دبن دوهم کنفرانس که دافغان په کوردوهمه ټکـــه؟

بســــــــــــــــــــــــــمل

قدرمنو لوستونکو!

د اوږدې لیکنې  په  ځای  بهتره ګڼم  د  څو لنډو جملو په  وړاندې کولو سره  د پورتني سرلیک  دبن  د دوهم  او بې ثمره کنفرانس  په  اړوند په لنډ ډول ستاسو خدمت  ته  څه مالومات  درکړم .

دایوڅو ورځې کیږي ، چې دنړۍ  په ګڼ  شمېر هېوادونو کې مې له  ډېروبا احساسو افغانانو سره  اړیکې ونیوې  دوی  ټولو په یوه خوله وېیل ، چې  دبن دوهم کنفرانس به  له لمړي کنفرانس څخه په مراتبوکمزوری وي دا ځکه، چې  اوس  د مغرضینو سترګې  په  سیمه کې  خلاسې  شوې ، دوی  ډېر مغروردي  او فکر کوي ، چې ګواکې لاس پوڅي اواجنټان به یې ګټې وساتي خو دا فکر  ورسره نشته، چې دا حماسي سیمه  د امپراتورانو تل  پاتې  هدیره  وه  او وي  به .

د بن  دوهم کنفرانس به هسې  دوخت وژنه  او افغانانو غولونه  وي نورڅه به څوک ترې  جوړنه کړي له  همدې کبله مې  په یوشمېررسنیولکه  دپیام افغان  تلویزیون، آزادي  رادیو اوبي بي سي  رادیوکې  خپلې نیوکې وکړې هیله من یم ستاسودمنلو وړ وګرزي  .

یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :

که تاسو یې په نوروافغان  ویبپاڼوکې نه شئ  اورېدلای،د لاندې  لینک  په کښېباسلو سره یې دلیکنې په وروستۍ برخه کې اورېدلای شئ :

http://talafghan.com/messegesandreports/dabon2conferencekadaafghananopakordohamataka=mabismel.html

 

په  اخېر کې  یو ځل  بیا په لنډ ډول  سره ستاسو خدمت  ته لیکم، چې  دبن  دوهم  کنفرانس ځکه  د غندنې وړ دی، چې  په دې کنفرانس کې به  دمغرضوبهرنیوهېوادونوترفشارلاندې  په افغان  هیئت  هرڅه ومنل شي داځکه،چې یادهیئت دبهرنیانو لخواتحمیل شوی او تر بن پورې  د رارسېدو په  حال کې دی .

تازه خبر

د المان د بن په ښار کي نن ورځ چې دډسمبر دریمه نېټه ده شاوخوا ٤٠٠٠ کسانو د بن د دوهم کنفرانس د جوړېدو پر ضد مظاهره وکړه.
دغه مظاهره چي د جنګ ضد نړۍ وال سازمان له خوا رهبري کېده، په افغانستان کي له مېشتو خارجي ځواکونو وغوښتل چي ژر تر ژره له افغانستان څخه پوځيان وباسي او روانه شخړه د خبرو له لاري حل کړي.
مظاهره چيانو د افغانستان په کورنۍ جګړه کي د ښکېلو مشرانو لکه سياف، محقق ، دوستم او نورو کسانو عکسونه له ځان سره لېږدول او هغوى يې د جنايتکارانو په نوم ياد کړل .
مظاهره چيانو په خپلو ليکلو شعارونو سره د بن کنفرانس د جنايتکارانو غونډه وبلله .