http://larawbar.com/peace/?p=2877
CIA دطالبانو دځپنې په موخه پټ افغان جنګیالي روزي .
دامریکا استخباراتي مامورینو په پټه توګه نیمه نظامي ځواکونه روزلې دي او موخه يې داده ،چې په افغانستان کې روانه جګړه توده وساتي دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کیږي ،چې زرګونه امریکايي سرتیري لګیا دي خپل هېواد ته دبیرته ستنیدو لپاره شېبې څاري .
امریکايي ایجنټانو په افغانستان کې دانډیپندیټ ورځپاڼې خبریال ته زمینه برابره کړې ده ،چې 400 تنه ، چې اوسمهال یې روزنه روانه له نږدې وګوري او هغه لارې هم وګوري ،چې دبنسټپالو او سختدریځو پر وړاندې يې دا نیمه پوځي افغانان تر لاسه کوي . دیوې ډلې مشر وايي : موږ دخپلو بهرنیو سلاکارانو او روزونکو پر وسیله دلاس په لاس جګړې چمونه زده کړې دي او ولسمشر حامد کرزي ورته ستاینلیکونه ورکړي دي .
دا نیمه نظامي ځواکونه دافغانستان په سویل او لویدیز کې ځای پر ځای شوې دي ددوی مهمې دندې په همدې سیمو کې دمعلوماتو راټولول ، له پاکستان سره دکرښې ساتنه او څارل پردې سربېره دوی به د طالب او القاعدې له جنګیالیو سره هم جنګیږي . په کندهار کې انډیپنډیټ ورځپاڼې ته طالب جنګیالیو ویلې دي : موږ په کندهار کې له Strik Force څخه ډاریږو ځکه دوی پر هر څه سمبال دي .
یو تن ،چې ځان داتل افغانزي په نوم راپیژندلې دی او اوس دStrik Force قومندان وايي : هغه مهال مې دې دندې ته زړه ښه کړ ،چې خبر شوم امریکایان ساتونکو ته اړتیا لري دا به وروسته په کندهار کې دجیکو کمپ ته استول شوې دا ځای یووخت دملا عمر کور و ، خو اوس يې بڼه بدله شوې ده ، کیفیټریا لري ، دلامبا ډنډونه لري . نیویارک ټایمز کاږي : دا ځای CIA دکندهار دولایتي شورا دپخواني رییس څخه په کرایه نیولې و . افغانزی زیاتوي : په کمپ کې بهرنیو ځواکونو موږ ته لاس په لاس جګړه راښودله ، ددې تر څنګ یې انګریزي رازده کوله ، نوموړې وايي : په دې کمپ کې له اشپز نیولې تر ځانګړو ځواکونو پورې ټولو دcia لپاره کار کاوه . موږ به دورځې دشپې هر وخت یرغل کاوه کله به چې افغان امنیتي ځواکونو خبر راکړ ،چې په دغه کور یا بڼ کې لس ، پنځلس ، شل کسه طالبان پټ دي موږ به پرې یرغل ور وړ .
دشنونکو له انده په یوازي سر دا ډول تشکیلات جوړول خپله ددې مانا ورکوي ،چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې کورنۍ جګړې ته لار هواروي .
ر: بری
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه