جرمني رسنۍ:
حامد کرزی غواړي، د جمهور رييس په توګه خپله واکمني تمديد کړي
د جرمني نامتو ورځپاڼې ((بيلډ)) د دغه هېواد د څارګرو ادارې BND د مالوماتو پر بنسټ رېپوټ ليکلی او وايي، چې حامد کرزی غواړي، تر2014 ز کال وروسته، چې بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر کيږي، بيا هم په قدرت کې پاتې شي.
دغه ورځپاڼه زياتوي، چې داسې نښې نښانې شته، چې کرزی غواړي د خپلې وروستۍ قانوني دورې له ختم وروسته بيا هم د مرکزي حکومت د ادارې په سر کې ودريږي. بيلډ ورځپاڼه ليکي، چې کرزي په دې هکله حتی د افغانستان د لوړ پوړو ځينې سياستمدارانو سره هم خبرې کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د جرمني په تلويزيوني خپرونو کې، تيره شپه داسې فلم هم وښودل شو، چې د شمال ټلوالې څرګندو څېرو، په ډاګه دا خبره کوله، چې دوی په شمال کې ترتيبات نيولي او د خپلې ټلوالې پخواني قوماندانان يې فعال اوځای پر ځای کړي دي. دوی د طالبانو سره د سولې خبرو د مخالفت تر څنګ د داسې ايتلاف د جوړولو ﻻملونه، په دې وروستيو کې د دوی د ټلوالې د ځينو قوماندانانو او مشرانو د وژلو لړۍ بللې.
بايد وويل شي، چې په افغانستان کې بيا د نجيب د واکمنۍ د وروستيو ورځو په شان، ورته افغان دښمنه ايتلاف رامنځته کيږي او شمال ټلوالې د افغانستان په شمال کې يو بل حکومت رامنځته کړی.
که څه هم حامد کرزي ته په افغانستان کې د دې خطرناکې پروسې د مخنيوي په موخه خبرداری ورکړل شوی، خو نوموړی د مارشال فهيم او د ټلوالې له نورو چارواکو ځان نشي خوځولی.
سپينتمان
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه
دیوبل خبر له مخې قیوم کرزي هم دارګ سوړې ته زړه ښه کړی دی :
حامد کرزي واک ته د قیوم کرزي د رسولو هڅي پيل کړې دي
خبریال: میرویس جلالزی(کابل) رپوټونه وايي چې افغان ولسمشر حامد کرزی او د هغه د کورنۍ مقتدرو ( سیاست وال ، بډایان) غړو واک ته د قیوم جان کرزي د رسولو هڅي پیل کړي دي.
ټاکل شوی چې د ولسمشر کرزي د ماموریت دوره څه باندي یو نیم کال وروسته پای ته ورسیږي خو انتخاباتي هڅي به یو کال وروسته پیلیږي.
د قانون له مخې حامد کرزی د دریم ځل لپآره د ولسمشر په توګه د پاتې کیدو حق نه لري او هغه په خپله هم اعتراف کړی چې په دغه څوکۍ به نه پاتي کیږي ځکه له دغې دندې ستومانه شوی دی.
قیوم کرزی د حامد کرزي مشر ورور دی چې د طالبانو د حکومت پر مهال یې د امریکې په میریلنډ ایالت کې د یوه هوټل مشرتوب کاوه.
دمګړۍ هم قیوم جان کرزی د حامد کرزي د کابینې د غړو په ټاکلو او برطرفه کولو کې لوی لاس لري او ډیر وزیران او معینان له هغه سره نږدې اړیکي لري او ترینه مشورې اخلي.
په همدې موخه د جمعې په ورځ د کابل د انټرکانټېننټال په هوټل کې د جنوبي لوېدیځو ولایتونو د شاوخوا ۱۵۰ تنو مشرانو غونډه را بلل شوي وه.
غونډه د قیوم کرزي په بلنه جوړه سوه اوپکې د کندهار، زابل، هلمند، ارزګان ولایت قومي مشرانو، سیاست والو، سوداګرو او با نفوذه څيرو برخه لرله.
په دغه غونډه کې که څه هم قیوم جان په مستقیمه توګه خپله کاندیداتوري له هغوي سره شریکه نه کړه خو دا یې وویل چې له حامد کرزي وروسته باید یو هغسي مقتدر او په کار پوه سړی واک ته ورسیږي او یاد مشران باید ووایې چې څوک کولای شي دغه دنده واخلي.
په غونډه کې یوه حاضر کس چې د زابل ولایت څخه دی او دمګړۍ په کابل کې د غالیو په سوداګرۍ بوخت دی د خپل نوم د پټ ساتلو په شرط وویل چې قیوم کرزي له دوي سره په دغه پټه ناسته کې چې مطبوعات نه وو ور غوښتل شوي په دې خبري وکړي چې څرنګه او له کومو لارو کولای شي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسونو ملاتړ خپل کړي .
د سرچینې پر وینا چې قیوم کرزی که څه هم سیاسي څيره نده خو د پیسو او مالي امکاناتو له اړخه د ولسمشر په کورنۍ کې زیات اقتصادي امکانات لري او ډیری کاروبارونه یې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې دي.
دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې نن د بون په کنفرانس کې د افغانستان له ولسمشره وغوښتل چې نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړي چې په ۲۰۱۴ کال کې به د ولسمشرۍ د منصفانه او شفافو انتخاباتو ترسره کېدا تضمینوي.
له تاند څخه په مننه