اسيايي لوبو تنظيموونکې کمېټه :
افغان سفارت د ملي سرودپرځاى بله سندره راسپارلې وه

http://larawbar.com/peace/?p=1556
ن- م. چين/ ګوانګجو
د روانې مياشتې د دوولسمې نېټې په ماښام د چين په ګوانګجو ښار کې د اسيايي اوبو شپاړسمه دوره پیل شوه .په دې لوبو کې افغان لوبغاړيو برخه د پخوا په پرتله زياته او ګڼ شمېر افغان لوبغاړي پکې برخه لري چې شمېر يې يوسلو پنځه تنو ته رسيږي، چې د افغانانو لپاره يو ښه زيری دی او ټول يو سلو يو دېرش کسان له افغانستان څخه د ګوانګجو اسيايي لوبو ته ورغلي، پاتې نور کسان د افغان پلاوي غړي دي.
افغان لوبډلې به په ديارلسو بېلابېلو لوبو کې سيالي وکړي، خو افغان لوبغاړي هغه وخت حيران شول چې د ملي سرود پر ځای ورته يو بله (وطن عشق تو افتخارم) سندره وغږول شوه. ځکه ملي سرود په پښتو ژبه وو اوپه چين کې افغان سفارت او د المپيک کمېټې چارواکي متعصب ستميان دي، وايي څوک نشته د پوښتنې هر څه چې وغواړو کولی شو دا هم ازاد بازار بولي، سفارتونه په بدمسته لنډغرو ډک دي، چې يو له هغو څخه په بېجينګ کې افغان سفارت دی چې تر ډېر مخکښو د تعصب په رنځ ککړو ستميانو څېرو په منګولو کې دی .
معمولاً په لويو لوبو کې دود وي چې، کله لوبې پرانيستل کيږي او لوبغاړي د مراسمو ډګر ته د ننوتلو په بهير کې وي په وياړ يې ورته د خپلو خپلو هېوادونو ملي سرودونه غږول کيږي، يا چې کله د کوم هېواد لوبغاړی په لوبه کې د سرو زرو مډال وګټي نو بيا يې هم په وياړ د همغه هېواد ملي بيرغ اوچتيږي او ملي سرود غږول کيږي. خو ايا پوهيږئ چې د ګوانګجو نړيوالو اسيايي شپاړسمې دورې په نوموړو لوبو کې، کله چې افغان لوبډله د لوبو د پيل ځای ته ننوتله د ملي سرود په ځای څه وغږول شول؟ د افغان ملي سرود پر ځای يوه بله سندره ورته وغږول شوه ملي سرود په پښتو ژبه دی، په چين کې افغان سفارت ورته همدا سندره د اسيايي لوبو تنظيموونکې کمېټې ته د ملي سرود په نامه ورکړې د دې ژبې او خلکو په وړاند د شومو پلانونو، کرکو څخه خو پرده لا پخوا پورته وه، ناولې څېرې يې هر چا ته له پخوا څرګندې وې، خو چاره څه ده څوک پرې لږ غوږ هم نه ګروي، چې دوی يې د هېواد له ملي ژبې، قوم او له نوم سره لري.
په پراخ لاس يې په خورا ډېره سپين سترګۍ سره هم يې په هېواد کې دننه او هم يې چې هر څومره چې يې توان رسيږي په بې شرمۍ سره همغه کوي، ځکه داسې څوک نه ويني چې سترګې يې ترې وسوزي او ترې د ولې پوښتنې وکړي، نو ميدان ځان ته ورپاتې ګوري، هر څه يې چې زړه غواړي او خوښه يې وي په ډاډه زړه يې کوي، يو يې په سفارتونو کې د نڅاوو او د شرابخورئ محفلونه جوړوي، بل يې په لوبو کې د خپل هېواد له ملي سرود نه مخ اړوي او محصل له خپل دفتر څخه شړي، که څوک د افغان سفارت دروازې ته هسې سره هم ورښکاره کړي که په پښتو خبرې وکړي نو د سفارت انګړ مخ به هم ترې ونه وينې. د شانګهای په نړيوال نندارتون کې، کله چې د افغانستان د نندارتون ځانګړې ورځ وه، د څه ډول افغانستان، څېره، ژبه، دود او کولتور نړيوالو ته وړاندې کړ، يوه افغان موسيقۍ ډله پخپلو بېهوده سندرو سره د افغانستان د هنر څېرې ننداره وښودله، نه چا په پښتو سندره وبلله او نه يې چا په اړه څه خبره وکړه. په اسيايي لوبو کې هم غوښتل لکه د شانګهای نړيوال نندارتون کې يې چې د افغانستان په نوم ترسره کړل همغسې تکرار کړي، اوس به راشو دېته چې په چين کې افغان سفارت د ډېرو ناولو متعصبو ستميانو څېرو په منګولو کې ګير دی، په چين کې د افغانستان سفير سلطان احمد بهين د سپنتا غلام بچه او پخوانی کمونېست او د امين د هغه وخت له نژدې او باوري کسانو په ډله کې خو اوس بيا د سرختو ستميانو يو مخکښه څېره ده، چې د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې په وړاندې هم کله کله سخت خنډونه جوړوي، تخريبي کارونه يې په دې اړه دوام لري.
دې سفارت چې يو بل کار په چين کې کړی، هغه دا دی چې: کله کوم يو افغان په چين کې خپل طبي مايناتو لپاره روغتون ولاړ شي، پوهېږئ چې د تابعيت په ځای کې به يې کمپيوټري سيسټم د افغان پر څه وليکي؟ که څو ځلې فورمه کې په قلم وليکي چې تابعيت افغان، خو کله پاڼې د روغتون ادارې ته ورکړل شي او د مايناتو له بشپړېدو وروسته خپلې پاڼې وګورې، نو بيا افغانستانۍ وي، په چين کې د افغان سفارت لاس لرل په دې کې هم حتمي دي. چې تازه بېلګه يي اوس رابرسېره شوله د ملي سرود پر ځای د يوې بلې سندرې غوږول دي، چې په چين کې افغان سفارت او المپيک کمېټه دواړه پکې ښکېل دي.
را به شو دې خبرې ته چې د افغان لوبډلې د ننوتلو به بهير کې د افغانستان ملي سرود پر ځای ( وطن عشق تو افتخارم) ترانه وغږول شوه، په هکله يې افغان لوبډلې هيئت هم ځان ناخبره بولي او وايي چې په دې نپوهيږي چې ولې داسې وشول؟ خو د ولې ځواب يې ډېر روښانه دی دا يو قصدي او مخکې له مخکې پلان شوی عمل و او هر څوک پر دې ښه پوهيږي. د چين د اسيايي نړيوالو لوبو تنظيموونکې کمېټې چارواکيو پر وينا، په چين کې افغان سفارت او افغانستان ملي المپيک کمېټې له خوا ورته نوموړې سندره د افغانستان د ملي سرود په نامه ورکړل شوې وه، موږ پخپل سر دا کار نه دې. ځواب يې دې پخپله افغان سفارت ووايي، چې ولې يې دا سندره د ملي سرود په نامه را کړې وه.
په چين کې افغان سفارت او المپيک کمېټه په دې فکر کې چې د دوی دغه فريب، سپين سترګي به څوک دومره جدي او پرې پوه نشي او څه غبرګون به پرې ونه ليدل شي، غوښتل چې د بوسو لاندې اوبه تېرې کړي. خو خدای وشرمول، خو د دې بې شرمو يې د شرم سترګې چېرې!!! اوس دې کاشکي خدای داسې څوک پيدا کړي چې په چين کې د افغان سفير بهين او د المپيک د کمېټې اغبر را ټينګ ترې وپوښتي، چې ولې؟. له کرزي خو دا هيله نشته، نو لاره څه ده، څه بايد وشي!!
که نه مارشال د خپل مرګ يوازې يو خبر په انټرنېټ پاڼه وګوري نو بيا اقدام کوي او وايي چې چا ويل چې زه مړ يم، ځه خو يو ورځ به دا هم وګورې!.
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=23072
له تاند څخه په مننه