http://larawbar.com/peace/?p=2653
دازما په لعنتي چوکۍ یو بل شاه شجاع کښېنوئ
بســــــــــــــــــــــمل
حامد کرزي سوله ځپلو ته وروستی خبرداری ورکړی دی
په تېرو لسو کلونو کې په شرمونو شرمېدلی، خپل ولس رټلی، دوړو او زړو مسخره شوی خوبیا هم په افغان
ولس تپل شوی کرزی اوس هغه چاته وروستی خبرداری ورکوي، چې دنړۍ پرمخ یې دیوسترځواک لاس اوپښې وروتړلې .
زما هدف دسوسیالیزم یومحکم اومنسجم نظام دی کوم ، چې نړیوال امپریالیزم په زور نه بلکې په ځانګړي هنر سره ونړاوه .
امپریالیزم په سرکې یې بشر دښمنه امریکادومره ځان ته غاره اوپه نخروګرزي، چې دشکمنوپه نوم په زرهاوو بې ګناه انسانان دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دمرګي کندې ته ور اچوي .
دامریکاپه ځانګړي مکتب کې روزل شوی خپل پلرني هیواد اوولس ته توره بلا حامدکرزی اوس دافغان ولس دغولولو په موخه په ورېښمنه چپن کې له امریکا سره ډغرې وهي او وروستی خبرداری ورکوي واوا چرګه په دې تنده شوروا.
درنو لوستونکو!
کېدای شي تاسو هم دا ټوکه یا کیسه اورېدلې وي خو خیر زه به یې یو ځل بیا دریاده کړم :
وېل یوه ورځ کوم موږک دشرابو په بوتل ور ننوتلی وکله چې راووت نوښه پوره نشه شوی وپه دې وخت کې
په زوره وچومېده ناره یې کړه ، چې هله ژر پیشو را حاضره کړئ چې حساب ورسره وکړم .
بس نو کرزی هم لکه چې په ترکمنستان کې په کوم بوتل موتل وربرابر شوی .
په هر صورت خبره ډېره نه اوږدوم نه کرزی دخبرداري وس اوصلاحیت لري اونه خوپه داسې عوام فرېبي خلګ غولولای شي اوس وړوکي ماشومان هم په دې ښه پوهېږي چې کرزی دیوې نانځکې رول لوبوي له کرزي را تاوماران (وزیران) د بهرنیو هیوادونودګټولپاره تپل شوي دي دوی د خپل ولس اوهیوادګټو ته نه دي ژمن .
که دوی واقعأ دافغانستان دسوکالي هیله لرلای او دافغان ولس د روانو غمیزو یوه زره احساس ورسره وای نو یوو خو به یې هسې یووړوکی غبرګون ښوولای و؟
دلسوکلونوپه تېرېدواودملیاردونو ډالروپه لګېدو سره ولې نه دا هیواد جوړ شو او نه هم دسولې څرک ولګېد؟
پتمنو خویندو او وروڼو!
ما تصمیم نیولی وچې دکرزي په شان بې ارزښته خلګوپه اړوند به نورڅه نه لیکم خودهلمندد تنکیوماشومانو ظالمانه وژنې اړېستم، چې له خپل هردم شهید ولس سره دغمرازي په طرځ کې نننۍ ترخه لیکنه ولیکم که نه زه خوله حامدکرزي سره کومه شخصي دښمني نه لرم یوازې کرزي ته دومره وایم ،چې :
۱ ــ له هغې ورځې چې ته یې دشاه شجاع په ډول په افغان ولس وتپلې داڅوم ځل دی چې ته دبېګناهوافغانانود ظالمانه وژنو (عام وژنو) په اړوند شکایت کوې؟
۲ ــ ولې هر وخت ستا د شکایتونواوتمساحي اوښکوڅڅولو په بدل کې دیومثبت اقدام په ځای یوازې (ساري) وېیل کیږي؟
۳ ــ دتېروسلګونوعام وژنو په اړوند ستا دمسخریي کمیسیونونو پلټنې او پرېکړې په کومه خوا والوتې ؟
۴ــ هروخت هیت په هیت پسې تاوګوماره ولې یووهم ونه شوای کولای، چې له زرهاوو پېښو څخه دیوې پېښې هم سم سپیناوی وکړي ؟
۵ ــ په نورو پسې مه ګرزه دا تا ته خو دې خپل وس، دپرون او نن کردار سم درمالوم دی آیا زموږ دګران اوتاریخي هیواد ددې دردېدلي او کړېدلي ولس د رهبري لیاقت په دا خپل کمزوري ځان کې وینې ؟
۶ ــ ته په دالسوکلونوکې دیو رښتیني پوځي ځواک په ایجاد او ولسي ملاتړ بریالی نه شوې نو بیا په کوم زور خپل بادارته وروستی خبر داری ورکوې؟
۷ ــ ستا له نازلېدوسره سم په دا یوه لسیزه کې په لسګونه زره بېګناه افغانان ووژل شول آیا په یادو عام وژنو کې ځان جرمي شریک نه ګڼې؟
۸ــ ته که د دې ټولو نارواوو، ظلم اوستم مخه نه شې نیولای آیا دومره هم نه شې کولای چې دا خپله ټوپۍ او چپنه دې ایکین بیري ته په ځمکه وولې او ورته ووایې، چې نور بس دی دوروستي خبرداري په ځای دازما په لعنتي چوکۍ یو بل شاه شجاع کښېنوئ .