د اوباما جګړه د بوش ترجګړې هم خونړۍ ده

د امريکا د کنګرې د تحقيقاتي مرکز د يوې څېړنې له مخې، چې په تېره نوومبر مياشتې کې ترسره شوې، ښيي، چې په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي ځواکونو نيمه يي برخه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ميلادي کلونو تر منځ موده کې وژل شوي دي.
سرچينه وايي، چې په ياده شوې موده کې دوه پر درې برخې امريکايي سرتېري ټپيان شوي هم دي.

رپوټ وايي، له کله راهيسې، چې يوه لسيزه وړاندې د جورج ډبليو بوش تر مشرۍ لاندې افغان جګړه پيل شوې، تر اوسه پورې ۱۷۲۳ امريکايي سرتېري وژل شوي ۱۴۸۳۷ نور ټپيان دي.
د رپوټ له مخې د يادې شوې مرګ ژوبلې له جملې څخه په تېرو دوو کلونو کې ۸۹۰ امريکايان وژل شوي او ۱۰۰۶۰ نور ټپيان دي، دا له هغه وخته راهيسې، چې اوباما په افغانستان کې د امريکايانو د شمېر زياتول وغوښتل.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۰۹ ميلادي کال د ډيسمبر په مياشت کې بارک اوباما د خپل پلان په اعلانولو سره وويل، چې د ۲۰۱۰ ميلادي کال په پيل کې به ۳۰ زره نور عسکر افغانستان ته واستوي، څو په جنګ د امريکايانو فيصدي زياته شي.
د يادونې وړ ده، چې دا مهال د امريکا تر مشرۍ لاندې نږدې ۱۵۰ زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر خلاف جګړې ته استول شوي دي.
دخبریال له ویبپاڼې څخه په مننه
04.12.2011
- محمد امين بسمل
ناځوانه المانیان
المان دغیر اسلامي هیوادونو په ډله کې ښایي هغه هیواد وي ، چې افغانستان دبل هر غیر اسلامی هیواد په پرتله ښې اړیکې ورسره درلودلې او پاللې دي ، ددې اړیکو څو ښکاره وجوهات شته ، اصلي علت یې...
05.12.2011
- محمد امين بسمل
بن کانفرانس دنړۍ والي ټولنې ترمنځ مرموز اختلافات رامنځ ته شوي دي
دبن کانفرانس سره هم مهاله فرانس او بریتانیا ته دملا عبدالسلام ضعیف ، عبدالوکیل متوکل ،ضیا مسعود ،غیرت بهیر ،همایون اصفياو حکمت کرزي شریک سفر که له یوې خوا په بن کانفرانس ک...