غزل
(تورې تورې سترګې ديارتورې بلاګانې)
( راغلې راپسې ادکې مورې بلاګانې )
خلک دلته ټول دي ديوبل دوينوتږي
نشته نشته نشته داسې نورې بلاګانې
ژونديوه دره ده زه تنها پکې روان يم
پورې بلاګانې دي راپورې بلاګانې
دادبېلتانه شپې په خدای (ج) زړه له سړي باسي
ته که شوې مين نوبيا به ګورې بلاګانې
مامهران ته تاکړې هم دايوه دعاوه
خدای (ج) دې کړي په تاباندې شمکورې بلاګانې

له مهران صاحب او تسکین صاحب څخه په مننه