ليبيا: د ناټو په بموریوکې 30 زره ملکي خلک وژل شوي دي

 

د ليبيا د نوي حکومت د روغتيا وزارت وايي، چې په تيرو اوو مياشتو کې، د ناټو په بمبارۍ کې په دغه هېواد کې ديرش زره ملکي خلک وژل شوي دي.

د نوموړي سرچينې په وينا دا شميره په ټولو عربي هېوادنو کې، چې اوسمهال ناکراره دي، لوړه ده  او د دې تر څنګ د ليبيا نفوس هم کم دی.

د امنيت شورا هغه مهال پر ليبيا باندې د بريد لپاره سپين چک ورسته له هغه ورکړ، چې په رسنيو کې داسې نا تاييد شوي خبرونه خپاره شول، چې ګواکې د قذافي ځواکونو پر  ﻻريون کوونکو باندې بمباري کړې.

د امنيت شورا پرېکړې، ناټو ته يوازې دومره اجازه ورکوله، چې د دغه هېواد په هوايي حريم کې د الوتنې لپاره ممنوعه زون يا سيمې رامنځته کړي؛ خو ناټو په خپله پر پوځي عملياتو پيل وکړ او قذافي حکومت يې نسکور کړ. امنيت شورا او نور د نړيوال د بشر د حقوقو د ساتنې موسسې پټه خوله پاتې شول.

زيږ اڅړ
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه