http://larawbar.com/peace/?p=2864

د بريتانيا په پلازمېنه لندن کې يو داسې نندارتون پرانستل شوی، چې په وزيرستان کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو د بريدونو جنايتونه په ډاګه کوي. د دغه نندارتون د جوړولو لپاره په انګلستان کې د بشر د حقوقو پلويانو او يو شمېر نورو غير حکومتي پاکستاني اتباعو له لوري جوړه شوې.
د اسوشيټېډ پرېس خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې، يوه تن 39 کلن عکاس نور بهرام، چې له څو نړيوالو رسنيو سره کار کوي او په دې نندارتون کې ونډه لري وايي: په قباييلي سيمو کې د رسيدلې زيانونو کچه څو ځلې تر هغې زيات ده، چې امريکا او پاکستان يې پخلی کوي. نوموړی زياتوي: ما هڅه کړې هغه څه بربنډ کړم، چې دوی يې د پټولو هڅه کړې.
بهرام نور درې کاله د شمالي او سويلي وزيرستان په مختلفو سيمو کې ژوند کړی او پر دې توانيدلی، چې له شاو خوا 60 بمبار شويو سيمو عکسونه واخلي او د لندن په نندارتون کې يې د 28 سيمو انځورنه وړاندې کړي.
نوموړې پر دې خواشيني څرګنده کړې، چې امريکا دې ته پام نه کوي، چې د يوه کور په ويشتلو سره دوه درې څېرمه کورنه هم ويجاړيږي او مرګ ژوبله په کې پېښيږي.

په دې نندارتون کې ډېر زړه بوږنونکي عکسونه د نندارې لپاره وړاندې شوي او په عکسونو کې د يوه اته کلن وژل شوي ماشوم انځور هم شامل دی، چې په 2009 ز کال کې په سويلي وزيرستان کې د ډرون الوتکو په بمبارۍ کې وژل شوی او د دغه شهيد ماشوم د جنازې شاو خوا ګلان اېښودل شوي.
زيږ اڅړ

له روهي ویبپاڼې څخه مننه کوو