http://larawbar.com/peace/?p=1687
دنوبل جایزې ګټونکي اوبا ما منطق ته لږ پام وکړئ
اوباما ژمنه وکړه چې« افغانستان به هیڅکله د هغو تروریستانو په ځالې بدل نه شي چې غواړي پر امریکا حمله وکړي .
ښاغلي اوباما پورتنۍ مهرباني پرون په بګرام کې کړې ده دا خبره تاند خپره کړې او زه یې په یو څو کرښو کې محکوموم .
ښاغلی اوباما چې د واک ترلاسه کولو په لمړیو ورځو شپو کې دخلګو ډېره هیله وه ورته اوس یې شهرت او محبوبیت له کمو څخه هم کم شوی دی .
دا ځکه چې ده تر اوسه پورې داسې څه خاصې لاس ته را وړنې ونه لرلې چې دچا پام دځان خواته ورواړوي هغه دنوبل جایزه هم هسې هوايي ور په برخه شوه .
« افغانستان به هیڅکله د هغو تروریستانو په ځالې بدل نه شي چې غواړي پر امریکا حمله وکړي .
مانا په نورو که حملې کوي نوبیا څه بده خبره نه ده؟؟
اوس به زه له ډېرو خبرو څخه را تېر شم یوازې دا درې پوښتنې به دسپینې ماڼۍ واکمنانو ته وړاندې کړم چې :
۱ ــ تروریزم څه ته وایاست ؟
۲ ــ ترورستان د چا زېږنده دي؟
۳ ــ ترورستان د چا لخوا او د څه لپاره تمویلیږي ؟
په اخېر کې دومره زیاتوم چې اوبا ما دپروني سفر په طرځ کې ټولې نړۍ ته دا وښوده چې دکابل لاسپوڅې اداره یې سیاله او شریکه نه ده او نه زموږ بې وزله افغانستان کوم رسمي مشر لري .
له کرزي سره داوبا ما نه لیدل ټولو افغانانو ته سپکاوی دی اوس نو که ښاغلی کرزی یو څه ابرو تر لاسه کول غواړي فورأ دې استعفا وکړي چې هم یې دین برابر شي هم دنیا زما خو یې هسې هم ونه منله چې په چین کې سیاسي پنا واخلي .
http://www.dawat.no/pdf%20files/besmel%20china.pdf
پورتني لینک ته خامخا ورشئ تر څو هلته داسې مستند تصویرونه وګورئ چېرې چې دانګرېز صدراعضم او هولبروک په خپل سره په مزار او هلمند کې چکرې وهي .
هر پردی که لوړ رتبه وي که ټیټ رتبه بې له رسمي وېزې څخه زموږ په پاکه خاوره . . . ګامونه ږدي نه کرزی پرې خبروي او نه یې نور تالیڅټي .
که افغانستان یو مستقیل هېواد وي نو هر بهرنی د اوبا ما په شمول باید دې ته پرې نه ښود شي چې بې له رسمي وېزې څخه زموږ پلرنۍ خاورې ته داخل شي .
د اوباما په سفر او د ویکي لیکس په اړوند پرون په آزادی رادیو کې موږ خپل غبرګون وښود تاسو کولای شئ د ځینو افغان ویبپاڼو په مخ او یا یې دآزادي رادیو ترشنه اسمان لاندې پروګرام کې واورئ .
http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_Karzai%20Bas%20Da%20Istifa.html
دتاند مکمله لیکنه په لاندې ډول ده :
اوباما : افغانستان به هېڅکله پرې نه ږدو چې د ترهګرو خاله شي
Saturday, 12.04.2010, 12:00am (GMT)
تاند(کابل) د امریکا ولسمشربارک اوباما په بګرام کې امریکايی پوځیانو ته وویل چې دوی په افغانستنان کې د یاغیانو پرضد په جګړه کې وروسته له دې مهم پرمختګ کړی چې ده افغانستان ته نور سرتېري لېږلي دي.
اوباما له واشنګټن څخه په شپه کې له پټ سفره وروسته نژدې څلور زره امریکايي پوځیانو ته په وینا کې وویل:«نن موږپه دې ویاړلی شو چې اوس ډېرې کمې سیمې د طالبانو ترکنټرول لاندې دي.»
اوباما ژمنه وکړه چې« افغانستان به هیڅکله د هغو تروریستانو په ځالې بدل نه شي چې غواړي پر امریکا حمله وکړي.
ده امریکایيي پوځیانو ته همداراز وویل:«تاسو به په خپل ماموریت کې بریالي شئ.موږ ویلي وو چې د طالبانو د حملو د شدت مخه به نیسو.دا هغه څه دي چې تاسو یې کوئ.تاسو په تهاجمي حالت کې یاست.»
د امریکا ولسمشربارک اوباما چې د بګرام هوايي اډې ته رسېدلی وو د هوا د خرابوالي له کبله ونه توانېد چې کابل ته لاړ شي او له ولسمشرحامد کرزي سره مخامخ خبرې وکړي .
ویل کېږي چې ولسمشراوباما د خپل افغان ساري لپاره مهم پیغام لري ځکه دا خبرې د ولسي جرګې د لانحمنو انتخاباتو او د ویکي لیکس له لوري د امریکا د باندنیو چارو وزارت د پټو اسنادو له افشا کېدو وروسته کېږي.
له بګرام څخه د اسوشیتیدپریس خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان له ولسمشرحامد کرزي سره د متحدو ایالتونو د ولسمشرد مخامخ خبرو پلان په وروستۍ دقیقه کې جوړ شو.
اوباما د سختو امنیتي تدابیرو په منځ او په تکه تیاره کې د پنجشنبې په ورځ له سپینې ماڼۍ ووت چې د افغانستان له ولسمشرسره مخامخ خبرې وکړي.
خو سپینه ماڼۍ وايي چې بده هوا سبب شوه چې اوباما کابل ته سفر لغوه کړي.سپینه ماڼۍ وايي چې د باد،دوړو او وریځو له کبله له بګرامه په کابل کې د ولسمشرۍ تر ماڼۍ پوري په هیلي کوپتر کې د ولسمشراوباما سفر نامصونه شو.
له تاند څخه په مننه