http://larawbar.com/peace/?p=2641
عبدالله افغان
د شمال ټلواله د نابودي په حال کې
لکه ځنګه چی ټولو ته ځرګنده ده د شمال ټلواله همیشه خپلو شخصی منافعوته تر ملی منافعو ترجیح ورکوی او په هروخت کې یې ترخپله وسه د خدمت پرڅاې له وطن او ملت سره خیانت کړې. لکه په اول کی له روسانو سره ایتلاف بیا له دوستم سره ایتلاف د پښتنو پرضد او کله هم له هزاره توکمو سره ایتلاف او په پای کی له امریکا سره ایتلاف . کله چی دوی د حکومت واک ترلاسه کړ نو په هماغه وخت کی یی بیا نه له دوستم سره وفا وکړه نه له هزاره سره او پښتانه خو یی هسی هم دښمنان ګڼل. د طالبانو د حکومت له راپرڅیدو نه وروسته بیا تر ننه د نوموړې ټلوالې مشران ښه په مزو کې ول هیچا ځه نه ویل که په حکومت کې ول او که له حکومت ځخه بهر ، خو نن سبا دوی بی وخته آذانونه کوی او په هغه حکومت پسې یې را اخیستی ده چې ترپرونه یې دوی پخپله غړې ول.
پدی وروستیو کی عبدالله مربع او ناصالح ډیر وارخطا ښکاری او وایی چی له طالبانو سره دی سوله نکیږی او که ځوک له دوی نه پوښتنه وکړی چې که سوله ورسره ونشی نو کوم ده هغه څواک چې هغوی ته ماتې ورکړی؟ امرالله او عبدالله په هغه وخت کې چیرې ول چې طالبان تر پنجشیر پورې رسیدلی وو؟ او دا هره ورځ چې پدې خوار او غریب ملت باندی ځه تیریږی تاسو دا نه وینی؟ که تاسو سره له دومره جنایتونو او خیانتونو سره کولې شې په حکومت کې ونډه ولری نو طالب باید ولی بی برخې وساتلی شی؟ خو لکه ځنګه چی ددوی فطرت ده بیا هم دوی دا څرګندونی د ملت په خاطر نه بلکه د خپلو عقدو او حساسیتونو له مله چې له پښتنو سره یې لری او د خپلو شخصی ګټو له امله کوی او تردې پخوا هم کله چې په اصطلاح مجاهدین کابل ته راننوتل نو دوی د اسلامی ګوند مخه ونیوله ترڅو په یوازی سر حکومت وکړی. پدی وروستیو کی داسی نښی نښانی لیدل کیږی چی د شمال ټلواله له سیاسی ډګره د ګوښه کیدو په حال کی ده اول امرالله صالح له دندی ګوښه کړی شو ورپسی بسم الله محمدی له ملی اردو ځخه د کورنیو چارو وزارت ته تبدیل شو همدا راز یونس قانونی هم ونه کړای شول سره له دومره درغلیو د پارلمان ریاست ته لاره پیدا کړی.
د کندهارامنیه قوماندان خان محمد مجاهد هم د جمعیت سړی وو او ووژل شو . مولانا سیدخیلی د چاودنی ښکار شو او دا دی نن جنرال داود داود ووژل شو. همدا راز د بسم الله محمدی په اړه هم آوازی دی چی له دندی به ګوښه شی. زما په شخصی نظر دا کارونه د یوه منظم پلان له مخی ترسره کیږی او دلیل یی هم دا دی چی لکه ځنګه چی ټولو ته ثابته شوی ده د شمال ټلواله هغه ډله ده چی نه د تاجک په درد خوری او نه هم د کوم بل قوم تر پرونه یی له مرحوم ډاکټر نجیب سره سوله نکوله چی کمونست ده او نن بیا له کمونستانو سره په یوه دسترخوان ناست دی او د جبهه متحد ملی په نوم یې ډله جوړه کړې ده. نن لکه چی بهرنیانو هم دوی پیژندلی دی او یو په بل پسی یی له پښو غورځوی او له دې نه داسې معلومیږی چې اوس به له طالبانو سره تفاهم وشی او په سیاسی ډګر کي به ورته ځاې ورکړي شی. او په ګران هیوان افغانستان کې به یوه تلپاتی سوله او نیکمرغی راشی.
دهغې ورڅې په هیله