http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/13981
ګارډين بريتانوۍ ورځپاڼې پرون د ويکي ليکس له لوري د امريکا د بهرنيوچارو وزارت د افشا کړو اسنادو پراساس وليکل چې ايران يوشمېر افغان سياسي مشرانو، د ولسي جرګې غړو او مذهبي مشرانو ته معاش ورکوي،افغان مذهبي مشران روزي، طالبانو ته تريننګ ورکوي .
له کابل څخه واشنګټن ته په مخابره شوو سندونو کې د افغانستان په چارو کې د ايران مداخله او نفوذ پراخ بلل شوى دى.
په دې سندونو کې همداراز راغلي چې د کرزي د حکومت يو جګپوړي مقام ،چې په وروستيو کې يې په خپله وويل چې له ايرانه يې د پيسو کڅوړې ترلاسه کړي، د امريکا يو لوړ رتبه ديپلومات ته وويل چې کابينې ته د يوشمېر نومول شوو وزيرانو په شمول د افغانستان د حکومت د مختلفو سطحو مقاماتو ته ايران منظم معاش ورکوي.
عمر داوودزي د فبرورۍ په مياشت کې ،چې لا کرزي ته د ايران د پيسو د کڅوړو د ورکولو خبره نه وه افشا شوې ،په کابل کې د امريکا مرستيال سفير ته وويل : پر دې سربېره چې يوشمېر افغان مذهبي مشران د ايران تر اغېز او نفوذ لاندې دي، دا هيواد د افغانستان د حکومت مرستيال وزيرانو، رييسانو او حتا څو مقاماتو ته چې په ارګ کې کار کوي، معاش ورکوي.
داوودزي دا ادعا هم کړې وه چې ځينې مقامات له څوکيو په دې خاطر لرې شول چې افغانستان ته وفارداره نه دي ځکه چې له ايرانه پيسې اخلي.
داوودزي د امريکا د سفير مرستيال ته ويلي وو چې د افغانستان حکومت د ايران تر غيرمنظمو او نامطمينو پيسو د امريکا دوامدارو مرستو ته ترجيح ورکوي.
ده همداراز ويلي وو چې ايران په خپله خاوره کې افغانان روزي چې له طالبانو سره يوځاى په افغانستان کې وجنګېږي او په زرګونو افغان ملايانو او مذهبي مشرانو ته ايران معاش ورکوي او دا ټولې چارې د ايت الله خامنه يي په دفتر کې د يو مقام له لوري تنظيم کېږي.
له امريکايي ديپلومات سره د داوودزي پر خبرو سربېره د ويکي ليکس له لوري د امريکا په ګڼو نورو افشا شويو سندونو کې د ايران نفوذ او د خپل ګاونډي پر وړاندې ،چې پيسې ورکوي، د کابل د حکومت بې کفايتي ښودل شوې او ويل شوي چې ايران پر حکومتي چارواکو سربېره د افغانستان د شورا غړو ته رشوت او وسله والو طالبانو ته وسلې ورکوي.
د ويکي ليکس له لوري په خپرو شويو سندونو کې ويل شوي چې د۲۰۰۷ کال په وروستيو کې د پاليسۍ په برخه کې امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزيرايريک ايډلمن کرزي ته وويل چې د ايران لاسوهنه او ياغيانو ته د وسلو ورکړه مخ پر زياتېدو ده.
دا خبردارى په داسې حال کې ورکړاى شو چې طالبانو ته د ايران په خاوره کې د پوځي روزنې د کمپونو، د چاودونکو موادو، وسلو منجمله د اوږو د يوډول له مځکې څخه هوا ويشتونکي توغندي د ورکولو راپورونه خپاره شول.
په سندونو کې همداراز ويل شوي چې کرزى هم په دې باور لري چې ايران د افغانستان د پرمختګ د مخنيوي هڅه کوي څو افغانستان د سيمې پر يو مهم ترانزيتي مرکز بدل نه شي او له بلې خوا د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د انتقال نل ليکه تېره نه شي.
په سندونو کې ويل شوي چې د ايران له لوري له دې ټولو لمسونو او د امريکا له فشارسره سره د افغانستان حکومت نه غواړي چې په ښکاره د ايران د مداخلې يادونه وکړي.
د ۲۰۰۷ کال په اګست کې د افغانستان د هماغه وخت د بهرنيوچارو وزير رنګين دادفر سپنتا د امريکا د باندنيو چارو مرستيال وزير ريچارد بوچر ته وويل چې د ده حکومت بايد د پاکستان له لوري د ياغيانو د ملاتړلوى خطر ته توجه وکړي او له ايران سره مخالفت نه شي زغملي.
سپنتا وويل:موږ له امريکا او بريتانيا سره موافق يو چې ايران ډېره لاسوهنه کوي، خو موږ لېوال يو چې له ايران سره احتياط وکړو او د افغانستان په سرحدونو کې بله جبهه پرانه نيزو.
سپنتا په يو بل ځاى کې بيا امريکايي مقاماتو ته ويلي، دى باور لري چې ايران هم لږترلږه هومره خطرناک دى چې پاکستان دى.ده همداراز ادعا وکړه چې دا مسله يې د ايران ولسمشرمحمود احمدي نژاد ته هم ورياده کړې ده.
دا لاندې دوه مطلبه هم دتاثف وړ دي
د ويکي ليکس د نويو اسنادو له مخې ايران د افغانستان په ولسي جرګه کې يو شمېر استازي د دې لپاره اخيستي ، چې د دوی له ګټودفاع وکړي.
ويکي ليکس په دغه لړ کې د سيد حسين عالمي بلخي، محمد اکبري اواحمد علي جبرئيلي نومونه ياد کړي دي.
پرون ايريش ټايمز هم په خپل يوه ګزارش کې ليکلي و، چې ايران د ولسي جرګی په ټاکنو کې پراخه لاسوهنه کړې او يو زيات شمېرنوماندانوته يې پيسې ويشلي او ورسره يې د ټولټاکنو کميسون يو شمېر غړي په پيسواخيستې.
ايريش ټايمز: ايران د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخه لاسوهنه کړې
ايريش ټايمز په افغانستان کې د بهرنيودپلوماتانو او دولتي چارواکو له خولې ليکي ، چې ايران د دې لپاره چې په ولسي جرګه کې د خپلې خوښې وکيلان راولي په ميليونونو يورو لګولې دي. د ګزارش له مخې ايران نه يوازې د ولسي جرګې نوماندانوته پيسې ورکړي ،بلکې د ټولټاکنو د کميسون غړي يې هم په پيسواخيستي. ايران هڅه کړې په راتلونکې ولسي جرګه کې برلاس ولري ، د ولسي جرګې پرېکړې اوبحثونه په خپله ګټه واړوي او د لويديځ ضد دريځ يې پياوړی کړي. بهرني دپلوماتان وايي، چې ايران ډېرو عادي نوماندانو ته هم 30 زره ډالره ورکړل او ځينو نورو ته يې بيا تر دې زيات ورکړل. د ايران پيسې شمال، جنوب او حتی ختيځ ته ورسېدې. د دغو دپلوماتانو په وينا په تېرو ټاکنوکې ايران تر ټولو ډېر مصرف وکړ. په هرات کې ډېر نومورکي نوماندان هم د دوی په پيسو بريالي شول.
ګزارش زياتوي ، چې ايران په افغانستان کې د خپل نفوذ د خپرېدو په لار کې په خلاص لاس پيسې لګوي، له طالبانو سره هم پټې مرستې کوي ، خو د دوی پر دغو لاسوهنو سترګې پټيږي او ټوله پاملرنه په پاکستان کې د طالبانو پټنځايونو ته اوښتې ده.
دلوی افغانستان او روهي له ویبپاڼو څخه مننه کوو که تاسو وخت لرئ په دا لاندې لینک کې هم لږ چکر ووهئ :
http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_Karzai%20Bas%20Da%20Istifa.html