ولس  رټلي به تر څو نازوئ؟× × نور دستم بمونه مه غورځوئ

http://larawbar.com/peace/?p=3034

 

يو ځل بيا پر رټل شوو پانګونه پیل شوې ده

د افغانستان په اړه دويم بن کنفرانس په را روان ډسمبر کې جوړېدونکى دى، په کابل کې د لوېديځو هېوادونو په ځانګړي ډول د امريکا او جرمني د سفارتونو بازار ګرم دى، زموږ يو شمېر شرمېدلي سياستوال هره ورځ ددې سفارتونو په دروازو کې ولاړ وي، جنډې يې ښوروي او خپل مراد ترې غواړي. په اصطلاح د مدني ټولنو دعا خو قبوله شوه، د امريکا سفير ومنله چې مدني ټولنې به په دويم بن کې برخه اخلي، خو طالبان بيا هم په څنګ کې پاتې شول، هغوى د بن په دويم کنفرانس کې د ګډون پر ځاى خپل کار پرون د وردګو په تنګي دره کې وکړ او امريکا ته يې وښوده چې دوى څه کولاى شي او څومره توان لري.

 

اوس يو شمېر سياسي سوداګرو هم د افغانستان په اړه له تصميم نيونکو څخه خپلې غوښتنې زياتې کړي دي، دوى هم غواړي چې په دويم بن کې ګډون وکړي او په دې ډول يو ځل بيا د خپلو څوکيو، فساد، ورانيو او جاسوسيو موده وغځوي.

امريکا هم غواړي چې په دې هېواد کې خړې اوبه نورې هم خړې کړي او ددې اوبو د پاکولو لپاره پيل شوې ګوډې ماتې هڅې لس کاله شاته ووهي او ورسره اوبه هم داسې خړې کړي چې له لس کاله هڅو وروسته به ايله ننني حالت ته را رسيږو.
داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د واک طبيعي او قانوني سرچينو خپل ځاى په دې هېواد کې د لوېديځو هېوادونو سفارتونو ته پرې اېښى دى او له بده مرغه زموږ پلورل شوو سياستوالو هم داسې فضا رامنځ ته کړې چې خلک په دې باوري شي چې دلته د واک او ځواک د ويش او تر څوکۍ پورې د رسېدو سرچينه د امريکا او نورو لوېديځو هېوادونو سفارتونه دي.

دويم بن به هم جوړ شي، خو که داسې جوړيږي لکه اوس چې ويل کيږي او يو ځل بيا د لومړي بن تجربې تکراريږي، نو دا به يوازې په دې هېواد کې د جګړو، وير، وژنو، چاپو، چاودنو، بمباريو، وحشتونوو، غلاو او نوور ورانيو د تمديد په معنا وي او ورسره په څنګ کې په يې نه يوازې دا چې دلته يوه بل زبرځواک په ګونډو کيږي، بلکې دا هېواد به هم ددې زبرځواک په هديره اوړي، خو د زبرځواک له مرګ وروسته به دا هېواد هم يوازې يوه هديره وي او بس.


دا مشهوره خبره ده چې که لويو ځواکونو لويې تروتنې نه کولاى، نو هيڅکله به له ماتې سره مخ شوي نه وو، دا ښايي په افغانستان کې د امريکايي زبرځواک همغه تېروتنه وي چې له امله به يې دا زبرځواک هم وروستۍ سلګۍ ووهي.

داسې نه ده چې د ژغورنې لار نشته، که لږ روښانه فکر وشي هر څه روښانه معلوميږي، امريکا او ملګري يې بايد په دې فکر وکړي چې ددوى افغاني ملګرو دوى ته څه ورکړل، ددوى د سلګونو ملياردو ډالرو دلګښټ په مخينوي کې يې څه وکړل؟ ددوى زروګونو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په مخنيوي کې يې څه وکړل؟ او بلاخره پرون يې په تنګي دره ددوى د يو دېرشو سرتېرو د ژغورنې لپاره څه وکړل؟

له شک پرته چې ددوى ملګري خورا کمزوي، په ولس کې رټل شوي، فاسد او ناکاره خلک وو، چې له امله د نړۍ تر ګردو لوى ځواک له څو سپېرو طالبانو سره په جګړه د ماتې په بريد ولاړ دى.

امريکا بايد پوه شي چې دلته ځواک له هغه چا سره نه دى چې دوى پرې پانګونه کوي، ددې هېواد اصلي وارثين هغه څوک دي چې امريکا پرې بمونه وروي او د يو هېواد له اصلي وارثينو سره جګړه خورا ستونزمنه ده. تر څو چې امريکا په دې باوري شوي نه وي ژغورنه شونې نه ده.

دیو بل تازه خبر له مخې زما دخاپوړو په سیمه دګران زرمت  په سهاکوکې یوه بله الوتکه را غورځول شوې ده :

طالبان وايي بله امریکايي څرخکه یې ویشتې او۳۳ پوځیان یې وژلي
Monday, 08.08.2011, 08:32am (GMT)

تاند(دوشنبه/اسد۱۷) د شنبې په ورځ په میدان وردک کې د امریکايي هیلي کوپترې له لوېدو وروسته طالبانو نن وویل چې یوه بله څرخکه یې هم غورځولې ده.

تراوسه پوري د دوهمې څرخکې د لوېدو او د هغې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه خپلواکو سرچینو یا امریکايي پوځیانو څه نه دي ویلي خو وسله وال طالبان ادعا کوي چې دوی د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د امریکا چینوک څرخي الوتکه ویشتې او په هغې کې ۳۳ سپاره کسان وژل شوي دي.

د طالبانو له لوري په یوه خبرپاڼه کې، چې د تاند په شمول یې بېلابېلو رسنیو ته لېږلې، ادعا شوې چې نن سهار څلوربجې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د سهاکو په سیمه کې امریکايي هیلي کوپتر غوښتل چې پر طالبانو چاپه ووهي خو د دوی له لوري په راکټ راوغورځول شوه او په هغې کې۳۳ تنه سپاره پوځیان ځای پر ځای ووژل شول.

طالبان په عین حال کې وايي چې د هیلي کوپترې د لوېدو ځای د امریکايي پوځیانو له لوري محاصره شوی او څوک نه پرېږدي چې حقایق له نژدې وګوري.خو طالبانو نه دي ویلي چې دوی څرنګه پوی شول چې په څرخکې کې ۳۳ تنه سپاره ول او درست وژل شوي.

طالبان همداراز ادعا لري چې دا په څلورو ورځو کې د دوی له لوري څلورمه الوتکه ده چې ویشتل کېږي خو رسنیو د میدان وردک په سیداباد کې د ویشتل شوې چینوک هیلي کوپترې له لوېدو پرته د دوو نوروڅرخکو، چې طالبان یې د ویشتلو ادعا لري، د غورځېدو هیڅ راز راپور نه دی ترلاسه کړی.

د سیداباد په پېښه کې ۳۰ امریکايي پوځیان، اووه افغان کومانډو او یو ترجمان ووژل شول.دا پېښه په تېرو لسو کلونو کې په یوه ورځ نړیوالو ځواکونو ته تر ټولو لوی زیات تلفات ګڼل شوي دي.

د زرمت د پېښې نور جزییات وروسته په تاند کې ولولئ

له لوی افغانستان او تاند څخه په ډېره ډېره مننه