د عبدالله ګل له څرګندونو ښکاري چې درۍ اړخیزه غونډه ناکامه وه

From left to right, Turkey's Chief of Staff Gen. Necdet Ozel, ...

 د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل نن/سې شنبه/ وویل چې د ترکیې، افغانستان او پاکستان همکارۍ به په سیمه کې له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

عبدالله ګل په استانبول کې د درو هیوادونو د ولسمشرانو له درې اړخیزې غونډې وروسته وویل:«د ترکیې، پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو پراختیا تر درې اړخیزو اړیکو ورهاخوا په سیمه کې د سولې او ثبات په رامنځته تګ کې اساسي رول لري.»

ترک ولسمشر د درو هیوادونو د خلکو ترمنځ تاریخي اشتراکاتو ته په اشارې وویل:« د درو هیوادونو د خلکو ترمنځ یووالی نه شي لړزانده کېدای او مشران یې مسوولیت لري چې دا ړیکې لا غښتلې کړي.»

د افغانستان، پاکستان او ترکیې ولسمشران نن د شپږم ځل لپاره په ترکیه کې سره یوځای شول او پر خپل منځي اړیکو په تېره بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد د زیاتولو په اړه یې خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله ګل تر درې اړخیزې سرمشریزې مخکې له افغان ولسمشر حامد کرزي او پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره جلا جلا ولیدل.

د دوی د سرمشریزې تر څنګ د درو هیوادونو پوځي چارواکو هم خبرې وکړې او د هغو د پایلو په اړه یې خپلو ولسمشرانو ته مالومات ورکړل.

ټاکل شوې ده چې سبا/چهارشنبه/ د استانول په نوم غونډه د څه باندې شلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او جګپوړو دیپلوماتانو په ګډون جوړه شي.

که څه هم د افغانستان، ترکیې او پاکستان د ولسمشرانو ناسته د استانبول له سبانۍ غونډې سره ارتباط نه لري خو ویل کېږي چې دا سرمشریزه د سبانۍ غونډې لپاره ځیني غوټې پرانستلی شي.

د افغانستان، پاکستان او ترکیې مشرانو وویل چې افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې د برهان الدین رباني د ترور په باب د تحقیق لپاره ګډ کمیسون جوړ کړي.

عبدالله ګل له درې اړخیزې غونډې وروسته د دې کمیسون پر سر د افغانستان او پاکستان موافقه د دې درې اړخیزې سرمشریزې تر ټولو مهمه بریا وبلله.

له دې داسي ښکاري چې دوی په خپلو خبرو کې لاسته راوړنه نه لرله. د کمیسون جوړول هم په هیڅ صورت دا مانا نه لري چې خامخا به د رباني د قاتلانو څرک له دې لارې لګېږي.

ښاغلي زرداري د افغانستان د جګړې په اړه خپل نیت په دې خبره څرګند کړ چې:«په سیمه کې د تروریزم ستونزه او له هغه سره مبارزه  ډېره پېچلې ده او که دا ربړه دومره په اسانه حل کېدای شوای، موږ به په تېرو لسو کلونو کې حل کړې وه.»

زرداري د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«که د افغانستان تاریخ ته وکتل شي په دې هیواد کې تل جنګونه وو، دا هیواد د تاریخ په اوږدو کې د استعمارګرو هدیره و او دی.»

له تاند څخه په مننه