تاند(یکشنبه/دسمبر۱۲) یوشمېر مهمو او بانفوذو نړیوالو کاروپوهانوپرون د امریکا له ولسمشربارک اوباما څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپله ستراتیژي په بنیادي ډول بدله کړي اوله طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي افغانستان ته د اضافي سرتېرو له لېږلو سره سره ۲۰۱۰ کال تر ټولو خونړی کال وو او دا ځواکونه نه دي توانېدلي چې د طالبانو د حملو د شدت مخه ونیسي.
د امریکا ولسمشرته د افغانستان په باب د خپلې تګلارې د بدلو په باب درویشت څېړونکو، ژورنالیستانو او د این جي او ګانو مشرانو خپل لیک یوازې څو ورځې مخکې تر دې استولی چې سپینه ماڼۍ د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي بیا څېړي.
د فرانسې څېړونکی ګیلیس دورونسورو، د ایټالیا انتونیو ګیویتوزي او همداراز د پاکستان احمد رشید په دې درویشت کسیزه ډله کې شامل کارپوهان دي چې وايي د افغانستان لپاره اوسنۍ ستراتیژي ناکامه ده او له ۲۰۰۱ څخه چې طالبان پرزول شوي،هغوی اوس تر بل هر وخت پیاوړي شوي دي.
دوی همداراز ویلي چې یو ايتلافي حکومت چې طالبان هم پکې شامل وي باید د اوږدې مودې هدف وي.
دوی په خپل لیک کې دغه راز ویلي:«موږ له تاسو غواړو چې په پاکستان کې د افغان طالبانوله مېشتو مشرانو سره د مخامخ خبرو ملاتړ او تایید وکړئ.»
دوی همداراز لیکلي:«ښه دا ده چې اوس مخکې تر دې چې ناوخته شي، خبرې وکړئ، ځکه چې ښايي طالبان کال ته تر دې هم پیاوړي وي.د افغانستان حالات اوس تر تېر کال ډېر خراب دي ځکه چې د طالبانو بلوا د افغانستان ډېرو برخو ته غځېدلې ده.»
دوی همداراز ویلي:« دې ته په پام سره چې طالبان د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې جدي حضور لري اوس په یوه ملي غورځنګ بدل شوي .»
دغو کارپوهانو د کندهار او هلمند عملیات هم چندان بریالي نه دي بللي او ویلي یې دي چې پراخ پوځي عملیات د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د خلکو د شتمنیو د ورانېدو سبب کېږي.
د کارپوهانو په لیک کې ویل شوي:«د پوځي عملیاتو د تاوتریخوالي له کبله، موږ د کلیوالو پښتنو د زړونو د خپلولو مبارزه بایلو چې دا پر جګړې مستقیم اغېز لري.»
دوی پوځي عملیات د افغانستان د ناروغۍ درمل نه دي بللي او د جګړې په لویو انساني او مالي ضایعاتو یې اندېښنه ښکاره کړې ده.
د کارپوهانو په لیک کې دا هم ویل شوي :«که مو خوښه وي یا نه وي،طالبان د افغانستان د سیاسي صحنې برخه دي، نو موږ ته پکار ده ، د دې لپاره چې سیاسي روغې جوړې ته ورسېږو له دوی سره خبرې وکړو. د طالبانو مشرانو هم ویلي دي چې دوی خبرو ته حاضر دي نو دا زموږ په ګټه ده چې له دوی سره وږغېږو.»
له تاند څخه په مننه