http://larawbar.com/peace/?p=2915

دافغانستان حکومتي خبري اژانس باختروايي چې دولسي جرګې درېس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ د دې جرګې يوه پلاوي پرون له حامدکرزي سره کتلي او ورته يې دټاکنيزودرغليو دځانګړې څېړونکې محکمې ترپريکړې وروسته د کابل مېشتو بهرنيو سفارتونو لخوا دهېواد دکړکېچنولو پرهڅواندېښنې ښودلي.

دحکومتي اژانس ويناده چې حامدکرزي وکيلانوسره خبروکې دهغوى دا اندېښنه پرځاى ګڼلې او ويلي يې دي چې چاته به دهېواد دکړکېچنولو اجازه ورنه کړي.

داخبرې په هغې پسې کېږي چې لويې څارنوالۍ نېغ،په نېغه په کابل کې دملګرو ملتونو استازى پريادوهڅو اودولسي جرګې استازوسره پرنااړينوليدنو،کتنو تورن کړى و.

تراوسه پورې په کابل کې دملګرو ملتونو داستازي دفترپه دې اړه څه نه دي ويلي.

دتېرو ولسمشريزوټاکنو ترناندريو وروسته حامدکرزي هم د دغه دفتريوشمېرکسان دافغانستان په کورنيوچاروکې پرورته لاسوهنې تورن کړي وو.

رغاند

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه