ګرانو او زړه ته رانږدې  یارانو!

له هرڅه لمړی  زماسلامونه او نېکې  پیرزوینې  ومنئ   دوهم له  تاسو ټولوڅخه  بښنه  غواړم  چې  ستاسو لیکنې او پیغامونه پخپل وخت  ځکه  خپاره نه  شول  چې زه  په  سفر کې  وم،  هیله  ده چې بښنه  راته وکړئ   نن دا دی په لاندې ډول  پخپل نوبت سره ستاسو راغلي پیغامونه او لیکنې خپروم :

راليږونکی : شا ه و لی خا ن ،سها ک ،

سرليک: د پښتنو د یو ا لی ضر و ر ت

نېټه: 02.09.2010 07:04

د پښتنو د یو ا لی ضر و ر ت
ګر ا نو پښتنو هیو ا د و ا لو : ر ا زی چه سر د نن څخه د ا و عد ه و کړ و چه پښتا نه به یو کیږ و کنه و ر کیږ و
ټو ل پښتا نه به په یو غږ سر ه د خپلی ژبې ،کلتو ر ، دهیو ا د ځمکنی بشپړ تیا ا و نو ر ټو لو هِغو پښتنو سر ه چه ظلم کیږ ی لا س یو کړ و لکه په هزا ر ه جا تو کی چه پښتنۍ کو چیا نو سر ه کیږې هغه متل د ی چه و ا یۍ نن په ما سبا پر تا .ګنی نو د تو لو شما لی بښتنو همد ا سې حا ل د ر و ا خله
مننه
سها ک

راليږونکی : احمد زبير محک

سرليک: اختره په اوښکو به دی لمانځم

نېټه: 10.11.2010 20:26

اختره څه کوی چی دلته راځی

دلته ږغونه دتوپونو خیږی

دلته دا دنګی داښایستی جونګړی

په سرواورونو دباروت سوڅیږی

دلته دمینی ورورګلویو پرځای

وحشی ږغونه دنفرت خیګیږی

دلته دمظلوم اوبیګناه په وینو

تیره تیغونه دظالم سره کیږی

ماشوم لاسونه دنکریزو پرځای

په ګرمو وین ودبابا رنګیږی

په دی دظلم دوحشت بازارکی

انسانیت اومینه نه چلیږی

دادتور تم او تورو شپو ملګری

په روښنایی دژوندون څه پوهیږی

احمد زبیر محک۰۰کندهار

راليږونکی : بازمحمد عابد

سرليک: چې له یاده دې وتلی نه یم ګرانه

نېټه: 21.11.2010 15:49

سلامونه وروره، هیله ده چې روغتیا به ولرې، بس د دې په خاطر درته ایمیل کوم چې ځان دریاد کړم او خپله شمیره او ایمیل ادرس درکړم، ګوندې که اړیکې مو تلپاتې شي.
ورور دې عابد

ګران عابد صاحب ته به دسلامونو ترڅنګ دومره عرض کړم چې تا خو به هیڅکله هم هېر نه کړم زه چې کله سګرېټ یا کوم سګرېټ څکوونکی ووینم نو ته مې مخامخ سترګو ته ودرېږې باید زیاته کړم چې ستا په رالېږلې تیلیفوني شمېره مې نن څو ځلې هڅه وکړه چې درسره خبرې وکړم خو تیلیفون مو غیر فعال و یا خو کومه تخنیکي ستونځه وه  سبا ته به بیا ستاسو دغږ په لټه کې شم .

ستاسو وروربسمل

 

راليږونکی : حبيب اللۀ بادين زئ
سرليک: افغان محصلین دهندوستان دپونې په ښار کي

نېټه: 28.11.2010 15:39

ټول افغان محصلین دهندوستان دپونې په ښار کي خپلی زده کړي په ښه توګه پرمخ بیائي.
اما دیو څه ستونزو سره مخامخ دي.دځینومحصلینودهندوستان دحکومت له خوابیرته لیږل افغانستان ته.خوافغان دولتي چارواکی ئي هیڅ پوښتنه نه کوي.اوس مهال هم دوه محصلین په هم دغه ستونزه بوخت دي. چي هغه دواړه زما دملګروله جملي څخه دي.لکه مصطفی مظلوم او عتیق الله څوځلي دغو دوو تنو محصلینوافغانستان سفارت ته رجوع کړیده خوتراوس مهاله هیڅ نتیجی ته نه دی وتلی.
له دغه ویب پاړڼي څخه غواړو چی زموږ ږغ افغان لوړپوړو چارواکو ته ورسوی

ګران بادین زی صاحب!

په هند کې له پښتنو محصلینو سره ددښمني چلن دتاثف وړ دی  دسږ کال اکتوبر په لمړیو کې دې  پښې  موږ ډېر وځورولو په دې وخت کې مودپونې ښار دمحصلینو له مسؤل ښاغلي محمد آصف هاشمي سره تیلیفوني اړیکه لرله بیامو دجرمني   په برلین ښار کې دهند له سفارت  سره اړیکې ونیوې  هغوی وعده راکړه چې ستاسو شکایت به موږ دهند بهرنیو اوکورنیوچارو وزارتونوته ورسوو خو بهتره به دا وې چې تاسو په مونشن ښار کې زموږ له کونسل سره  وغږیږئ  موږ هم دا کار وکړ خو له بده مرغه چې دهند کونسل په جرمني ژبه نه پوهېده او زه په انګلیسي بیامې یوسیک پیدا کړ له هغه سره مې شناخت درلود هغه ورته په اردو ژبه زموږ شکایت وژباړه بیا یې دهند دبهرنیو او کورنیو چارو وزارت ته ورولېږه ددې تر څنګ مو په جرمني کې له افغان سفارت سره اړیکه ونیوه هغو ته مو هم خپل شکایت په پښتو او دري ژبو ور ولېږه هغوی موږ ته تیلیفوني وعده هم راکړه  چې کابل او ډهلي ته به  ستاسو شکایت ورورسوولنډه داچې په نتېجه کې له نېکه مرغه  دهند دپولیسو په چلن کې بدلون راغی او ښاغلی محمد ریاض سادات کابل ته له لېږلو څخه بچ شو البته زه نه وایم چې دا کار ما وکړ خو زه داویلای شم چې دا دټول افغان  ددرنې رسینۍ،لیکوالانو او موږ ټولو ګډه لاس ته راوړنه وه .

نو ګرانه بادین زی صاحب!

که ستاسو دملګرو ستونځه حل شوې نه وي بهتره به وي چې له ښاغلي محمد آصف هاشمي سره په لاندې تیلیفوني شمېره اړیکه ونیسئ  زماسلامونه هم ورته ووایاست  :

00919762501408

دخپلو نورو مالوماتو لپاره دا لاندې لینک کېباسئ :

http://www.tolafghan.com/posts/%25D9%2585%25D8%25AD%25D8%25B5%25D9%2584%25D9%258A%25D9%2586/tag

له تاسو څخه بیا هم مننه 

بری مو غواړم

بسمل

 

راليږونکی : خان٠٠٠٠حقمل

سرليک: پېژندنۀ

نېټه: 01.12.2010 15:02

محترم بسمل صاحب ته سلام اوښی هیلی ډالۍ کوم امیدده چه منظوریی کړۍ ما ستاسوځینی مرکی تعقیب کړی البته په زړه پوری وی بل دنښترپاڼی سره ددتعلق په رابط خومعلومیږی چی دپکتیا ولایت سره تعلق لری ولی کله موچی دعلیخیل دادرس پوښتنه کړی وه کوم چی دزرمت دواقیعاتو یی راپور مرتب کړی وه نوماته خودعلیخیل ادرس نه معلومیږی ولی تاسو محترم چی مطالبه کړی وه نوپوه شوم چی تاسوبه هم دزرمت له منطقی سره علاقه لرۍ اویاخوممکن دنموړی ولسوالۍ څخه یاست !
په هرحال زه خپله دزرمت ولسوالی سره تعلق لرم خوفعلاُ پاکستان کی مهاجرت شپی ورځی تیروم نوربه اینده کی بیا رابطه ساتو خصوصاً ددی یتمی منطقی په متعلق ویښو دوستانو سره تفاهم ضروری ګڼم په احترام دحقمل لخوا

دزړه سره حقمل صاحب!

هو ګله زه له ښکلي زرمت   څخه یم  دزرمت دشنو باغونو ښکلاګانې تل  په  خپل ذهن کې ګرزوم

پنځه کاله مخکې ورغلم خپلو خلکو او وطندارانو ښه ونازولم الله دې دوی هم ونازوي آن ګردېز ته له ګلانو سره مخې ته راغلي وو  له ماسره مې دوه نور مسافر وروڼه هم یو ځای وودحیرانتیا او خوښي خبره خو هلته وه چې کله کلي ته ورسېدو نو زموږکورنۍاو کلیوالو دتوپکو په ډزو په داسې حال کې استقبال کړو چې دنازنین زرمت په ښکلي اسمان کې دغلیم  هلیکوپترې ګرزېدې زموږ یو  مشر ورور کلیوالو ته غږ ور وکړ چې ډزې مه کوئ داسې نه چې له پاسه مو بمبارد کړي نو بیا زما  یو سپین ږیري کاکا ورته  را غږ کړ چې دهغو څه او څه وکړم زما ورېرونه وروسته له ۲۷ کلونوڅخه  کلي ته راغلي او موږ به ډزې نه ورته کوو په هر صورت نورې خبرې به بیا سبا په تیلیفون کې درته وکړم  اوس به دتاسو شپه وي .

مننه

بسمل