خبرتیــــــــــــــــــــــــــــــــــا

http://larawbar.com/peace/?p=2952

دجرمني بایرن  آیالت  په  پلازمېنه  مونشن  ښار کې  دافغانانو اسلامي مرکز د(میرویس نیکه جومات) رهبري د نړۍ  په مخ  ټولو مسلمانو خویندو او وروڼو ته  د روژې  مباره کې  میاشتې  د راتګ له کبله  مباره کي وايي  اوله  ټولوڅخه  هیله کوي، چې  یواوبل  ته  په لاس ورکولو سره  د الله  تعالی  دامهم  فرض په  ښه  وجه  اداکړای شي .

موږ  ټولومونشن مېشتو او مونشن  ته  څېرمه افغانانو ته  په  درناوي سره خبر ورکووسر له ننه، چې داګست میاشتې له لمړۍ نېټې سره سمون خوري دمیرویس نیکه په جومات کې دښاغلي قاري اسد سلیم لخوا د قران عظیم الشان ختم او تراویح لمونځ  ادا کیږي ستاسو حضور به زموږټولو د خوښي سبب وګرزي .

پتـــــــــــــــــــــــه :     Machtlfinger    Strasse 10   

                        80379 - München       Ubahn 3  

دمختل فِنګ سیمه  چې دمونشن ښارپه سهیل کې پرته ده

 

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیت