بســـــــــــــــــــــــــمل

لر او بر دل او ځګردي

په لاندې لینک کې دلر اوبر دغمیزې په اړوند رادیويي مرکه هم اورېدلای شئ :

http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_Lar%20aW%20Bar%20Sal%20Aw.html

http://larawbar.com/peace/?p=1547

عزتمنو لوستونکو!
دلویدیځ او ختیځ المان په څېر زموږ لر اوبر هم حق لري چې کرغېړنه کرښه یې له مینځه لرې او سره وصل شي د همدې لوی ارمان لپاره نن بایرن مېشتو افغانانو د ۱۸۹۳ ز کال دنومبر د ۱۲ دولسمې نېټې تحمیلي او جعلي موافقتنامه چې پوره ۱۱۷ یو سل او اوولس کاله یې تېر شول داحتجاج لیکونو په طرځ کې وغندله .
نن دنومبر په ۱۲دولسمه نېټه دجرمني په مونشن ښارکې دبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې په نوښت یو شمېر افغانانو د ډیورنډ منحوثه کرښه وغندله او په دې اړوند یې دجرمني په برلین ښار کې دبرتانیاسفارت او په مونشن ښار کې د برتانیا کونسلګري ته رسمي احتجاج لیکونه ورکړل .
موږ له برتیانیوي چارواکوڅخه په رسمي توګه دډیورنډ د تپلې او کرغېړنې کرښې له مینځه وړل وغوښتل .
مخکې له دې چې موږدمونشن په ښارکې دبرتانیاکونسګري ته ورشولمړی مو د برتانیا له سفارت سره چې په برلین کې دی تیلیفوني اړیکه ټینګه او په سړه سینه موخپلې مشروع غوښتنې مېرمن لات Lath ته وړاندې کړې هغې زموږ غوښتنې په لیکلي ډول وغوښتې موږ هم په لنډوجملوکې خپلې غوښتنې ورفاکس کړې له هغه څخه وروسته مېرمن لات Lath وعده وکړه چې ستاسو غوښتنې به موږ لندن ته ولېږو اوپه راتلونکوورځوکې به تاسو ته رسمي ځواب درکړو هغې له موږ څخه داهیله هم وکړه چې موږ خپلې غوښتنې په سولیز ډول سره د دوی کونسلکري ته چې په مونشن کې موقعیت لري ور ورسووالبته دا خو زموږ په پلان کې هم و چې د دوی کونسګري ته ور شو.
وروسته له تیلیفوني اړیکواواوږده بحث څخه موپه رسمي ډول سره خپلې غوښتنې ورفاکس کړې .
په مونشن کې دکونسلګري له مسؤل کس ښاغلي نیتڅیر Nitzer سره زما خبرو نږدې شل ۲۰ میلټه وخت ونیو هغه ظاهرأ زموږ له غوښتنو سره کوم مخالفت نه درلودکله مې چې د برلین د دېوال د نړېدو مثال ورکړ هغه له واره ووېل چې هو ولسونه بایدورورولي ته پرېښوول شي آن دشمالي اوجنوبي کوریا له خلګو سره یې هم خپل زړه سوی وښود خو نن سبا په چا باور وکړو؟
په هر صورت ښاغلي نیتڅیر Nitzer هم موږ ته ټینګه وعده راکړه چې ستاسوغوښتنې به په بیړه سره لندن ته ولېږو چې داڅنګه یې ځواب راشي تاسو ته به په رسمي ډول خبر درکړو .
درنو خوینــــــــــدو او وروڼـــــــــــــو!
بنده په وس پړ دی زموږ په وس همدوره وو چې دخپلو حقه حقونو لپاره موخپل غږ له جرمني څخه ترلندنه پورې ور ورساوه نور به له خدای (ج) څخه مرسته غواړو.
دا هم بایدزیاته کړم چې لایوه شپه مخکې موږ دBBC رادیو ته خبر ورکړی وچې موږ سبا ورځ په جرمني کې دبرتانیاسیاسي نمایندګیو ته احتجاج لیکونه او غوښتنې وړاندي کوو .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــه :
سبا ته نه بل سبا دیکشنبې په ماخستن داروپا په وخت دشپې په لسو بجود ډیورنډجرګې دوهم تلویزیوني بحث د اریانا افغانستان تلویزیون له لارې د دریو کېنټو لپاره خپریږي هیله ده چې په زړه پوري به وي .

http://larawbar.com/peace/?p=1542

داهم باید زیاته کړم چې د خونړي هنري ماتمر ډيورنډ دناولې کرښې په اړوند مې وړمه ورځ چې د نومبر یوو لسمه نېټه وه د آزادي له رادیو څخه هم دنړیوالوغوږونو ته دلر اوبرغږ ورساوه هیله من یم چې پاک سبحان په خپل لطف سره افغان ولس سره یو موټی اونور موله دې ناورین څخه وژغوري .

دنښتر او سولې ویبلاګونوډېرو درنولوستونکو!

ستاسو له مینې او اخلاص څخه دزړه له تله مننه کوم دا چې پیغامونه مو خورا زیات دي نو اجازه راکړئ چې ستاسو ټولو دوستانو په استازیتوب دګران او قدردان غلام محمد زرملوال صاحب پیغام خپور کړم:

دروند او منلی بسمل او ټولو درنو او هوډیالو دوستانو ته یې د افغان ملت د خپلواکي لپاره د قدر وړ عملي هڅو هرکلی کوو. احمدشاه ابدالي جرګه  به په هر میدان کې ستاسو تر څنګ هرې قرباني ته تیاره وي .

انشا الله تعالی

غلام محمد زرملوال

ډېردروند زرملوال صاحب!

کله چې ستاسو په شان درانه خلګ  زموږ کشرانو په سر دشفقت او مهرباني لاس را تېر کړي نو باور وکړئ چې زموږځواک او هوډ زر ځله نور هم پیاوړی کیږي، زه باور لرم چې ستاسو په شان هېواد پال او رښتیني افغانان به زموږ په مخ کې وي او ستاسو له مینځ څخه به موږ یو نوی او غښتلی ابدالي غوره کوو.

ستاسو ښکلی سیوری دې الله پاک زموږ له سره نه لرې کوي  .

دهغې ورځې په هیله چې زموږ ګران هېواد خپلواک او ولس مو له هر ظلم او ستم څخه  وژغورلای شو .

محمدامین بسمل

 دافغانانو دغمېزې په اړوند ګران ورور سرشار صاحب په لاندې ډول اعلامیه را لېږلې ده:

د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند اعلامیه

دولسم نوامبر دپښتنو دیوالی ورځ
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند


د پښتنو د ملی ازادۍ دعدم تشدد د غورځنګ يوه برخه ده چې په 1929ع کال کې د انګريزی ښکيلاک په ضد د باچا خان « فخر افغان » په مشرۍ منځ ته راغلی دی .
پښتانه چې په اوسنی وخت کې ۶۰ ميلونه اټکل کيږی د نړۍ په لرغونو قامونو کې شميرل کيږي او د يوه بډای او موړ کلتور خاوندان دی چې پښتونولی نوميږی پښتونولی د جرګو يو ولسوليز سيستم دی چې بنسټ ئې په پښتو ولاړ دی. پښتو د ټولو پښتنو ګډه ښکلا ده نو ځکه پښتون نيکه خوشحال خان بابا وائی:
درست پښتون له کندهاره تر اټکه
سره يو د ننګ په کار پټ او اشکار

د جرګو سيستم چې د پښتونولۍ بنسټ جوړ وی چی تر اوسه په مونږ کې رواج دی د هډی ټولنو محصول دی چې لس زره کاله د مخه اټکل کيږي دا ددی مانا لری چې پښتون قوم لس زره کاله د مخه موجود ؤ .پښتنو پدى خپل اوږد تاریخ کې ډیری سړی او تودی ليدلی دی خو تل ئې خپل ملی او قامی هويت ساتلی دی . په1893 ع کال کې پيرنګيانو ددی هڅه وکړه چې د ډيورنډ د کرغيړنی کرښی پواسطه په مصنوعی توګه پښتانه په برخو وويشی خو پښتانه چې نه يوازی ګډ تاریخ ، ګډه ژبه ، او ګډ کلتور لری بلکی جغرافيائی وحدت هم جوړوی . دغه کرښه په عمل کې نده مراعت کړی او بې له پاسپورته يو د بل سره تګ راتګ لری . څنګه چې د هند د نيمی وچی څخه د پيرنګيانو په وتلو سره د ډيورنډ توافق لیک د ولسونو د حقوقو له مخی په اوتوماتيکه توګه د اعتباره لويدلی و ځکه چې په کومه موخه چې دغه توافق منځ ته راغلی وو هغه موخه له منځه تللی وه ، نو د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند په1993 ع کال د نوامبر په دولسمه نیټه دغه توافق لیک چې هډو د اعتبار موده پکې نده ليکل شوی په رسمی توګه په یوه غټه غونډه کی چی په جرمنی کی د انګلستان سفارت د بهرنیو اړیکو مسول هم ورته رابلل شوی ؤ، د تل لپاره لغوه اعلان کړ او د ردی کاغذونو ټوکرۍ ته ئې وغورځاوه اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالى د
ورځى په نامه ونوموله،او هر کال د پښتنو د يووالى ورځ په مختلفو بڼو کې لمانځی .
لکه څنګه چی ټولو ته څرګنده ده، د ډیرو کلونو راهیسی په هیواد کی روانه جګړه د پښتون قوم لوی کور ته راټوله شوی ده
پدغه تپل شوی جګړه کی د ډیورنډ کرښی دواړو غاړو ته پروت پښتون قوم هره ورځ وژل کیږی، اقتصادی بنسټونه ئی ړنګیږی، ښوونیز او روزنیز مرکزونه ئی سوځول کیږی. ماشومان او ځوانان ئی له زده کړی پاتی کیږی قامی او ولسی مشران ئی وژل کیږی ، د پښتونولئ ارزښتونو ته په سپکه کتل کیږی او د انسانی ژوند د پرمختګ ټولی لاری ئی تړل کیږی.چی مونږ ئی په کلکه سره غندو.
که نړیوال ډیموکراټیک قوتونه او د افغانستان او پاکستان حکومتونه غواړى چې په سيمه کې امن او سوکالی وى نو د پښتنو د يووالى او نزدی والی لپاره دى کوټلى ګامونه واخلى . پښتانه يو وجود دى او یو له بل نه، نه شى بيلیدلى.
افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون ډيره کى قام او مشر ورور دى نو پکار ده چې د افغانستان ورونه قومونه د پښتنو دقامى وحدت ملاتړ وکړى.
مونږ د افغانستان په اوسنى حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پښتو چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه ده د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى پښتو وکړی او په زغرده پښتو ووائى ، پښتو وليکى تر څو د پښتو حق ادا او خپله زمه وارى تر سره کړى.
د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د ټولو پښتنو / افغانانو د پوهانو ، سياستوالو ، اديبانو ، شاعرانو ، ليکوالانو، ټولنيزو، ملى ، ولسی او دولتى سړيتوبونو ( شخصيتونو ) څخه غوښتنه کوى چې خپلى ژبې پښتو د ودى او پر مخ تګ او د قام د یووالی لپاره کار وکړى چې نه يوازى پښتو ژبه مخ په وړاندى لاړه شى بلکه د پښتنو د قامى وحدت عزم پیاوړى شى . قامى وحدت زمونږ فطرى اوقانونى حق دى
پښتانه په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى،زمونږ په اند پغير د پښتنو د قامى وحدت، سوکالئ او ارامۍ څخه په سیمه کې امن او سوکالې نه شى راتللى نو د پښتنو ټولنيز ولسوګوند د نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو ځواکونو او دغه راز د ګاونډیو هیوادونو څخه یو ځل بیا په کلکه غوښتنه کوى چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى. د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى.


په درناوی
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند