http://larawbar.com/peace/?p=2965

د تیري شنبې په ورځ په کاپیسا کي یو ډلیز قبر وموندل سو چي په سلګونو کسان په کي په ډیر وحشت وژل سوي و او یو په بل سربیره اچول سوي وو . ددغه قبر دموندلو وروسته سیمیز چارواکو سیمه په واک کي واخستل او هیڅ چاته ئې د ورتګ اجازه نه ورکول . ددې ترڅنګ یوشمیر رسنۍ دشمالي ټلوالي دځینو کسانو لخوا وګواښل سوې چي دغه خبر دي نه تیروي .

دتیري شنبې په ورځ د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ په جمال اغه سیمه کي دسړک جوړوني د یو شرکت لخوا د یادي سیمي د یو سړک د جوړوني دکار په دوران کي ، سړک ته څیرمه د مځکي په کندلو سره یاد ډلیز قبر راڅرګند سو . چي دقبر د راسپړلو سره د شاوخوا کلیو اوسیدونکو دسلګونو کسانو په راټولیدو سره ولایتي چارواکي هم خبر سوه او سیمه ئې په عاجله توګه په واک کي واخستل .

عیني شاهدانو بېنوا ته وویل چي په یاد ډلیز قبر کي سلګونه کسان په ډیره بې رحمي وژل سوي چي دځينو نښوڅخه له ورایه څرګندیدل چي نوموړي کسان طالبان دي ، چي دطالبانو او احمدشاه مسعود د جنګ په وقت کي د مسعود له لخوا اسیران شوی وه اوبیا په دلیزډول وژل شوي.

دسیمي یوشمیر اوسیدونکي چي په یادو جګړو کي همدلته اوسیدل هم یادونه کوي چي داحمدشا مسعودپه وخت کي په همدې سیمه کي زیات شمیر کسان دنوموړي په امر په ډلیزه توګه وژل کیدل او بیا ترخاورو لاندي کیدل . چي دغه قبر ئې یوه بیلګه ده .
دکلي اوسیدونکي دداسي لسګونو نورو قبرو خبره هم کوي چي په هغه وخت کي به دمسعود لخوا دلته اسیر طالبان په ډلیز ډول په کښي ژوندي ښخیدل .

د جګړې په دوران کي دجنګي اسیرانو ډلیزه وژنه دنړیوالو قوانینو په ړنا کي ښکاره جنګي جنایت دي چي عاملين باید په نړیواله کچه محکمه سي خو په افغانستان کي دکورنیو جګړو او بیا د طالبانو دجګړو په وخت کي دسترو سترو جنګي جنایتونو ترسره کونکي نه یوازي داچي محکمه سوي ندي بلکې ان دولسمشر کرزي په ټولو دورو کي دمرستیالانو ترکچي په لوړو پوستونو کي دلا امتیازاتو څخه برخمن پاته سوي دي .

باید یادونه وکړو چي دبشر د حقوقو نړیوال سازمان په وارو وارو د ولسمشر کرزي په برحاله دواړو مرستیالانو مخامخ نیوکي کړي او دوی ئې په بشري جنایتونو پړه بللي . یاد سازمان هرځلي ویره څرګنده کړې چي دجنایت کارانو په داسي لوړو پوستونو پاته کیدل به دهغوی د جرمونو شته ثبوتونه لمنځه یوسي .

دکاپیسا ولایتي اداره چي ترډیره د مسعود او شمالي ټلوالي دپلویانو په ولکه کي ده په ډيره سپین سترګۍ ئې د یاد ډلیز قبر د لمنځه وړولو په موخه سیمه په خپل واک کي نیولې ده . او دسړک جوړولو د شرکت کارکونکي ئې په مرګ ګواښلي ترڅو د مسعود ددغه جنګي جنایت څخه پرده پورته نه کړي .

وصیله نعیمي - کابل

درنو لوستونکو!

دپورتني رپوټ له خپرېدو سره سم دشمال د جنایتکارې ټلوالې په نظاري شورأ پورې تړلي یو دروغجن دآزادي  رادیوته وویل، چې  په دې ډله ییز قبر کې اته کسان وو او دا اته کسان طالبانو وژلي دي .

خو زموږ دکره شواهدو او لاندني پخلي له مخې وېیلی شو ، چې دا ډله ییزه وژنه دملي قاتل او ملي خاین مسعود په وخت پورې تړاو لري تاسومهرباني وکړئ دا لاندې رپوټ  دلوی افغانستان له ویبپاڼې څخه ولولئ :

په يوه ډله ييز قبر کې د لسګونو وژل شوو طالبانو جسدونه وموندل شول

 

د کاپيسا ولايت د کوهستان د دويمې برخې په ولسوالۍ کې يو ډله ييز قبر وموندل شو، چې په کې د لسګونو طالبانو جسدونه خښ شوي دي.

دغه قبر د هېوادوال د ساختماني شرکت د کارکوونکو له خوا، چې د ځمکې په کېندلو بوخت وو، د دغې ولسوالۍ د مراد خواجه په سيمه کې پيدا شوى دى.د کوهستان د دويمې برخې ولسوال عبدالفتاح شفيق وايي، په دغه قبر کې د ٩ مړو جسدونه وو، چې د سيمې د خلکو او مشرانو په همکارۍ او مشوره او د مړو له کاليو څخه جوته شوه، چې په طالبانو پورې اړوند دي. شفق وايي چې د دوى څېړنو ښودلې، چې دغه کسان د کاپيسا ولايت اوسېدونکي نه دي او د نورو ولايتونو وګړي دي.

خو د سيمې اوسيدونکي وايي، چې د مړو شمېر تر هغه زيات دى، چې سيمه ييز چارواکي يې يادوي، دوى وايي چې په دې قبر کې په لسګونو مړي وو او دا هغه طالبان دي، چې د پخوانۍ شمال ټلوالې له خوا په وحشيانه ډول وژل شوي او دلته خښ شوي وو.

يو سيمه ييز ژورنالېست هم په دې قبر کې مړي تر هغه زيات وبلل، چې چارواکي يې يادوي، نوموړي وويل چې په پيل کې د کاپيسا چارواکو ددې قبر د پټولو هڅه وکړه، چې تر يوه بريده بريالي هم شول.دغه ژورنالېست، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله سرنوشت ورځپاڼې ته وويل، چې سيمه ييز چارواکي په شمال ټوالې پورې تړلي دي او له همدې امله يې ددې قبر د پټولو هڅه کوله.

د بشر د حقونو فعالين وايي، چې پر تنظيمي جګړو سربېره د طالبانو او شمال ټلوالې ترمنځ په جګړه کې هم ډېرې زياتې بشري ضد کړنې شوي دي، چې مسوولين يې بايد تر عدلي تعقيب لاندې راوستل شي.

د بشر د حقونو فعالين پر دولت نيوکه کوي، چې نه يوازې دا چې د شمال ټلوالې جنګي جنايتکاران يې محاکمه کړي نه دي، بلکې دوى ته يې په دولت کې دندې هم ورکړي دي. دوى  وايي، چې دا جنګي جايت دى او عاملين يې بايد تر عدلي تعقيب لاندې ونيول شي.