په ليبياکې دعدلې وزارت پر ودانۍ د القاعده بيرغ ورپېده

 

د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، د اکټوبر مياشتې په پای کې، تيره ورځ د ناټو ځواکونو له ليبيا څخه په وتلو پيل وکړ. دغه ځواکونو  په دې و توانيدل، چې وروسته له اوو مياشتو او د زرګونو ملکي خلکو په وژنې سره، د قذافي حکومت نسکور کړي او دی په خپله هم ووژني.

د ناټو ځواکونو د وتلو پر مهال د بنغازي په ښار کې، د عدليې وزارت پر ودانۍ د القاعده بيرغ  راځوړند شوی و او خلکو د (( نه شرقي او نه غربي!!! )) شعارونه ورکول. همدا راز د القاعده بيرغونو د يو شمېر ټکسي چلوونکو په ﻻسونو کې هم ليدل شوي دي.

د دې خبرونو تر خپريدو وروسته داسې پوښتنې راوﻻړيږي، چې هغه لوبه چې په افغانستان کې د القاعده سره په تړاو کې وشوه، دې ته ورته لوبه به په دغه عربي سيمه کې هم روانه شي او که څنګه؟

سپينتمان
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه