چې هغه ګډه ټولګه چاپ کړو، يو څه مالي او ځينې نورې ستونزې وې، چې ډيری ملګري پرې خفه شوي هم و. بايد يادونه وکړم، چې هغه وخت ما د کتاب د چاپ چارې ښاغلي احمدضياء ضياء ته وسپارلې ، هغه نه پوهيږم په کوم سبب د لوګر د شاعرانو شعرونه نه و پکې ځای کړي، زه له هغو ټولو خویندو او وروڼو بښنه غواړم او هيله ترې کوم چې هغوی دې بيرته خپل لنډ ژوند ليک، يو انځور او د شعر يا نثر نمونې راوليږي، او د نورو ولايتونو ( پکتيا،خوست او پکتيکا) د ملګرو شعرونه ما له ځان سره خوندي ساتلي دي تاسې يې زما په بلاګ کې د لاندې لينک په کېکاږلو سره کتلی شئ، http://paktia_pa_dag_ke.bloguna.tolafghan.com/categories/435 که د چا شعر په دې تذکره کې نه وي هغوی دې مهرباني وکړي، خپل لنډ ژوند لیک، یو عکس او دخپلو اثارو څو نمونې په پکتيا کې د پکتيا پريس کلب ملګرو ته وسپاري. يا دې یې په لاندې بريښناليکونو مونږ ته راوليږي. دلیکوالــــــــــــــــو او شاعـــــــــــــــــرانو د پاملــــــــــــــــــرنې وړ
څلور پېنځه کلونه وړاندې ما د ځينې ملګرو په مشوره وغوښتل، چې د لويې پکتيا( لوګر، پکتيا، خوست او پکتيکا) د شاعرانو ګډه شعري ټولګه يا ادبي تذکره چاپ کړم، هغه وخت مو له ډيرو ملګروڅخه د شعرونو نمونې، لنډ ژوند ليک او عکسونه هم تر لاسه کړي و، چې ما وخت په وخت په خپل بلوګ ( د پکتيا په ډاګ کې) خپرول. دا چې هغه وخت ولې ونه توانيدو،
يادونه: هيله ده چې د روان لمریز کال دقوس یا لیندۍ میاشتې تر پايه مونږ ته په لاندې پتو خپل شعرونه، د نثر نمونې، يو عکس له لنډ ژوند ليک سره يو ځای راوليږئ.
محمدحنیف حيران
hanif_hairan@yahoo.com
hanif.hairan@gmail.com
sahar.roshaan@gmail.com
http://paktia_pa_dag_ke.bloguna.tolafghan.com
د اړيکو شميرې: علم ګل سحر ـ ۰۷۰۰۲۱۷۰۱۲
محمدحنيف حيران: ۰۷۷۴۹۵۰۲۸۰ـــ۰۷۸۳۴۵۵۰۸۰
ساحل منګل پکتيا: ۰۷۰۸۱۹۸۲۵۸ ــــ۰۷۸۸۱۹۰۲۳۴
شامحمود خوست: ۰۷۹۳۴۵۵۸۸۹
ليکنې