روســـــــــــــــــــــيه:
له دې وروسته به په افغانستان کې له ناټوسره زموږ مرسته مشروطه وي
روسيه وايي، په افغانستان کې له ناټو سره په دې شرط همکارۍ ته چمتو ده چې د افغانستان د راتلونکې په اړه د هرراز پرېکړو په بهير کې برخه ورکړل شي.
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د لوژستيکي اکمالاتو يوه مهمه ترانزيتي لاره د روسيې او منځنۍ آسيا له هېوادونو تېرېږي. له دې مخکې په ناټو کې د روسيې دايمي استازي ويلي و، که ناټو په اروپا کې د امريکا د دفاعي سپر د پروګرام په اړه د روسيې خبردارى له پامه وغورځوي، نو روسيه به په افغانستان کې له ناټو سره د خپلې همکارۍ کچه راکمه کړي.
په ناټو کې د روسيې دايمي سفير ديميتري راګوزين وويل، که روسيه په افغانستان کې د لويديځو شريکانو د عملياتو په وروستيو اهدافو پوه شي نو همکاري به ورسره وکړي، خو که د افغانستان د راتلونکې په اړه د تړلو دروازو شاته بحثونه کېږي او روسيې ته يوازې دومره ويل کېږي چې نړيوال ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستانه وځي، نو د روسيې ځواب دا دى چې پر دې خبره باور نه شي کولاى.راګوزين د روسيې او ناټو د بهرنيوچارو وزيرانو له غونډې وروسته په بروکسل کې خبريالانو ته وويل، که د افغانستان د راتلونکې په اړه د پرېکړو په بهير کې روسيې ته برخه ورنه کړل شي نو روسيه به هم په افغانستان کې له ناټو سره هېڅ راز همکاري ونه کړي.
روسيه دا مهال په افغانستان کې دېره نړيوالو ځواکونو ته د اکمالاتو لپاره د ناټو لوژستيکي کتارونو ته له خپلې خاورې د تېرېدو اجازه ورکوي. د روسيې او منځنۍ آسيا ترانزيتي لاره د امريکا او ناټو لپاره وروسته له هغه ډېره مهمه شوه چې اسلام آباد د ناټو په هوايي بريد کې د ۲۴ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې له افغانستان سره خپله ترانزيتي لاره بنده کړه.
راګوزين وويل، موږ په طبيعي ډول غواړو چې د افغانستان په اړه د بحثونو په جريان کې واوسو نه په دې خاطر چې امريکا له افغانستانه ليرې او روسيه ورته نژدې ده. نوموړي زياته کړه چې له افغانستان سره د روسيې د متحدو هېوادونو، د ډله ييز امنيت تړون CSTO د غړو ګډ سرحد بله مهمه مسئله ده، نو په همدې دليل راګوزين ټينګار وکړ چې د روسيې د همکارۍ د دوام شرط، د افغانستان د راتلونکې په اړه د پرېکړو په بهير کې کرېملېن ته برخه ورکول دي.
په ناټو کې د روسيې دايمي استازي ديميتري راګوزين له دې مخکې په افغانستان کې له ناټو سره د خپل هېواد همکاري په اروپا کې د امريکا د ميزايلو د دفاعي پروګرام د لغوې له شرط سره هم تړلې وه. په اروپا کې د امريکا د هوايي دفاعي سپر له پروګرام سره د روسيې د مخالفت موضوع په بروکسل کې د ناټو او روسيې د چارواکو په کتنه کې وړمه ورځ يوځل بيا رابرسېره شوه.
د چارشنبې په ورځ راګوزين وويل، که ناټو په اروپا کې د امريکا د هوايي دفاعي سپر په اړه د روسيې خبردارى له پامه وغورځوي، نو مسکو به په افغانستان کې د ناټو له عملياتو سره خپله همکاري راکمه کړي. د دې څرګندونو په ځواب کې د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسن وويل چې په افغانستان کې ثبات او امنيت هغه مسئله ده چې د روسيې په ګډون د ټولو اړخونو ګټه په کې ده.
دنښتر ادارې یادښت :
درنو لوستونکو!
زموږ دیو لړ مالوماتو او ګومانونو له مخې اوس ورو په ورو د ترهګري ضد جګړه دپوره بربنډېدو درشل ته رارسېدونکې اود خورا ناوړو پایلو لرونکې به وي .