امريکايي مؤرخ : امريکا به په راتلونکو 15 کلوکې سقوط وکړي
http://larawbar.com/peace/?p=1778
الفردويليام مک کوي چې د امريکې د (وسکن سين) په پوهنتون کې د تاريخ پروفيسر دی، په خپله نوې مقاله کې ليکي ، چې د امريکې د امپراتورۍ نسکورېدل رانږدې شوي. د ده په وينا د يوه زبر ځواک په توګه د امريکې نسکورېدل تر هغې ډېر نږدې دي ، چې تاسو يې فکر کوئ. د ده د اټکل له مخې امريکا به د يوه زبر ځواک په توګه تر 2025 کال پورې نسکوره شي او په وينا يې د نسکورېدو بهير پر عراق تر بريد وروسته په 2003 کال کې پيل شوی. دی وايي، چې د نورو زبر ځواکونو دنسکورېدو بهير هم ډېر وخت نه دی نيولی ، د بېلګې په توګه د پرتګال امپراتوري په يوه کال کې ، د شوروي اتحاد امپراتوري په دوو کلوکې ، فرانسې په 8 کلو کې ، عثماني امپراتورۍ په11 او برتانيې په 17 کې سقوط وکړ، او امريکا به په راتلونکو 15 کلوکې سقوط وکړي.
دی وايي، چې د امريکايي امپراتورۍ د نسکورېدودرې مهم لاملونه په نړيوالې سوداګرۍ کې د امريکې د ونډې او نفوذ راغورځېدل، د ټکنالوژيکو پرمختګونواو نوښتونو کمېدل او ډالر له خپلې زبرځواکۍ څخه راغورځېدل دي.
ليکوال همداراز وايي، چې يوشمېر ختيځوهېوادونو لکه چين او هندوستان چټک پرمختګ پيل کړی او دامريکې ځينو متحدينو لکه ترکيې، کوريا اواسټراليا اوس چين ته مخه کړې او نږدې اړيکي ورسره ټينګوي.
د مک کوي په وينا د سپينې ماڼۍ واکمنان تر اوسه هم د نسکورېدو بهير ته په جدي سترګه نه ګوري او دا بهير ډېر تدريجي ګڼي. خو د هغې سروې له مخې چې د اګسټ په مياشت کې ترسره شوې، 65 په سلو کې امريکايان په دې اند دي ، چې د امريکې اقتصاد مخ په نسکورېدو دی.
له روهي ویبپاڼې څخه په مننه