د سولې تقلبي، خېټوره او د خنداوړ شوری په سیندلاهوشوه
محــمد امین بســـمل
برهان الدین رباني او دده داراودسته په داسې وخت کې د افغان ولس دنفاق او تباهي لپاره له هېواد څخه بهر زموږ دتاریخي هېواد نړولو ته ملا وتړله، چې نه خو نظام دکفارو و او نه خو له کوم ورور قوم سره تېری شوی و.
خبره نه اوږدوم هسې هم دلوستونکو حوصلې داوږدو اوږدو لیکنو له لاسه توراخیستی یوازۍ دومره عرض کول غواړم، چې د شهید سردار محمد داودخان په وخت کې بدرنګه اومختوري ملي خائین (مسعود ) دکوم ضرورت له مخې په پنجشېر کې وسلواله ګډوډي را مینځ ته کړه ؟
خبره لنډوم خو دانشم منلای ، چې مسعوداوشرمېدلي یې هم دروسانو په وړاندې ځانونه مجاهدین بولي او هم یې له کریملین سره دسولې تړونونه لاسلیک کړي وو.
پورتنۍ څوجملې مې تاسو ته دفاشستې نظار شوری اودخدای دښمن جمعیت ګونددمشر برهان الدین رباني د ورستیو دریځونو او . . . له کبله ولیکلې .
برهان الدین رباني به یووخت طالبانوته اسماني ملایکې وېلې خوتېره اونۍ یې شر اچوونکي وبلل هغه پخپلو څرګندونوکې خپله نفرتي څېره نوره هم بربنډه او داسې یې وویل :
طالبان یوه ناورین رامنځته کوونکې ډله ده .
برهانی پوه شوی ، چې نورنونه چلیږي ځکه خو یې دملت په سترګو کې په نوي ډول خاورې شیندل پیل کړل .
د کمکي اختر په مناسبت مشر ملا(محمد عمر ) اخوند پخپل پیغام کې د لومړي ځل لپاره په ضمني ډول له خبرو سره موافقه ښکاره کړه او خبرې یې مشروع وبللې .
دتازه خبرله مخې په قطر کې دطالبانو ددفتر له پرانستلو سره دامریکا موافقه کومه وړه خبره نه ده دا دهغه نوي باب پرانستل دي،چې زه یې په خورانېک مرغد ګڼم اودخپل ګران هېواداوکړېدلي ولس دسرنوشت څرک پکې احساسوم .
له لوېدیځوالو سره دقطر د دفتر له لارې دطالبانو مخامخ خبرې د رباني دسولېدلې دمبورې مزي نور هم پسې شکوي مانا نوره نودسولې تقلبي، خېټوره او د خندا وړ شوری په سیند لاهوشوه ځکه خو رباني تېره اونۍ په خورا وارخطايي سره غبرګون وښود .
لنډه دا، چې رباني د دوو جملوارزښت هم نه لري چې ورته ویې لیکم خوما دا لیکنه دیوځانګړي احساس له مخې وکړه هیله من یم ، چې زموږ روڼ انده او دټولنې اګاه(خبر) قشر زموږ داستقلال او ملي ګټو پر بنیاد له لویدیځوالو سره د یوې مشروع معاملې زمینه برابره کړي .
ومن الله التوفیق
درنولوستونکو!
انا مړه شوه تبه یې وشکېده
درباني له څرګندونو څخه څو ورځې وروسته دهغه اجل راغی او دی یې ورسره وېوړ.
په یو شعر کې ما یو څه پرې ولیکل هیله ده خوښ مو شي :
یوفتنه غوندې رهبر و په ورځ مل و دشپې غل
هم شهید شو هم غازي شو هم دسولې شو اتل
په مقام او په چوکۍ پسې لا لهانده و تر مړینې
دمذهب او قومیت نیلي یې دواړه ځغلول
یوه ورځ مو چېرې ونه لید چې خاورې وي پرې ناستې
نه مو ولید په خپل عمر هسې یو ځل په مرچل
له شماله تر سویله له ختیځه تر لوېدیځه
دنفاق اوریې ور واچاو وروڼو وروڼه ووژل
دزمزم په اوبو پاک نه شوسل ستله یې پرې تش کړل
له لمنې ترغوږو و رنګ په وینو دکابل
دا تصویر د رباني د زده کړې د وخت دی
په ظاهر به یې خوله ویته وه نیولې وهرچا ته
په باطن لوی منافق و سکنی ورور دچرچل
هوښیارتوب او مکار توب دواړه یو نه دي سره بېل دي
دچالاکې مرغۍ وي اخېر په دوو لومو اجل
د رمې لپاره هر څوک ګلالی شپونکی پیدا کړي
خو کرزي صاحب لېوه باندې زموږ ګډیان ساتل
پاچا بند په پنجرو کې را وتی نه شي بهرته
جنازې ور وړې حرم ته پرې را ټول شي لکه دل
دوزیر اکبر په مټ کې یې دبوی مرۍ کړه خښه
یتیمان شول ټول خوابدي له کابله تر زابل
ها په ځان پورې تړلې دکولاب چوکۍ یې څه شوه؟
هغه هم وروړئ چې بیا پسې را جګ نه شي په چل
پېر یې نه و زده پلورل یې په زانګو کې و زده کړي
دوطن په خرڅولو کې لمړی شو تر کارمل
شهیدان به یې هر دم په کاڼو ولي په لحدکې
ټوپکیان به ورتلای نه شي بس پرې جوړ به وي غوبل
خدایه تا ته مې توبه ده ته غفار یې ته قهار
قاتلان نېست اونابود کړه چې را خوشی شي محل
هم یې مړ کړ هم پرې ژاړي خپل خړ سترګي لنډغر یې
سبوتاژ په سبوتاژ پسې پر مخ وړي مسلسل
رښتیا هم کډه یې بار شوه که ما هسې خوب لیدلی؟
عجیبه ده کور یې خپل سپا هي،وزیر، پاچا یې خپل
آذان وشو دلمانځه وخت دی دا دوه رېنیان درواخلئ
عبدالله او امرالله ښیم جومات به کړي چټل
چې دپلار اونیکه ملک خرڅوي څوک په اجنبیانو
ای بسمله دهغو سزأ ده دار ته خېژول
یوفتنه غوندې رهبر و په ورځ مل و دشپې غل