مرم له  هر شهید سره

http://larawbar.com/peace/?p=2585

۰۴ـ۰۶ـ۲۰۱۱

هم غله کورته راولي هم  ویښ له خوبه ماکړي

هم  مې ښه پرې لوټ کړي هم   په  ما باندې ژړا کړي

نه یم ګیله من له بل چا سرې لمبې خو تا راوړې

لر اوبر سوځیږي  ولسونه واویلا کړي

دا څنګه یاري ده په تدبیر یې نه پوهېږمه

هم مې کلک په زلفوتړي هم ټینګه خوله  راکړي

 

راغلل داسمان له سره داسې ښه زړه سواند خلګ

خپل ځان یې هېر کړی غواړي موږ خواران بسیا؟؟ کړي

  

 موږ لیږي  جنت  ته  خو پخپله  یې زړه نه کیږي

څوک په واسکټو ځوک په بموکې  په  هوا کړي

 

حورو اوغلمانوته  شېخ  ږیره اوږده کړې وه

اوس یې جام  په لاس کې له  مینا سره ګډا کړي

اوږد مزل یې لنډ کړ کونج  یې  پرېښوداوس  مزې کوي

نه دچا عزت ګوري نه  هم  د چا پروا کړي

ښه جهاد ؟؟مو وکړ شاباش ژر ژر ږیرې وخرېیئ

ای  د دین  دښمنو لایزال  به  مو رسوا کړي

 

څنګه ؟ خوند یې  درکړ  له  پردیو پاچا هي غواړئ؟

اه  دیتیمانو به مو یو یو پو پنا کړي

 

مرم له  هر شهید سره  په  هره کونډه ویرکوم

څو به  دا تقدیر بسمله  موږ  سره جفا کړي

درنو لوستونکو!

پورتنی شعر مې یو څه په بیړه ولیکه  که کومه سهوه پکې وي ما وبښئ همدا اوس په جرمني کې دشپې له دریو بجو ورواوښتې ستړی او ستومان یم خو ددې شعر په لیکلو سره مې روح یوڅه ارام وکړهیله ده چې ستاسو هم خوښ شوی وي .

په درنښت

یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :

زه انځور ګر نه یم ، دغه ټول انځورونه دنوروبا احساسو وګړو په مټ اخیستل شوي چې زه ورنه منننه کوم .