم کارت واچوی نو چه کله خپل مبایل روشن کړی د سیم کارت د لاری د دغه سیټ نمبر چه هر یو سیټ ځانته یو خاص نمبر لری د دستګاه سره ثبتیږی.

د ګرځنده مبایل سیټ نمبر ته (ای ایم ایی ای) وایی. یعنی انترنشنل مبایل ایکوپمینت آډینټیټی او دا د ګرځنده مبایل د آلی یوازینی نمره ده چه په دی نمره بل سیټ وجود نه لری او دغه نمره د مبایل د تولیدونکی شرکت لخوا په مبایل کی پروګرام شوی وی او د محوه کیدو امکان نه لری.

دغه آی ایم ایی ای ۱۵ عدده وی او تاسی یی کولای شئ چه د خپل مبایل دغه نمره د بطري لاندی په مبایل کی په لیکلی بڼه ووینئ او یا د مبایل په شیشه کی درته ښکاره شی.

که غواړئ چه دغه نمره دخپل ګرځنده تیلیفون په خپل ګرځنده تیلیفون شیشه کی یی ووینئ نو لاندی حروف ولیکئ او د خپل ګرځنده تیلیفون دغه ای ایم ایی ای به درته ظاهره شی (ستوری هش صفر شپږ هش).

*#06#

دغه ای ایم ایی ای نمره د دستګاه په ایکویپمینټ ایډینټیټی ریجستر چه یو ډاټآبیس دی هلته ثبتیږی. یعنی دستګاه ته وایی چه دغه د ګرځنده تیلیفون سیم کارت په دغه د ګرځنده مبایل سیټ کی اچول شوی او په دغه ځای کی موقعیت لری.

اوس که یو شخص خپل سیم کارت وغورځوی او بل سیم کارت د ګرڅنده مبایل سیټ کی یی واچوی نو په دستګاه کی معلومیږی چه هماغه سړی دی صرف سیم کارت یی بدل کړی، ځکه دستګاه کی مخکی دغه سیټ یو ځل د پخوانی سیم کارت سره ثبت شوی وی او سیستم دا معلومات ساتلی وی.

 په اروپایی او نورو هیوادو کی که څوک د ګرځنده مبایل سیټ غلا کړی نو چه څنګه یی خپل سیم کارت پکی واچوه پولیس یی پیژنی ځکه د نوی سیم کارت سره د سیټ نمره دستګاه ته ځی او بیا پولیسو ته معلومیږی چه اوس دغه سیټ د چا سره دی.

که دغه موضوع نوره هم واضع کړم نو ویلای شم چه که څوک سل سیم کارته بدل را بدل کړی نو بیا به هم دستګاه د ټولو سیم کارتو ریکاډ د دغه ګرځنده مبایل سیټ سره یی ساتی.

خلاصه د پورتنی لیکلو دا ده چه سیم کارت د هچ ایل آر سره ثبتیږی او پری یو شخص معلومیدلای او تعقیبیدلای شی، او د ګرځنده مبایل سیټ د ایکویپمینت آیډینټیټی راجستر سره ثبتیږی او یو شخص پری معلومیدلای او تعقیبیدلای شی.

په تیلیفونی دستګاه کی د یوه کال لپاره د یو شخص خبری د ثبت په ډول ساتل کیږی مګر د ځینی هیوادونو د مبایل شرکتونه یی بیا په خاصو کیسټو کی د ثبت په طور د ابد لپاره ساتی.

پاتی دی نه وی چه کله ګرځنده مبایل سیټ ګل (بند) وی د موجوده څای د پیدا کیدو یا تعقیبیدو امکان نه لری.

 

 دا چه په زرګونو کتابونه د مخابراتو په علومو کی د دغه موضوعاتو په هکله ډک دی او ما دغه معلومات د تیرو څوارلسو کلونو کی د هیواد نه بهر د کاری تجربی پر اساس تر لاسه کړی نو له همدی وجی مشکله ده چه د ریفیرینس  یا مآخذ برخی ولیکم او په یاد می اوس هم نه دی.

 

بله لیکنه چه هم ګرانو هیوادوالو لپاره یو سوال دی هغه د ګرځنده تیلیفونو او انسان ته د دی د ضرر لرل یا نه لرلو په هکله به په نژدی آینده کی وی انشاالله په دغه انټرنیټ پاڼه کی.

  د دغی لیکنی موخه صرف د ټولو هیوادوالو خصوصاً د پښتنو  اګاهی ده او امید چه یو څه معلومات مو تر لاسه کړی وی.

د ګرځنده تیلیفونو د څلورم نسل (G4) په مشخصاتو کی د چین هواوی شرکت مخکښ رول درلودلی دی

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=ګډوډمعلوماتمختلف&article=6966

د سیلولر نیوز د راپور په اساس، ینګ وی مین چه د هواوی شرکت د ګرځنده تیلیفونو د دوم  دریم اوڅلورم نسل ریس دی په یوه اعلامیه کی یی ویلی دي، چه د ۲۰۱۰ میلادی کال را په دیخوا د د ګرځنده تیلیفونو د څلورم نسل په مشخصاتو کی د GPP3 (د ګرځنده تیلیفونو نړیواله اداره) د سټنډرد او پیټنټ (حق محفوظ) په برخه کی د هواوی شرکت خورا مهم رول لوبولی دی.

ینګ وی مین وایی چه د۲۰۱۱ میلادی کال تر اکتوبره پوری هواوی شرکت ۷۹۰۰ اصلاحاتی او پشنهادی لیکنی د GPP3 اداری ته د څلورم نسل د core Packet یا مرکزی هستی د نیټورک په هکله وړاندی کړی دي.

او په همدی ترتیب یی ۲۳۰ منل شوی اصلاحات او پشنهادات د نیټورک په اکسیز (لاسرسی) په برخه کی وړاندی کړی دي. چه په دی ترتیب هواوی په دی برخه کی لویه ونډه اخستي ده.

اوس نو د ګرځنده تیلیفونو د ۴جی مشتریانو ته د نوی خدماتو د اختراع او علمی څیړنو د حقوقو په بنیاد هواوی د نړۍ د نورو شرکتونو په نسبت یو مخکښ شرکت شمیرل کیږی.

هیره دی نه وی چه د ګرځنده تیلیفونونو څلورم نسل چه LTE هم ورته وایی هغه ټیکنالوژی ده چه د مبایل او وایمکس بروډبانډ انټرنټ سره یوځای کوی.څلورم نسل د آی پی وی ۶ (6IPV) ، او وایس اوور آی پی (PVoI) سیستم دی. ددغه سیستم سرعت تر ۱۰۰ میګابیت پر سیکنډ  پوری دی. په اصطلاح د دکمی د کښیکاږلو نه مخکی صفحه او ویډیوی کلیپ به خلاص شوی وی.

د ۴جی لپاره باید نوی په ۴جی اعیار شوی ګرځنده ټیلیونونه ولرو چه تر څو له خدماتو یی استعفاده وکړو. تر نن ورځی پوری یوازی د امریکی د متحده ایالاتو د ویرایزون شرکت، ټی موبایل شرکت، ای ټی این ټی شرکت، سپرینټ شرکت او د نړۍ یو څو نورو شرکتونو د ۴جی ټکنالوژی پلی کړی ده.

د څلورم نسل د ګرځنده تیلیفونو ټکنالوژی به په افغانستان کی د یوی لسیزی وروسته تطبیق شی.

والسلام

انجنیر سید احمد شاه سادات

یادونـــــــــــــــــــــــه :

دهغې لیکنې لینک په لاندې ډول دی کومې ، چې سپېڅلي صاحب ته پوښتنه پیدا کړې وه :

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17159