
له بیلد څخه په مننه
http://larawbar.com/peace/?p=3124
دروان میلادي کال داګست دمیاشتې له شپږمې نیټې، دماښام له تیارې سره سم دهغه پټ اور لومړني بڅرکي دلندن دښار په واټونو کې را څرګند شول کوم چې وروسته يي داور لمبو دکرایډن په نوم دښاریوه له ګڼې ګوڼې ډکه وتلې مارکټی سیمه په خپله غیږه کې را وپییله.
غلا،چور،لوټ اوتالان اوورسره د«سونی» په شان دلویوکمپنیودتولیداتومرکزونه د یاغي اورخوراک شول.په ساعتونو ساعتونودپولیسو،امنیتي یا سکیورټي ډلویا افرادو نښې نښانې نه وي. داور وژلوډلې خو په ډیر لږ شمیر او ډیرو عنعنوي وسایلو او وسایطو هغه هم هغه وخت سیمي ته را ورسیدې چې نور نو داور لمبې له را ایسارولو وتې وې. دغه حالت دڅوتیرو کلونو یوه پیښه را یاد کړه.
نه پوهیږم کوم کال و.په ژمي کې دمعمول خلاف په لندن کې څه درنه شان واوره وشوه.ترافیک په ټپه ودریده،نه خلکو څه درلودل چې لارې پاکې کړی نه دولتي څانګو.
هغه وخت منطق داوه چې دولت ګرم نه دی ځکه چې دا یوه طبیعي نا څاپي پیښه ده اودولت دې ته اړ نه وچې داسې پیښوته هم ټاکلي وسایل او وسایط او آن انساني قوتونه ولري .
خودروانو پيښو له پاره چې اوس ېې لمنه په ټول انګلستان کې له شلوښارونو څخه هم اوښتې، له دولتي واکمنۍ او امنیتي څانګوڅخه داسې لاره ورکه ده چې درخصتۍ په حال کې پارلماني ته سترګې په لاره دي چې غړي ېې هرڅه ژرمرکز ته را ټول او دحالاتو په هکله کومه روښانه لاره دولت ته وړاندې کړي .
همدا اوس ۱۶۰۰۰پولیس دلسګونو زرو سیمه ییزو پولیسومرستې ته را وتي دي .
هرې خواته لیونۍ منډې را منډي ، نیونې او پلټنې او په ورته وخت کې له کورنیو څخه غو ښتنې چې خپل تنکي ځلمیان له واټونو څخه خپلو کورونوته ور وغواړي روانې دي .
په پرله پسې توګه دښار ونو یوې یا بلې برخې ته دهټیودتړلوغوښتنې خپریږي .
دسرو زرواونوروقیمتي توکو ډیرې هټۍ خودچپاو په پیل کې لوټ او وسوځیدې .
په ښکاره خو هیڅ چیرته هیڅوک دمصئونیت اوخوندي پاتې کیدوډاډ نه لري.هر څوک له هر چا ویریږي .
دلندن دښار ښاروال بوریس جانسون چې له امنیتي ځواکونو سره یوځای دښار او ښاریانو دمال،ځان اوشتو دخوندي ساتلو دنده هم لري یواځې له څولویو برسونو او جاروګانو سره خلکوته ډاډ ورکوي چې هرڅه ښه کیږي او دادی ښاروالې په اور کې سوې کنډوالې او له بوتلو او ماتو شیشوډکې کوڅې او واټونه بیرته پاکوي .
دلندن ښار زخمي زخمي دی او بدرنګه پټۍ پرې لګیدلې ښکاري .
خلک چیغې وهي زموږهټۍ لوټ شوې،وسوځیدې ډیرې قیمتې دروازې ،کړکۍ او شیشی ېې دړې وړې شوې ،کورونه مو وسوځیدل. پولیس چیرته وو،اطفایه چیرته وه،څوک زموږ تاوان راکوي.بیمي هم په چیغو راغلي ،ځکه ددې ستر زیان دورکړې توان چې پای ېې هم لا روښانه نه دی نه لري .
په سلګونو هټۍ،په لسګونوکورونه او بې شمیره موټرې داور خوراک شوې .
دښار یو هټيوال وايي د۱۴۰ کلونوسوداګري مې له لاسه ورکړه .
دآرایش یوه هټیواله نارې وهي چې ټول ژوند مې همداوچې مات او وسوځید،یوموبل پلورونکی وايي مال او اسنادمې ټول وسوځیدل څوک به ماته څه راکړي .
یو ګل خرڅونکی دخپلې ډیرې ښکلې ګلفروشۍ په ویر ژاړي .
دډیرو قیمتي کالیو دیوې لويي مغازې څښتنه چې هرڅه ېې لوټ شوي دا ټول څه دحکومت او پولیسو کمزورتیا بولي .
داکیسه دومره اوږده چې هره برخه ېې پر حکومتي واکمنۍ دخلکو د بې باورۍ نښې دي .
رسنیو دوه شپې ددغې غوغاخبر پټ وساته خودریمه شپه چې داور لمبې آسمان ته وختې نو خولې ېې پرانیستې .
تاوده خبرونه داوه چې لومړی وزیردیوید کامرون او دلندن ښاروال دواړو خپل تفریحي سفر را لنډ کړی او همدا چې لندن ته راورسي نوکه خیرودنیا به ګل وګلزارشي .
دواړه را ورسیدل لوموړي وزیردهیواد لویه امنیتي شورا(کوبرا) را وغوښتله .
دپټو دروازو شاته ېې څه پریکړې وکړې .
څوک پوه نه شول چې پریکړې څه وې یواځې دومره وښودل شول چې پولیس ېې په ښار کې له ۶۰۰۰ زرو څخه شپاړس زروته پورته کړل او خپله ېې په یوه لنډه وینا کې وویل چې له خرابکارو سره به ټول هغه څه وکړو چې په کار وي .
داخبره هرډول تعبیر کیدای شي.آن تردې چې دهیواد دقوانینو خلاف داعدام فکر هم پکې را تلی شي.
دپام وړ خبره داده چې دانګلیس ټولې مسؤلې ډلې او ډلییز وسایل ددغو پیښو اصلي عواملوته ډیر نه ګوري او تر ډیره ېې په دې کې راڅرګندوي چې دځوان نسل ناسمه ښونه اوروزنه اوتنکیو ځوانانوته دکورنیو نه پاملرنه ددې سبب شوې چې یاغیتوب،بې ادبي او ورانکاري دیوه نسل په ورځنیو اخلاقو واوړي. په دې کې شک نشته چې دانګلیس ښونه او روزنه په تیره بیا دغیر انګلیسي نفوس له پاره ډیره لویدلې ده.
او دبې پولودموکراسۍ او لیبرالیزم نندارې بیا داسې څه کړي چې کورنۍ له لس کلنۍ څخه پورته ماشومان په هیڅ ډول تر کلکې څارنې لاندې نشي نیولی او په دې توګه نه پوهنه او نه کورنۍ نوي نسل ته څه ورکولی شي.
دا تریخ واقعیت دکارل مارکس هغه ستره خبره را په یادوي چې تومنه ېې داوه :
سرمایه داري انسان ته دمادي ژوند له پلوه یو څه ورکوي خو په بدل کې ېې یو څه ورنه اخلي اوهغه څه چې ورنه اخلي ډیر ستر ارزښت لري ځکه هغه دانسان معنویت دی اودمعنویت لویدنه دکورنۍ له پاشل کیدو سره را پیل کیږي .
هو!
په سرمایه داري لیبراله ټولنه کې کورنۍ نورخپل واقعي شتون یا له لاسه ورکړی یا له مرګ سره وروستۍ منګولې لګوي .
دورانکاري،لوټ او چپاو له پاره را ټول شوي تنکي ځلمیان دانګلیس ټولنه ددغه ترخه واقعیت یوه روښانه بیلګه ده .
له بده مرغه دلته فرهنګي ستراتیژۍ په تیره بیا دغیرانګلیسي هستوګنو له پاره داسې جوړې شوې چې دانساني فلاکت په لورخوځیدنه ېې له ورایه روښانه ده .
خو دغه ټول څه دوروستیو تاړاکونو یواځني لاملونه نه دي.واقعیت دادی چې دزاړه استعمار په شتو اومیراث ناسته پانګواله ټولنه په نړیواله کچه له مرګوني اقتصادي بحران سره مخ ده.
واکمنۍ هڅې کوي دغه بحران تیریدونکی او یواځې مالي بحران وښيي .
ددغه بحران دمخنیوۍ له پاره دسرطان ناروغ ته پاراسیتامول ورکوي.مالي شتمنۍ لویو بانکونو ته ور ټولیږي،دولتونه دافلاس کندې ته ور لویږي او دخپل پایښت له پاره هره ورځ مرګونی «اقتصادي ریاضیت» جوړوي.
ددغه ریاضیت دروند بار باید دخلکو عامې پرګنې پورته کړي.
هره ورځ ټولیزخدمتونه را لویږي،روغتیایی بندیزونه زیاتیږي، دښونې او روزنې چاپیریال له پولي او مالي ستونزو سره مخامخ کیږي،بیکاري په چټکه پراختیا موموي،دګاز ، برښنا کالیو اوخوراکي توکو بیه لوړیږي ،دښاري ترانسپورت بيي اوچتیږي ،کورنۍ دخپل معشیت لګښت نه شي پوره کولی،ماشومان او تنګي ځوانان کارونو ته باسي، کارونه یا نشته یا دومره درانه دي چې تنکي ځوانان ېې مخ ته نشي وړلی او دې ته اړ کیږي چې هم کار اوهم ښونځي ته شا واړوي او کوڅو ته لاړ شی.
کوڅې له اخلاق وژونکوکلپونو اود فساد له مرکزونو ډکې دي.
دولتونه خوشحاله دي چې ځوان نسل ېې دهمدغو مراکزو په پراختیا له سیاسي فکرونو څخه اړولی دی، خودې ته ېې پام نشته چې یو کوچنی اړ ودوړ کولی شي داسې یاغي نه ایل کیدونکی طوفان را مخ ته کړي چې هیڅوک به ېې دڅارنې او کنترول وس ونه لري.
داهم بې اغیزې نه ده چې ډیر لویدیځ هیوادونه په خپل ټول توان دنړۍ لاندې کولو ته ور وتلي دي.
په بهر کې دبهرنیو مظلومو اولسونو په وړاندې ډیر غښتلي ښکاري خو په دننه کې دومره پوشالي دي چې دبیلګې په توګه په اوسلو کې یووحشي نژاد پاله افراطي دصلیبي جګړې را ژوندي کوونکی تر اویاوو زیات انسانان وژنې او پولیس یواځې هغه وخت دده په نیونه بریالي کیږي چې ښکار ېې تمام او مرمۍ ېې پای ته رسي.
په انګلیس کې هم دڅوتنکیو ځوانانویاغیتوب درې شپې ورځې دهیواد په زړه لندن کې اورین محشر جوړوي او وروسته ددغه محشر لمبې ،دمانچستر،سالفورد،ولورهامپتون، ناتینګهام،لستر او برمنګهام لویو ښاروته رسي، خو دداوید کامرون حکومت دپارلمان کوډوته سترګې په لاره دی.
دغه ټول څه ښيي چې دغه دولتونه په دننه کې دومره پوشالي اولړزیدونکي دي چې راتلونکې ېې ډیره توره او ویروونکې ده.
دلندن پیښو وښودل چې یواځې سپورتي کلپونوداسې بیباکه او له خوځیدونکې انرژۍ ډک تنکي ځوانان واټونو ته را وویستل چې هر پنځلس کلن او شپاړس کلن زلمي په جیدويي او کاراته ېې حرکاتودپیاوړې تنې دیرس کلن پولیس پرځمکه را وپرځول.
له دغو زلمیانو څخه دپولیسوآن هغو چې میترو پولیتین اونامتو سکاتلندیارد ېې بولي داسې تیښتې تر سترګو شوې چې بغاوتونو ته ېې نوی زړه ورکړ.
اوس درنه پوښتنه داده چې دغه طوفان به کوم لوري ته ځي .
په ښکاره خو نه په انګلیس کې داسې څه کیدای شي چې ددغه طوفان ریشې وچې کړي او نه نوره ارو پاچې ورته شرایط لري ددغه طوفان له غوړیدو څخه مخه نیولی شی.
دفرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزی په دې خبره پوهېده چې طوفان له« ټاور» نه وراوښتونکی دی نوځکه ېې داوړي خوږې مېلې را لنډې کړې او خپل هیواد ته را ستون شو.
دغه طوفان به تر ډیره داروپايي واکمنیو خوب نا آرامه کړي.
له همدغو وړو طوفانونو سره داروپايي نړۍ دخوارو پرګنو او کارګرانو را پورته کیدل داروپا او آن دشمالي امریکا موقعیتونو ته سخت نه اټکل کیدونکی بدلون ور کولی شي.
ژر یا وروسته به پانګواله نړۍ په خپلو طوفانونو کې دمرګ اوژوند له پوښتنې سره مخ او د«تاریخي لویدنې »پیلامه به دلید وړ شي .
ددغه واقعیت منل به درانه وي ،خوله واقعیت څخه به ډیر واټن ونه لري
له ښاغلي ش . حصین څخه په مننه
10.08.2011
- محمد امين بسمل
پکتیا: د ناټو د چورلکې غورځېدلو ملکیانو ته ګټه رسولې
http://larawbar.com/peace/?p=3099...
12.08.2011
- محمد امين بسمل
ټپيزې
غماز د ی ؤ سوزی ظالم د یوخت د ننګو نو چم په چم د ید پښتو په کور ستم د ید وفا يو ټو لی عالم د ید بيلتا نه سره د شا م پری پوځو نه--------------------------د ميړنو سېا لې اوږد ه شو ههغه ټپه بيا راستنه شو هبيا پلو شه خوره وره شوهکه د زلمو نه پوره نه شو هپښتو نستا نه جنکۍ به د ی ګټينه---------------------------د سترګو توره د زړه سر ه خد ا...