طالبان سري او خطرناکې وسلې لري
http://larawbar.com/peace/?p=3053
د جمعې په ورځ د ميدان وردګو په وﻻيت کې، د امريکايي شينوک ډوله چورلکې د نسکورلو وروسته، چې په کې 38کسان د 30امريکايانو په شمول ووژل شول، په رسنيو کې د طالبانو دپټو او سري وسلو په هکله رېپوټونو خپاره شوي.
په دغه رېپوټونو کې د طالبانو د سري وسلو په هکله ويل شوي، چې دوی خطرناکې پټې وسلې لري، چې د افغانستان په جګړه کې ډېرې کاري دي او په دې وروستيو کې د الوتکو او څرخکو د ويشتلو پېښې هم زياتې شوي.
رېپوټونه وايي، چې يو امکان دا دی، چې طالبان د الوتکو د نسکورولو لپاره له هغه سټينګرونو کار اخلي، چې د شوروي د يرغل په مهال په افغانستان کې د امريکايانو لخوا مجاهدينو ته ورکړل شوي وو. که څه هم امريکايانو د روسانو تر وتلو وروسته هڅه وکړه، چې له بازاره خپل سټينګر راټول کړي او د هر يوه پر سر به يې سل زره ډالره ورکول.
که څه هم د سي ای اې لخوا د ياد شوي ډول توغنديو د راټوليدو ډاډ ورکول کيږي خو ځينې نوره خپلواکې سرچينې وايي، چې طالبان اوس هم شاو خوا سل سټينګرونه لري او يوازې هغه مهال يې کاروي، چې د موخې په ويشتلو باندې سل په سلو کې ډاډه وي. د پاملرنې وړ ده، چې د وژونکو پېښو په رامنځته کولو کې، تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته دغه ډول وسله د خپلو ځانګړتياوې له مخې بېسارې بلل شوې او نه يوازې يې د روسانو الوتکې غورځولي بلکې اوس په خپله د امريکا پر ضد هم کارول کيږي. دغه توغندي د هغو الوتکو د ويشتلو لپاره ډېر موثر بلل شوي، چې ټيټې الوتنې کوي.
د طالبانو د سري وسلو په هکله يوه بله تيوري هم شته. د دغه تيوري پلويان وايي، چې طالبان سټينګر ته ورته توغندي، چې په انګلستان او روسيه کې جوړ شوي تر ﻻسه کړي. دغه توغندي، چې له ځمکې نه هوا ته موخه ويشتلی شي، يو ډول يې روسي SAM-16 توغندي دي، چې ټکنالوجي يې د شلمې پېړۍ په اتيايمو کلنو کې د روسانو لخوا له يونان نه غلا شوې وه. دغه توغندي د روسيې مافيا لخوا د مخدره توکو سره تبادله کيږي او همدا راز په نړيوالو پوځي مارکيټونو کې يې د اخستلو امکانات شته.
درېيمه تيوري بيا تر ټولو خطرناکه ښکاري: کيدی شي سيمه ييز ځينې قوتونه يا هېوادونو په تور بازار کې کوم سټينګر رانيولی وي او د هغې له مخې يې نور توليد کړي وي او بيا يې د طالبانو په ﻻس کې ورکړي وي. بايد وويل شي، چې څو ځلې داسې رېپوټونه خپاره شوي، چې د ګاونډيو هېوادنو لخوا طالبانو ته وسلې او مهمات ورکول کيږي، چې په لړ کې د ايران نوم هم زيات ياديږي.
زيږ اڅړ
دیوبل سر پړسوونکي خبر له مخې ویل کیږي ، چې په وردګو کې نسکوره شوې الوتکه پخپله امریکایانو را غورځولې ده:
امريکا د پاکستاني رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې ګواګې په خپله يې الوتکه غورځولې ده
ځينو پاکستاني رسنيو په دې وروستيو وختونو کې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې په ميدان ورګو کې د امريکا يي سرتېرو الوتکه امريکا په خپله غورځولې ده او خپل سرتېرې يې په خپله وژلي دي .
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په اساس په را نسکوره شوې الوتکه کې شل تنه هغه امريکايي سرتېرې سپاره وو چې اسلام اباد ته څېرمه يې په ايبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر اوسامه بن لادن وژلى وو .
د پاکستاني رسنيو په خبره امريکا وېره لرله چې هسې نه سرتېرې يې په ايبټ اباد کې د اوسامه د وژنې دروغ عمليات رسوا نه کړي ځکه يې په ډله ييزه توګه شل تنه خپل سرتېرې په يوه الوتکه کې ووژل .
خو په پاکستان کې د امريکا سفارت په خپله يوه خپره شوې خبر پاڼه کې د پاکستاني رسنيو دغه راپورونه بې اساسه بللي دي او ويلي يې دي چې
د پاکستاني رسنيو دغسې بې اساسه راپورونو سخت اندېښمن کړي دي .
په خبر پاڼه کې راغلي چې پاکستاني رسنۍ بايد حقايق خپاره کړي نه داغسې بې اساسه راپورونه چې خلک په کشمکش کې اچوي.
د امريکا سفارت ويلي دي چې د دغې پېښې په اړه له پلټنې وروسته به بيا د پېښې په اړه کره مالومات خپاره کړي.
د امريکايي سرتېرو الوتکه دوې ورځې وړاندې په ميدان ورګو ولايت کې را ولوېده چې د را غورځولو مسوليت يې وسله والو طالبانو ومانه ، او امريکايي چارواکيو هم ومنله چې الوتکه يې طالبانو غورځولې ده.
له روهي او خبریال ویبپاڼوڅخه په مننه
دنښــــــــــتر ویبــــــــــــلاګ یادښـــــــــــــــت :
لکه څومره، چې داسامه ډرامه دخنداوړ وه همدومره دامریکايي الوتکورا نسکورېدل دپام وړ دي، که یادمو وي کلونه مخکې په یوه پلان شوې هوائي پېښه کې له ضیأ الحق سره یوځای دامریکاسفیر هم له دنیا ولاړهغه پېښه اونننۍ لومې یو له بل سره تړاو لري .
امریکایان دخپلو ملي ګټو اونړیوال ذهنیت داړولو لپاره له خپلو ډېرو الوتکو او سرتېروڅخه تېرېدلای شي خو که د قضې دا بله خوا وپلټو او ثابته شي ، چې په رښتیا هم افغان وسلوال مقاومت خطرناکې او پرمختللې وسلې تر لاسه کړې دي بیا نو که نن وي که سبا وي دا ملک به دزرغون شاه وي .
دګران افغانستان دآزادي په هیله