په کونړ کې وژل شوي پاکستاني پوځیان نه ، بلکې دisi مامورین وو
دتیرې شنبې پر ورځ دافغانستان د ختیځ ولایت کونړ په خاص کونړ ولسوالې کې ناټو او امریکايي ځواکونو مرګونی برید وکړ او 26 پاکستاني پوځیان یې ووژل او یو شمېر یې نور ټپیان کړل کېسه داسې وه ، چې دوو امریکايي الوتکو ډیورنډ ته څیرمه امنیتي پوسته په نښه کړه . پاکستانیان یې قصدي برید بولي او لوی درستیز کیاني خپلو سرتیرو ته دتیارسي امر کړې دی . خو خپله افغان پوڅي چارواکي او ناټو وايي : پاکستانیانو دا پوسته دافغانستان په خاوره کې جوړه کړې وه او همدې پوستې له طالب جنګیالیو ملاتړ کاوه او له همدې پوستې پر افغان ځواکونو ډزې کېدلې . اوس هم دپلټنو لړۍ روانه ده ، خو روهي ویبپاڼې ته یوې باوري سرچینې ویلې دي : دا کومه عادي پوسته نه وه ISI دلته دملیشو په یونیفورم کې خپل مامورین ځای پر ځای کړي وو او له همدې ځایه یې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه ترتیب او څارل . ځکه دا پوسته له کرښې رادیخوا جوړه شوې وه او دافغانستان ستراتیژیک عمق ګڼلای شي او دپاکستاني استخباراتو مهم غړي دلته ځای پر ځای شوې وو د ترهګریزو عملیاتو سربېره له همدې ځایه پاکستانیانو افغان ، ناټو پوځیان څارل .
دلاندې مطلب په لوستلو سره دامریکااو پاکستان بازاري یارانه ارزولی شئ:
ډېرى امريكايان پاكستان خپل دښمن بولي
د امريكا متحده ايالتونو جمهوري غوښتونكى سناتور جان مكين وايي
د ناټو په بمبار كې د پاكستاني ځواكونو په وژل كېدلو خواشينى دى، خو دا يادول هم مهم دي چې په پاكستان كې ځينې ادارې په افغانستان كې د نړيوالو ځواكونو د برياليتوب په مخ كې خنډونه اچوي.
نوموړي په يوه وينا كې زياته كړې، د پاكستان څارګره اداره د حقاني شبكې او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ كوي چې په افغانستان كې امريكايي او ناټو ځواكونه وژني، همدارنګه په سړك غاړې بمونو كې كارېدونكي مواد هم د پاكستان په دوو كمپنيو كې جوړيږي.
د امريكا په مشرانو جرګه كې نامتو جمهورى غوښتونكى او د بهرنيو اړيكو د جرګه ګۍ غړى ريچارډ لوګر هم وايي، چې د اسلام اباد او واشنګټن اړيكې خورا پېچلې دي او غوښتنه يې كړې چې امريكا دې پاكستان ته خپلې مرستې بندې كړي.
امريكايي چارواكي باور لري چې پاكستان د ترهګرۍ ضد جګړه كې ورسره رښتينى نه دى او په دغه هيواد كې نوې شمېرنه هم ښيي چې ډېرى امريكايان پاكستان خپل ملګرى نه بلكې دښمن بولي.
د ناټو په بمبار كې د ۲۴ پاكستاني پوځيانو له وژنې يوه ورځ وروسته په نظرپوښتنه كې ۵۵ فيصده امريكايانو ويلي چې پاكستان يې دښمن دى، ۷ فيصده ګډونوالو ويلي پاكستان د امريكا ملګرى دى، ۲۶ فيصده فكر نه كوي چې پاكستان دې د امريكا دښمن او لا هم دوست وي او د شمېرنې ۱۲ فيصده ګډونوال چوپه خوله پاتې شوي دي.
په شمېرنه كې دا هم ويل شوي چې د پاكستان خلك په قبايلي سيمو كې د بې پيلوټه الوتكو بريدونو غوسه كړي چې د القاعده او وسله والو ډلو پر جنګياليو سربېره ولسي وګړي او همدارنګه د پاكستان امنيتي ځواكونه كله كله په كې ټپيان او وژل كيږي، خو امريكا دا ډول بريدونه د ترهګرۍ ضد جګړه كې اغېزناك بولي.
په دې شمېرنه كې د امريكا جمهوري غوښتونكي ګوند په سلو كې ۷۰ غړي هم پاكستان ته د دښمن په سترګه ګوري، ۶ فيصده يې خپل ملګرى بولي، ۱۲ فيصده يې نه دښمن او نه ملګرى بولي او ۱۲ نور يې په اړه كوم نظر نه لري.
د امريكا ډيموكراټ ګوند ۴۷ فيصده غړي هم پاكستان خپل دښمن بولي او ۲۲ فيصده د ملګري په سترګه ورته ګوري، ۳۰ فيصده يې نه دوست بولي او نه دښمن او ۱۲ فيصده يې په اړه كوم نظر نه لري. همدارنګه په سلو كې ۴۵ امريكايان پاكستان د امريكا دښمن بولي، ۴ فيصده يې ملګرى بولي او ۳۷ فيصده يې نه دوست او نه دښمن بولي او همدارنګه ۱۴ فيصده چوپه خوله بهتره ګڼي.
۳۰ـ۱۱ـ۲۰۱۱ خدمتګار