په کابل کې د روانو ډراماتيکو عملياتو تر شا امريکا ده

 حمله کوونکي چې شپږ تنه وو، پرون شاوخوا یوه نیمه بجه جګړه پیل کړه.

تصویرونه له آزادي ویبپاڼې څخه کاپي شوي دي

سپوږمۍ راډيو ته د رسيدلو راپورونو له مخې د کابل په عبدالحق څلور لاره کې د وروستيو ډراماتيکو عملياتو تر شا د امريکا لاس دى او په دې توګه غواړې د هغه نوي جوړيدونکي مارکيټ مخه ونيسي چې امريکا يې په کابل کې خپل سفارت ته  په راتلونکې کې مهم ګواښ ګڼي ، سپوږمۍ راډيو ته يو شمير امنيتي سر چينو د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې داسې ښکاري ددې بريد تر شا خپله د امريکا سفارت نيغ په نيغه لاس ولري او په دې توګه د نوي جوړيدونکي مارکيټ د نړيدو لپاره لاره هواره کړي .

د يادونې وړ ده چې  دپرون يوې بجې را په ديخوا په دغه نوي جوړيدونکي مارکيټ کې د ځانمرګو بريد کوونکو جګړه روانه ده او تر  دې دمه  ناټو او افغان حکومت په دې نه دي توانيدلي چې د ګوتو په شمير ځانمرګي له مينځه يوسي .

ددغه خبر د پخلي په اړه تر دې دمه  افغان مقاماتو په رسمي توګه څه نه دي ويلي .

دیو بل خبر له مخې چین دلمړي ځل لپاره دافغانستان پر شکمنه اوضاع اندېښنه ښودلې په لاندي خبرکې یې تفصیل وجودلري :

چین په افغانستان کې د ثبات غوښتنه وکړه

تاند(چهارشنبه/سنبله۲۳) په کابل کې د دوشنبې د ورځې له حملې وروسته، چې د وروستیو راپورونو له مخې لږترلږه ۲۷ تنه افغانان (پولیس، ملکیان او طالبان) پکې وژل شول، د چین ولسي جمهوریت نن په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتنه وکړه.

د چین چارواکي عموماً د افغانستان د سیاسي او پوځی حالاتو په اړه نظر نه څرګندوي خو سره له دې چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو د حضور له دوامه اندېښنه ولري، په دې هیواد کې د اقتصادي فرصتونو ډډه نه کوي او تراوسه پوري یې له افغانستان سره دوه ستر اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي او په دې ډول یې ځان د افغانستان تر ټولو د لوی بهرنی پانګوونکي په توګه تثبیت کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی جیانګ یو نن(چهارشنبه) په یوه خبري غونډه کې وویل:«چین په افغانستان کې وروستیو امنیتي پېښو ته زیات متوجې دی.»

ده د کابل د سې شنبې د ورځې حملې ته په اشارې وویل:«د افغانستان وروستۍ حملې د اندېښنې وړ دي او چین هیله لري چې اړوندې خواوې د مسوولانه تدابیرو په غوره کولو سره له افغانانو سره د امنیت په راستلو کې مرسته وکړي.»

ده همداراز وویل چې توقع لري په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره هلې ځلې کامیابې شي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر او  همداراز د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جان الن د کابل پرونۍ حمله، چې نن سهار په نهه بجې پای ته ورسېده، د حقاني شبکې کار وباله.

په کابل کې د امریکا سفیر راین کروکر په کابل کې وروستۍ برید یوه حمله نه بلکې یوه ځورونه وبلله چې د ده په وینا د طالبانو د ناکامۍ ښودنه کوي.

د متحده ایالاتو سفیر وویل:« په داسې حال کې چې په یوه هیواد کې وسله وال مخالفت موجود وي تاسو نه شئ کولی چې هر مضر کس ښار ته له ننوتو منع کړئ.په ځانګړې توګه کله چې هغوی خوندي ځایونه ولري. زموږ د مالوماتو له مخې دا برید کوونکي د هغو په شان چې په میدان وردګ کې يې حمله وکړه د حقاني شبکې برخه ده .دغه شبکه د پاکستان په شمالي وزیرستان کې خوندي ځایونه لري.»

دغه راز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال الن وویل چې دا حمله په پوځي برخه کې کوم تاثیر نلري.

په لندن کې د نړیوالو څیړونو د یوه مرکز غړی جانتن ایل رویترز اژانس ته ویلي په کابل باندې د طالبانو د وروستۍ حملې هدف له لومړي سره داوو چې وښيي دوی اوس هم د یوه ځواک په توګه پاتې دي.

خو طالبانو وویل چې دوی په دې خملې سره وښودله چې نه یوازې کمزوري شوي نه دي بلکې لا پیاوړي شوي دي .

دافغانستان په تپلې او ګونګۍ جګړه کې ورځ تربلې مغریضین بربنډیږي اوس موږټولو ته ښه پوره جوته شوې  ده، چې په افغانستان کې نړیواله جګړه روانه ده په دې جګړه کې فصلونه،ځمکه، غرونه او رغونه تر بن ادمانو پورې زموږ له مینځه ځي خو ګټه یې راغلو نابللو ته رسیږي اوس ډېری کسان په دې آند دي ، چې تر ټولو ګرمه جګړه  د انګرېزانو او امریکایانو ترمینځ روانه ده له روهي ویبپاڼې څخه دا لاندې را کاپي شوی خبر ددې شهادت ورکوي :

۲۰ـ۰۸ـ۲۰۱۱

د بريتانيا پر کونسلګرۍ د بريد تر شا د امريکايانو ﻻسونه وو

له انګريزانو نه د افغانستان د خپلواکۍ د تر ﻻسه کولو د 92مې کليزې په ورځ، د کابل په پروان مېنه کې د بريتانيا پر کونسلګری  بريد وشو.

په افغانستان کې ځينې امنيتي سرچينې وايي، چې د دغه بريد تر شا د امريکا ﻻس و. داسې خبرونه خو له ډېر پخوا نه خپاره شوي، چې د امريکا او بريتانيا تر منځ په افغانستان کې پټه سيالي روانه ده. دغه سيالي په هلمند کې د يورانيمو د تر ﻻسه کولو پر سر هم روانه وه .

له لوی افغانستان، تاند او روهي  ویبپاڼوڅخه په مننه