سوله ساتي؟؟ (سوله وژونکي) دپښتنو نسل وژنې ته راغلي دي

            

ناټو ځواکونو هوايي حملې دوه برابره زیاتې کړې دي

http://larawbar.com/peace/?p=2979

تاند(پنجشنبه/اسد۱۳) د ۲۰۱۰ کال په جولای کې، کله چې جنرال سټنلي مک کریسټل په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومانده جنرال دیویډ پیتراییس ته سپارله هوايي حملې یا بمباري د نړیوالو ځواکونو تر ټولو وروستنۍ حربه وه.

هماغه وخت د جګړې په اوج یا د جګړې په اصلي فصل کې د ناټو الوتکو د ورځې لس حملې کولې خو د ۲۰۱۱ کال په جولای کې چې جنرال ډیویډ پیتراییس د نړیوالو ځواکونو قومانده جنرال جان الن ته سپارله له هوايي ځواک څخه استفاده کاملاً عامه او عادي چاره ګرځېدلې وه.

اوس د امریکا د پوځ له احصاییو سره سم د ناټو الوتکې د ورځې لږترلږه شل ځلي بمباري کوي.په تېره جولای میاشت کې یې ۶۵۰ بمبارۍ کړي دي.

دا د جنګي هلوځلو یوه برخه ده چې نه یوازې په هوايي برخه بلکې په ټولو برخو کې په همدې ډول زیاتې شوې دي.

خاص عملیاتي ځواکونه اوس په لسګونو ځلي د طالبانو د وژلو یا نیولو لپاره عملیات کوي او له تېر کال تراوسه پوري یې ۳۷۷۵ تنه سخت دریځي د جګړې په میدان کې نیولي دي.

په کندهار کې د وسله والو طالبانو د تصفیه کولو لپاره یې له بې شمېره له مځکې څخه مځکه ویشتونکي توغندي کارولي، هلمند ته ټانکونه استول شوي چې مخالفان وځپل شي، د هغو ملکیانو پر کورونو هم رحم نه دی شوی چې وسله وال سخت دریځي پکې پناه اخلي او ګڼ شمېر کورونه له خاورو سره خاورې شوي دي.

هوايي حملې بې له دې چې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د شمېر زیاتېدو ته پام وشي دوه برابره زیاتې شوي خو له دې سره سره چې هوايي حملې دوه برابره زیاتې شوي په هوايي عملیاتو کې د ملکیانو د تلفاتو شمېر تر پخوا یوازې په سلو کې ۱۴ ډېر شوي دي.سږکال په دا ډول بریدونو کې د امریکا د پوځ او ملګروملتو له شمېرنو سره سم تراوسه پوري ۷۹ تنه ملیکان وژل شوي دي.

خو داسي ښکاري چې د افغانانو د صبر او زغم کاسه نور په نسکورېدو ده .تېره میاشت د افغانستان چارواکو او خلکو د ناټو ځواکونه په نورستان، خوست او لوګر ولایتونو کې د ملکیانو پر وژلو تورن کړل.

په مې میاشت کې  حامد کرزي، وروسته له دې چې د ناټو ځواکونو د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ په سلام بازار کې نهه تنه ماشومان او ښځې ووژلې، اعلان وکړ چې ناټو نور باید بمباري بنده کړي.

کرزي حتی وویل چې که ناټو ځواکونو بمبارۍ ونه درولې او بیا یې ملکیان ووژل هغو ته به د اشغالګرو ځواکونو په سترګه وګوري او چا ته چې افغانانو د غاصبانو په سترګه کتلي تاریخ شاهد دی چې افغانانو ورسره څه کړي دي.

درنو لوستونکو!

په لویه پکتیا کې دپښتنو دنسل وژنې دمخنیوي لپاره  نن ورځ یو لاریون تر سره شو، چې په لاندې ډول یې خبر لوستلای شئ:

په پکتیا کې سلګونو تنو د ملکیانو د وژل کېدو په اعتراض کې مظاهره وکړه د پکتیا ولایت تر ټولو په ارامې ولسوالۍ کې نن(پنجشنبه) سلګونو تنو د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکیانو د وژلو په اعتراض کې مظاهره وکړه.

د ځاځي اریوب ولسوالۍ خلکو د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د بهرنیو پوځیانو له لوري د ملکیانو د مرګ ژوبلو په وړاندې جدي عکس العمل وښيي.

مظاهره چیانو د ولسوالۍ عمومي لار بنده کړه او له بهرنیو ځواکونو څخه یې د ځواب غوښتنه وکړه.

دوی ویل چې پرون د بهرنیو ځواکونو په راکټي برید کې لس ملکیان مړه او ژوبل شوي دي.

د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوالو ځواکونو په دې اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

د ځاځي اریوب ولسوالۍ، چې د پکتیا تر ټولو ارامه سیمه ګڼل کېږي، مظاهره چیانو د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو پرضد شعارونه ورکول.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د بېګناه ملکیانو مرګ ژوبله د افغانستان د حکومت او نړیوالو ځواکونو په تېره بیا د ولسمشر کرزي او امریکا ترمنځ د اختلاف لوی سبب ګڼل کېږي.

کرزي تېره میاشت د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې د نهو ماشومانو او ښځو له وژل کېدو وروسته د ناټو ځواکونو ته خبرداری ورکړ چې که بل ځل یې ملکیان ووژل په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونه به یرغلګر وبولي او د افغانستان تاریخ شاهد دی چې افغانانو له یرغلګرو سره څه ډول چلند کړی دی.

خو ناټو او امریکا پوهېږي چې کرزی په داسي حال کې چې سر تر پایه د بهرنیانو په مرستو متکي دی او د طالبانو په شان نه پخلایونکي دښمنان لري، له انتقاده پورته عملاً ډېر څه نه شي کولی.

له تاند څخه په مننه