http://larawbar.com/peace/?p=2575
باوري سرچينه : امريکا په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو په خاطر قومي شخړو ته لمن وهي
يوې باوري سرچينې سرنوشت ورځپاڼې ته وويل چې د ډېرې مودې را په دې خوا په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو يو شمېر لوړ پوړي پوځي او ملکي مامورين په دې هڅه کې دي، چې په افغانستان کې قومي اور ته لمن ووهي، څو په دې توګه امريکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسيږي.
سرچينې وويل چې روان کال د افغانستان لپاره برخليک ټاکونکى دى او د امريکا متحده ايالات غواړي چې د خپل دايمي حضور په خاطر په افغانستان کې د جګړې اور بل وساتي او په ځانګړې توګه به د افغانستان شمال ډېر ناارامه کړي. سرچينې وويل چې د شمال د نا آرامۍ او هلته د مهمو کسانو ترور د خاصو موخو لپاره کېږي، چې د امريکا متحده ايالتونه په دې توګه خپل اساسي او ټاکل شوى هدف په ښه توګه تر لاسه کولاى شي. دغه سرچينې زياته کړه، امريکا په دې ډول غواړي چې د بن په دويم کنفرانس کې چې په روان کال کې جوړيږي او د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو په تړون کې ډېر څه تر لاسه کړي او په دې ډول خپلې ګټې خوندي کړي. سرچينه زياتوي چې د قومي شخړو د را پيدا کېدو لپاره امريکا د خپل دغه پلان لپاره ډاکټر عبدالله او امرالله صالح د اساسي لوبغاړو په توګه غوره کړي او په دې توګه به دوى د قومي شخړو د را پيدا کېدو پلان پر عبدالله او امرالله باندې عملي کوي.
سرچينې دغه راز زياته کړه، چې په دې وروستيو کې امريکا ته د عبدالله د سفر لپاره په افغانستان کې يوه امريکايي دفتر لخوا په سلګونو زره ډالر د ده په واک کې ورکړل، چې ددغه پيسو په اړه کره اسناد موجود دي.
له لوی افغانستان څخه په مننه