بن کانفرانس دنړۍ والي ټولنې ترمنځ مرموز اختلافات رامنځ ته شوي دي

دبن کانفرانس سره هم مهاله فرانس او بریتانیا ته دملا عبدالسلام ضعیف ، عبدالوکیل متوکل ،ضیا مسعود ،غیرت بهیر ،همایون اصفي‌او حکمت کرزي شریک سفر که له یوې خوا په بن کانفرانس کې دطالبانو دپخوانیو مشرانو نه شتون تایید کړو ،له بله لوري یې دنړۍ والي ټولنې ترمنځ دمرموز اختلاف څرک راښکاره کړو . 

 ګډون داسي اندېښنېدافغانستان دحکومت دتقریبأ اپوزېشن دغه ډله چې دبن تر کانفرانس تقریبأ یوه اونۍ وړاندي‌فرانسې ته دهغه هیواد دکورنیو او دفاع چارو وزارت له لوري په یوه څېړنغونډه  کې دګډون لپاره تلل وه داسي څرګنده وي چې ګواکې دبن دکانفرانس په اړه دټولي اروپانظر یو نه دی .

که څه هم فرانس ظاهرأ دبن دکانفرانس ملاتړی او استازی یې په بن کې هم دا اوس شته دی خو دڅېړنغونډي په نوم دافغان اپوزېشن له مشرانو سره شاید پټي او ځیني مهمي خبري شوي وي . 

افغان چارواکي وايي‌چې داډله دبن تر کانفرانس یوازي یوه ورځ وړاندي بېرته کابل ته ستنه شوه فرانسې او بریتانیا ته یې لنډ سفرونه وکړل او د دواړو هیوادونو له ځینو چارواکو سره یې لیدلي دي . 

تر دې وړاندي چې ملا عبدالسلام ضعیف او وکیل متوکل له کابله دفرانس پر لور وخوځېدل داسي اټکل کېده چې ګواکې دطالبانو دغه دوه مشران به دطالبانو په استازیتوب په بن کانفرانس کې ګډون وکړي ،خو اوس کابل ته ددوی په تګ سره دا خبره ښکاره شوه چې دوی په بن کانفرانس کې ګډون  نه کوي . 

دبن کانفرانس چې پیلېدو ته یې یوازي یو څو ساعته پاتې دي  له یوه لوري یې امیدونه او له بله لوري یې اندېښنې راټوکولې دي . امیدونه دادي‌چې ګواکې دنړۍ والې ټولنې سره به دافغان حکومت هرڅه ښکاره او راڅرګند شي ،خو اندېښنې دادي چې دبن پرېکړي‌به په بشپړه توګه عملي نشي .

له خبریال ویبپاڼې څخه په مننه

دا غملړلې لوبه له ډېر پخوا پیل او ډېره به پسې وغځیږي، که دا لاندې لینک کښېباسئ نوتاسو ته به جوته شي، چې جګړه بهرنیانو راوړې او پسې پراخوي یې :

 http://sporghay.com/pdf/bun-ha.pdf