http://larawbar.com/peace/?p=2858
د ډرون الوتکو د بريد د امر ورکولو په جرم،انګريزي مدافع وکيلان هڅه کوي، د سي ای اې يو پخوانی کارکوونکی او مشاور، چې د سلګونو خلکو د وژلو امر يې ورکړی، ونيسي.
د الجزيره خبري رسنۍ د رېپوټ له مخې، (( جان ريزو)) چې پخوا يې د سي ای اې لپاره د عمومي سلاکار په توګه کار کولو، په خپله ويلي، چې د 2004 ز کال راهيسې، چې د دغه ډول الوتکو بريدونه پيل شوي، ده يې د عمليات امر ورکړی دی.
د نوموړې رسنۍ سره په يوه مرکه کې، مدافع وکيل (( کلايو سټافورډ)) ويلي، چې بې له شکه پر قباييلي سيمو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه د بشريت پر ضد جنايت دی.
نوموړې زياته کړې، چې امريکا غواړي نړيوال قوانين تر پښو ﻻندې کړي او زموږ د هڅو يو ﻻمل دا دی، چې په امريکا کې خلکو ته د دغه بريدونو له امله د ناورين رامنځته کيدل په ډاګه کړو.
(( کلايو سټافورډ)) همداراز په دې ټينګار وکړ، چې که څه هم امريکايي مدافع وکيلان ادعا لري، چې دغه بريدونه قانوني دي خو نړيوال قوانين د جګړې له سيمې بهر بريدونو غير قانوني ګڼي او دغه بريدونو د خلکو پر کليو او استوګنځايونو تر سره کيږي.
له 2004 ز کال راهيسې، چې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه پيل شوي، تر اوسه په قباييلي سيمه کې 2500 خلک وژل شوي دي او يو زيات شمېر نور ټپيان شوي.د ډرون الوتکو د بريد د امر ورکولو په جرم مدافع وکيلان هڅه کوي، د سي ای اې يو مشاور ونيسي
زيږ اڅړ
دیو بل تازه خبر له مخې امریکایان په سویل کې طالبان واکمنوي
واشنګټن غواړي دافغانستان سویل طالبانو ته وسپاري .
افغاني سرچینو له دې پرده پورته کړې ده ،چې واشنګټن په جدي توګه دا ارزونه پیل کړې ده ،چې دافغانستان سویل طالبانو ته وسپاري .
ولسمشر زرداري ،چې پرون يې له ایرانه لیدنه کړې وه او له ایراني چارواکو سره يې دافغانستان او پاکستان په اړه مهمې خبرې شریکې کړې دي . زرداري له خپل ایراني سیال احمدي نژاد سره هم لیده کاته وکړل او ایراني سرچینو دا لیدنه مهمه او له ارزښته ډکه هغه وبلله ،چې د دواړو هېوادوداړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو په اړه یې خبرې دخپل ډول نوې هغه وې .
په تهران کې پاکستاني ډیپلوماتیکو سرچینو له لندنه خپریدونکې ( الحیاة ) ورځپاڼې ته ویلې دي : ولسمشر زرداري ایراني مشرتابه دافغانستان او پاکستان په اړه دنوو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل سرچینې دا هم وویل : لوړپوړو افغان چارواکو د دواړو ولسمشرانو دکتنې پر مهال په خبرو کې ونډه درلوده او دا معلومات اوس رابرسیره شوې دي ،چې له 2014 ز وروسته ،چې امریکا له افغانستانه وځي په دې هېواد کې به څومره امریکايي دایمي اډې شتون ولري ځکه په دې اړه افغان او امریکايي چارواکو وار له مخې سلا کړې ده .
په تیر (می ) کې افغانستان ،پاکستان او ایران په پلازمینه تهران کې دسیاسي او امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړې دی دیادونې ده ، چې تیره اونۍ امریکا له پاکستان سره دژمنه شوو مرستو څخه مخ وګرځوه .
پاکستانیو سرچینو دېته اشاره کړې ده ، چې طالبانو اعلان کړې دی ، چې موږ له القاعدې سره کوم تړاو نه لرو دا ډول یو پرمختګ ديته لار هواره کړې ده ،چې له امریکا سره خبرو ته کیني او دې پايلې ته رسیدلې دي ،چې په کوم اسلامي هېواد کې کیدای شي قطر ، ترکیه او ترکمنستان وي خپل دفتر پرانیزي تر څو وکولای شي خپلو غړو سره په اسانۍ اړیکې ونیسي . سرچینه دا هم وايي : په پاکستان کې دطالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ډیرې هڅې وکړې ،چې امریکا پر دې قانع کړي ،چې له افغانستانه بهر طالبان ځانته سیاسي دفتر پرانیزي .
خو افغاني سرچینې بیا وايي : متحده ایالات اوس لګیا ده او جدي فکر کوي ،چې دافغانستان سویل طالبانو ته وسپاري دامریکا دا پلان کټ مټ دعراق هغه ته ورته دی ،چې هلته یې ځینې سیمې دچارواکو پر مرسته قومي ملیشو ته وسپارلې .
دځینو شننونکو له انده دکندهار دولایتي شورا ريس احمد ولي کرزي ، دولسمشر دسلاکار او دولسي جرګې دغړي هاشم وطنوال ترور دهمدې پلان یوه کړۍ ده .
هوسۍ
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه