دکرزي ، قانوني ، فهیم او عطا بله پټه لوبه

یو غربي اژانس خبر ورکوي ،چې حامد کرزي پردې پټو هڅو لاس پورې کړې دی  ،چې له 2014 ز وروسته په واک کې پاتې شي  دا خبري اژانس  دالمان دBND  استخباراتو  پر مټ  کاږي : کرزی غواړي ،چې په افغانستان کې  دولادیمیر پوټین  نسخه  تطبیق کړي .  

راپور دا هم زیاتوي ،چې دا  راز نږدې دوه میاشتې وړاندې  دکرزي له نږدې پلویانو له خوا رسوا شو او دالمان  استخبارات  په دې اړه لاسوندونه هم لري .

دنړیوالو اژانسونو دخبرونو له مخې  دمشورتي  دودیزې  لوې جرګې !! له پریکړو وروسته  کرزی  پردې باور دی ،چې داساسي قانون ځینې برخې  تعدیل یا تغیر کړي او ددریېم ځل لپاره په  واک کې پاتې شي . اوسمهال ، چې له افغانستانه  دبهرنیو ځواکونو د وتلو اوازه ده کرزی غواړي ،چې  خپله کاري ډله  له سره جوړه  او دافغانستان ځانګړې سیاسي  برخلیک  وټاکي .

دراپورونو له مخې کرزی غواړي ،چې  اساسي قانون  تغیر او د لومړي وزیر پوست  رامنځته کړي  ، خو په کورنۍ او نړیواله کچه  له دې وړاندیز سره  اختلافات  شته .  دهمدې خبري اژانسونو دمعلوماتو له مخې دا خبره هغه مهال رسوا شوه ،چې نړیوالې ټولنې  له افغانستان سره دمرستې  په  توګه  له لس ملیارده ډالرو څخه په شا شوه . ارګ ته نږدې سرچینې وايي : کرزي  دافغانستان له دریو سیاسي ! څیرو قسیم فهیم ، یونس قانوني  او عطامحمد نور سره مشوره کړې ده  او دخپل نوي کاري ډلې په توګه یې ورته  خپل دا نیت  څرګند کړې دی ،چې هغه غواړي له  2014 ز وروسته  په واک کې پاتې شي او دا خبره ورسره پخه کړي . کرزی هم دولادیمیر پوټین په  څیر دسیاسي  شریک په لټه کې دی ،چې له 2014ز  وروسته  خپل واک خوندي کاندي  او یو تن دخپل لاسپوڅي په توګه  دولسمشر  کړي او نور ټول  صلاحیتونه دلومړي وزیر په توګه  راخپل کړي ، لویدیزوال وايي : کرزی غواړي  اساسي قانون  تعدیل او تغیر کړي  او دناټو له وتلو وروسته  د افغانستان راتلونکې  دخپل کاري ډلې ( ټیم ) سره ګرو کړي .

دا ډول خبرونه هغه  مهال رابرسېره شول ،چې  لویدیز مشرانو  دبن کنفرانس له جوړولو وړاندې  پردې امکان خبرې کولې ،چې څرنګه دکرزي دواک  دوه  پاتې کلونه څنګه  رالنډ کړي ، خو اوس دا کره نه ده ،چې په دې اړه خبرې شوې دي او که  دنورو لاملونو له مخې  دا وړاندیز  راپورته نشو .

برهان الدین رباني  دهمدې پټې معاملې لپاره په پام کې نیول شوې وو ، خو اوس ،چې رباني نشته  نور بالقوه شخصیتونه  لکه قسیم فهیم ، یونس قانوني  ، عطامحمد نور په پام کې نیول شوې دي . دیادونې ده ، چې عطاء نور  دا لېوالتیا لري ،چې په کابل کې  سیاسي ډګر ته راننوځي . یونس قانوني په پیل کې له دې ډول  یو وړاندیز سره  مخالف نه و او شک یې پرې کاوه ځکه  ده فکر کاوه ،چې دا له شمال ټلوالې سره  یو ډول لوبه ده ، خو اوس یې فکر اوښتې دی  او مارشال فهیم  له خپلو ملګرو سره په دې اړه  پریکړې ته رسیدلې دی .

له روهي ویبپاڼو څخه په مننه