http://larawbar.com/peace/?p=2997

سپاه پاسداران :

 احمدي نژاد دسري یهودي تنظیم غړی دی .

دلومړي ځل لپاره په ایران کې دسپاه پاسدارانو یوې ویبپاڼې خبر ورکړې دی ،چې دولسمشر احمدي نژاد ډله د( المشاییه ) غړیتوب لري او دوی بیا له یو سري ( پټ ) یهودي تنظیم سره ټینګې اړيکې لري . سپاه پاسداران وايي : له موږ سره داسې لاسوندونه او اسناد شته ، چې له مخې یې دا جوته شوې ده ، چې داحمدي نژاد د المشاییه تنظیم غړی دی او دوی بیا په خپل وار دلویدیزو استخباراتي کړیو او ماسونیانو غړی دی سپاه پاسداران وايي : موږ به دا لاسوندونه ډیر ژر خپاره کړو .
دبصیرت په نوم دسپاه پاسدارانو ویبپاڼه کاږي : موږ د ډاکتر مهدي خزعلي ،چې دایت الله خزعلي زوی دی دا خبره منو ځکه نوموړي دلومړي ځل لپاره د 2009 ز دولسمشریزو له جنجالي ټاکنو وروسته دا دوسیه پرانېسته او هلته يې داحمدي نژاد داصل او نسب په اړه مفصلې خبرې کړې دي او دا يې ویلي دي ، چې محمود احمدي نژاد له اره یهود دی او نوموړی له یهودو سره هیڅ ډول دښمني نه لري ، بلکې کوښښ کوي ، چې دمصلحت له مخې خپل دین پټ کاندي .
ډاکتر مهدي خزعلي وايي : اسفندیار رحیم مشایی ،چې داحمدي نژاد دفتر رییس و دا او دده دنور ملګري په ایران کې دانوسي په نوم دیوې یهودې ډلې غړیتوب لري او دایران په شمال ختیځ دمشهد په ښار کې دخپلو پټو فعالیتونو لپاره مرکزونه لري .
ډاکتر مهدي وايي : احمدي نژاد له اره یهود دی او دده په هویت پاڼه کې دده نوم سابورجیان دی نوموړي داحمدي نژاد تخلص ځکه غوره کړې دی ، چې خپل یهودیت پرې پټ کړي او که څوک هغه کتاب ته مراجعه وکړي ، چې دده دزیږیدو ځای او نېټه په کې ثبت شوې ده دا ادلون بدلون به ورته جوت شي . 

دیو بل خبر له مخې دعربي پاڅونونو لړۍ ته داسرائیلي پاڅون کړۍ هم ور  وصل شوه تاسو دا لاندې خبرلوستلای شئ :

په زرګونو اسراييلي خلکو ﻻريون وکړ

  

 

په منځني ختيځ کې نه يوازې په عربي هېوادونو کې پاڅونونه روان دي بلکې اغيز يې پر اسراييلو هم شوی دی.

د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې تير ماښام د اسراييلو (اشغال شوي فلسطين) د تل اويو ښار کې په زرګونو خلک ﻻرو کوڅو ته د احتجاج په توګه راووتل او له حکومت نه يې د اصلاحاتو غوښتنه کړې.

د ﻻريونونو لړۍ د جوﻻی له مياشتې راهيسې په دغه هېواد کې پيل شوې او په ځينې برخو کې حکومت شاتګ ته هم اړ شوی. خلک د زياتو لګښتونو له امله په تنګ راغلي او له  حکومت نه د بدلونونو په تمه دي.

 

سپينتمان

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه