رابرټ موګابې: ناټو يو ترهګر سازمان وباله
http://larawbar.com/peace/?p=3079
د زيمباوې جمهور رييس رابرټ موګابې، پر ليبيا باندې د ناټو د بريدونو له امله، دغه سازمان يو ترهګريز سازمان بللی.
نوموړي په هغه غونډه کې، چې د زيمباوې د خپلواکۍ د مبارزانو د قدردانۍ په مناسبت جوړه شوې وه ويلي: په لويديځ کې ليوني خلک موجود دي، چې حقيقت ردوي او نړيوال قوانين تر پښو ﻻندې کوي.نوموړي د ليبيا پېښو ته په اشارې سره زياته کړه: وګورئ چې دوی په ليبيا کې پر څه باندې لګيا دي او زه وايم که ناټو نړيوال قوانين په پام کې ونه نيسي دا هم يو تروريست سازمان دی. د ده په وينا ناټو غواړي د ليبيا قانوني مشر معمر القذافي ووژني.
موګابې چې څه باندې درې لسيزې په واک کې دی په دې ټنيګار وکړ، چې ناټو اوس په يوه ترهګر سازمان بدل شوی او بايد دې ته پام وشي، چې دوی په هر بل افريقايي هېواد کې هم د مشرانو د وژلو لپاره مداخله کولی شي او موږ بايد دې ته پاملرنه وکړو.
درابرټ موګابې دغندنې تر څنګ په فرانسه کې هم زياتره خلګو پر ليبيا باندې د بريدونو مخالفت ښوولی دی :
تازه خپرې شوې نظرپوښتنې ښودلې، چې په فرانسه کې اکثريت خلک له دې سره مخالفت ښيي، چې د قذافي پر ځواکونو بريدونو ته دې ادامه ورکړل شي.
د پوښتل شويو خلکو 51سلمې د دې جګړې سره مخالفت ښودلی او د فرانسې له سياست نه د دغه هېواد په مقابل کې ناراضه دي. په دې کې 25 سلنه خلک په بشپړه توګه او 26 سلنه په نسبي توګه له دې روانې جګړې سره مخالفت ښودلی او يوازې 13 سلنې د جګړې له دوام څخه پلوي کړې.
سپينتمان
له ټولو انترنیټي پاڼو څخه په مننه ،چې دا لاندې تصویرونه یې تر لاسه کړي دي :