د عفوې نړيوال سازمان د جورج بوش د نيولو غوښتنه کړې
د عفوې نړيوال سازمان يا امنيستي انټرنېشنل، له افريقايي هېوادنو غوښتي دي، چې د امريکا پخوانی جمهور رييس جورج ډبليو بوش، د نړيوالو قوانينو څخه د تخلف له امله ونيسي.
بوش همدا اوس افريقا ته په سفر تللی او له دريو هېوادونو تانزانيا، زامبيا او ايتوپيا نه ليدنې کوې او تر دوشنبې ورځې پورې به په افريقا کې وي. نوموړی سازمان، بوش په دې پړ ګڼي، چې د زور زياتي د ممانعت قوانين يې تر پښو ﻻندې کړي دي.
د ياد سازمان يوه تن سلاکار مت پوﻻرډ ويلي، چې د نړيوالو قوانيو پر بنسټ، دغه هېوادنو موظف دي، چې جورج بوش ونيسي. ده زياته کړه، چې هغه کسان، چې د نورو خلکو د ځوريدلو ﻻمل ګرځيدلي وي بايد په امن ځای کې پناه تر ﻻسه نکړي او د بوش د واکمنۍ پر مهال، د دغه هېواد په زندانونو کې دا اجازه ورکړل شوې وه، چې خلک وځورول شي او مالومات ترې ﻻسته شي.