د زرمت دوه تنه اوسېدونكي غلام محمد او محمد آمين وايي، په دې ولسوالۍ كې له دې وړاندې يوه هم داسې شپه نه ده تېره شوې، چې د هر كور او كلي په سر د بهرنيو ځواكونو چورلكو له لسو يا پينځلسو كم پروازونه كړي وي او هم به داسې كمې كروندې وي، چې امريكايي چورلكو دې په كې ناسته نه وي كړې.
دغه اوسېدونكي په ورته وخت كې له افغان دولت، بهرنيو ځواكونو او وسله والو طالبانو دا غوښتنه هم كوي، چې د روژې په مياشت كې دې د شپې له خوا كېدونكي عمليات او نظامي فعاليتونه په چورلټ ډول بند كړي.
د دې سيمې اوسېدونكي وايي، له شا او خوا اوو كلونو راهيسې په دې پراخه او ګڼ نفوسه ولسوالۍ كې د امريكايي ځواكونو چاپې او د شپې عمليات دومره پراخ او زيات شوي، چې په اوسط ډول په هرو څلوريشتو ساعتونو كې لږ تر لږه له پنځو څخه تر لسو پورې كسان د بهرنيو ځواكونو له خوا له ځورونې وروسته بېول كېږي.
دوى وايي، چې له يوې خوا په نيول كېدونكو كسانو كې شا او خوا پنځه نوي په سلو كې ملكي خلك وي او همدا ډول د شپې له خوا په عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې كچه هم په همدومره شمېر كې ده.
د زرمتيانو په وينا د چورلكې له نسكورېدو وروسته، اوس بهرنيو ځواكونو له دې ډاره چې هسې نه كومه بله چورلكه يې له ورته برخليك سره مخ شي، د شپې له خوا خپل پروازونه كم كړي دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونكي محمد امين وړاندې وايي، چې له يادې پېښې وروسته اوس بهرني ځواكونه له پخوا سره په توپير د شپې له خوا په دغه سيمه كې محدودې خو په لوړه ارتفاع هوايي الوتنې كوي.