آی اس آی په افغانستان کې د جرمني پوليسو مالوماتي شبکې ته لاسرسی پيدا کړی
د جرمني رسنيو د رپوټ له مخې د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) په دې بريالۍ شوې، چې په افغانستان کې د جرمني پوليسو مالوماتي او ارتباطی شبکې ته ورننوځي، د هغوی ټېلېفونونه او اېمېلونه وڅاري او لاسته راغلي مالومات طالبانو ته ورسوي.
د جرمنی (بيلد) ورځپاڼه وايي، چې آی اس آی دوې اونۍ وړاندې افغانستان ته د جرمني د جمهور رييس (کريستيان ولف) د سفر په اړه له مخکې نه مالومات ترلاسه کړي و او طالبان يې هم پرې خبر کړي و. رپوت کاږي، چې د جرمني استخباراتو(بي ان ډي) د جمهور رييس تر سفر لږ مخکې په برلين کې د کورنيو چارو وزارت ته خبرداری ورکړ، چې د آی اس آی مامورين د جرمني د پوليسو ارتباطي شبکې ته ننوتي او د سفر له ټول محرميت او پټو ساتلو سره يې بيا هم په دې اړه مالومات ترلاسه کړي او طالبانو ته يې هم په اړه خبر ورکړی. (بي ان ډي) وايي چې آی اس آی په افغانستان کې د جرمني پوليسو له خوا د روزنې د يوې پروژې له لارې د جرمني پوليسو ارتباطي شبکې ته ننوتی او په دغه شبکه کې له يوې تشې يې ګټه اخېستې او ډېرو پټو او محرمو مالوماتو ته يې لاسرسی پيدا کړی دی.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت يوه وياند دا منلې ده، چې د اکټوبر په 11 مه نېټه د جمهور رييس(ولف) تر سفر لږ مخکې (بي ان ډي) دوی ته د آی اس آی له لارې د مالوماتو د خورېدو په اړه خبرداری ورکړی و. نوموړي وويل، چې د آی اس آي د جاسوسي فعاليتونو په اړه د (بي ان ډي) رپوټ بيخي کره دی.