سبا (دوشنبه) به د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي
دنښتر ویبلاګ اداره ددې نعمتي میاشتې راتګ ، چې هم روغتیا له ځان سره راوړي او هم ګناه لرې کوي ټولو درنو مسلمانو خویندو او وروڼو ته دزړه له تله دمباره کي تر څنګ ددې هیله هم کوي، چې له خپلو بېوزولو خویندو او وروڼو سره دخپل وس په اندازه مرسته وکړي تر څو دا بې وزله خلګ دناامیدي احساس ونه کړي .
محمدامین بسمل
http://larawbar.com/peace/?p=2946
سعودي عربستان او څو نورو عربي هیوادونو اعلان وکړچې سبا (دوشنبه) به د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ وي.
سعودي عربستان وویل چې نن(یکشنبه) د شعبان د میاشتې وروستۍ ورځ ده او سبا به د روژې لومړۍ ورځ وي ځکه چې تېره شپه سپوږمۍ ونه لیدل شوه.
دې ته ورته اعلان د اردن، مصر، کویت، متحده عربي اماراتو، سوریې، بحرین، قطر، یمن او فلسطین د هلال یا د میاشتې د لیدلو کمېټو هم وکړ.
د نړۍ اکثره مسلمانان د سعودي عربستان په پیروۍ روژه پیلوي او اختر لمانځي.خو د ډېرو هیوادونو شیعه مسلمانان بیا د ایران پیروي کوي.
په افغانستان کې هم له معمول سره سم د سعودي عربستان په پیروۍ د روژې پیل او پای اعلانېږي.
له تاند څخه په مننه