خپل مونه دى داپردى کلي ته راغى يوبدرنګه شان سړى کلي ته راغى دې لښکرلکه چې بيا ماتې خوړلې دې لښکرنه يوژوندى کلي ته راغى په رمو يې په رښتيا لېوه ورغلى خالي لاس ترېنه شپونکى کلي ته راغى دبري بيرغ يې ځان سره راوړى دې جګړه کې ميړنى کلي ته راغى هغه تاچې هيڅ له زړه نه نه ايستلو نن همغه ځوان په خداى کلي ته راغى ماشومانو مو په کاڼو بدرګه کړ وېلې څنګه لېونى کلي ته راغى نن دکلي نجونې يوبل ته دا وايي له مودو پس (درانى)کلي ته راغى