آيساف يوازې د خوست د ملکي کسانو پر مرګ ژوبلې بخښنه وغوښته

http://larawbar.com/peace/?p=2921 

په خوست کې ايتلافي ځواکونو د دوی په عملياتو کې د وژل شويو کسانو له کورنيو بښنه وغوښته.

دغه عمليات د چنګاښ په ۲۲مه، د خوست د مرکز اړوند د متون سيمې په تورې وړۍ کې ترسره شوي، چې له امله يې شپږ کسان وژل شوي او دوه نورټپيان وو.

په وژل شويو کې ۲دولتي مامورين، دوه تنکي زده کوونکي، يو ښوونکى او بل دوکاندار شامل وو.

هغه مهال ايتلافي ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي وو، چې په عملياتو کې يې د حقاني شبکې مهم کسان وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې ځواکونو نن په کونړ کې د دوه زده کوونکو په ګډون درې تنه ملکي کسان ووژل او همدارنګه د تېرې پنجشنبې په ورځ يې په وردګو کې دغزني ملکي روغتون ډاکټره د کورنۍ له دوو غړو سره ووژله چې ددې ترڅنګ يې په همدې ورځ او همدې پېښه کې يو شپون او د هغه په لسګونو څاروي هم ووژل.

په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې يو ځل بيا د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې کچه خورا زياته شوې چې دوى يې يوازې د بخښنې په غوښتو سره جبرانوي.

داشغالګرو نوی چل،چې له خوست ولایت نه یې پیل کړ :

په لومړي ځل امريکايي ځواکونو ننواتې وکړه

په خوست ولايت کې دامريکا په مشرۍ مېشت بهرني ځواکونه نن ورځ دافغاني کلتور او رواج په ډول له پسونو سره يوځاى هغو کورنيو ته په ننواتي ورغلل ،چې دوه اوونۍ وړاندې يې ديوه غلط راپور په ترلاسه کولو ددې کورنيو ٦ وګړي شهيدان کړي او دوه يې ژوبل کړي وو،چې په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.

ياد امريکايي ځواکونه نن ورځ دخوست ولايت په مېلمستون ودانۍ کې له پسونو سره يوځاى ښکاره شول او د وژل شويو کورنيووارثينو او دنوموړي قوم قومي مشرانو ته يې دننواتي په ډول پسونه وړاندې کړل ،چې دمتون قوم قومي مشرانو ،دوژل شويو او ټپيانو دکورنيو غړيو ننواتي قبوله کړه .

دقوم قومي مشرانو وويل،چې داهرڅه ،چې شوي اوس خو شوي ، چې دوى موږ ته زموږ درسم او کلتور سره سم له پسونو سره يوځاى په ننواتې راغلي موږ د دوى ننواتي قبلوو او دوى ته وايو ،چې په اينده کې دې فکر کوي ،چې بيا دا ډول کار تر سره نشي .

دننواتې په دې مراسمو کې ،چې خوست والي عبدالجبار نعيمي هم شتون درلود او ويې ويل،چې دا پېښه په رښتيا دردوونکې وه او موږ په دې پېښه سخت خفه يو .

عبدالجبار نعيمي له وخت نه په استفادې له خلکو وغوښتل ،چې د دولت مخالفينو ته په سيمه کې ځاى مه ورکوئ او مه پرېږدۍ ،چې دوى په سيمه کې فعاليت شروع کړي او بيا يې په پايله کې داډول پېښې رامنځته شي .

دخوست ولايت دولايتي شورا مشر هم خبرې وکړې ،هغه وويل،چې موږ په دې پېښه سخت دردېدلي يو او موږ په همغه وخت دخپل خفګان دښکاره کولو په موخه خپل دفتر تړلى و او اوس موږ له امريکايي ځواکونو مننه کوو،چې زموږ درسم او رواج مطابق يې بښنه وغوښته ،خو موږ له دوى دا هيله هم کوو،چې نور دې په خپلو عملياتو کې له پوره دقت کار واخلي ،چې په اينده کې دا ډول پېښې رامنځته نشي .

دبخښنې په دې مراسمو کې دامريکايي ځواکونودجنوب ختيځو ولايتونو مسؤول ډګروال ټونر هم خبرې وکړې او ديادو غمځپليو کورنيو څخه يې په بيابيا بخښنه وغوښته او ويې ويل،چې دلته په سيمه کې داسې کسان وو،چې موږ يې په لټ پسې وتلي وو او موږ غوښتل ،چې په سيمه کې نوموړي کسان ونيسو او دې ته يې پرېنږدو ،چې بې ګناه وګړي په وينو کې ولمبوي او بيا له موږ نه په غلطۍ کې بې ګناه وګړي ووژل شول او موږ دا دى ستاسو له دود او کلتور سره سم بخښنې ته درته راغلي يو او له تاسو بخښنه غواړو ،چې موږ وبخښۍ او بيا به موږ په خپلو عملياتو کې نور هم دقيق شو ،خو تاسو هم مه پرېږدۍ ،چې په سيمه کې مو دولت ضد کسان ځاى ونيسي او بيا تلفات ملکي وګړو ته پکې ورسېږي .

په پاى کې بياهم دوژل شويو ا وژوبلو شويو کورنيو وارثينو له خوست والي او له ټولو امنيتي ارګانونو مننه وکړه او هم يې له ايتلاف ځواکونو دننواتې په قبلولو وويل ،چې له موږ سره مو په دې دردوونکې پېښه کې دزړه له تله غمشريکي وکړه او دا ناسته د داعايې په ويلو پايته ورسېده .

یادونـــــــــــــــــــــــــــــــــــه:

دنښتر ویبلاګ اداره په دا ډول ننواتیو باور نشي کولای او نه دا منلای شي ، چې دسي ای اې له دومرو جاسوسانو سره سره بیا هم هره ورځ  بېګناه کسان تلف شي .

له لوی افغانستان او خبریال ویبپاڼو څخه په مننه