http://larawbar.com/peace/?p=1577
تاسې او خدای! دا ولسمشر دی که په ټوکرۍ کې تړلې چرګه؟

یاره لکه چې د خلګوشکونه په یقین بدل شول
۲۰ـ۱۱ـ۲۰۱۰
درنو لوستونکو!
کله چې حامد کرزي دسږ کال مارچ په میاشت کې چین ته سفردرلود نود ده له تګ څخه دوه ورځې مخکې ما ورته یوه داسې اړینه نسخه لیکلې وه «« په چين کې سياسي پناه واخله چې درښتيا پاچا شې »» دهغې نسخې یالیکنې په وروستۍ برخه کې داسې لیکل شوي و :
داسې اوازي دي چې ته هغه پخوانی کرزی نه یې ماناداصلي حامدکرزي په څېر یې تراشلی یې داهم وېیل کیږي چې ملا عمر، ګلبدین حکمتیار، اسامه اونور لوړ پوړي طالب اوالقاعده مشران د هغه پخواني حامد کرزي په ګډون په امریکا کې بندیان دي،اوس به مالوم شي که په چین کې دې سیاسي پناه واخیسته نوبیاپه رښتیا هغه پخوانی حامدکرزی یې اوکه بېرته ارګ ته راغلې نوکېدای شي چې کوم بل تراشل شوی حامدکرزی به یې لکه دا خلګ چې وایي .
هغه ټوله لیکنه په لاندې لینک کې لوستلای شئ :
http://www.dawat.no/pdf%20files/besmel%20china.pdf
په هر صورت دا خو دمارچ د میاشتې خبرې وې اوس به راشوله هغه څخه رادې خوا ته چې په دا۸ اتو میاشتو کې موږ دڅومرو ناخوالو شاهدان یو :
ــ زموږ په ولس څومره بدې ورځې راغلې؟
ــ څومره وینې تویه شوې ؟
ــ دکندهار دټول وژنې او وحشي عملیاتو څومره مالي او ځاني زیانونه واړول ؟
ــ څومره عزتونه لوټ شول ؟
ــ څومره پښتانه د القاعده او طالب په پلمو دبې پیلوټو الوتکو ښکار شول؟
ــ دکنړ ولایت په پېچدره اووټپورولسوالۍ کې څومره ملکي وګړي په ظالمانه بمباریوکې په شهادت ورسېدل؟
زماهر دم شهیدو خویندو او وروڼو!
نه غواړم د پورتنیو پوښتنو په لا نوره توضیع او سپڼلوسره ستاسو په ټپي ټپي زړونو مالګې ودوړوم تاسو ته هرڅه پوره ښکاره دي خوخبره اولویه پوښتنه دا ده چې دا زموږ په ولس تپل شوی حامد کرزی زړه،عاطفه،سالم ماغزه، انسانیت ، نارینتوب ،شرم او حیا لري او که نه؟
منظورمې دا دی چې تاسو دا لاندې لیک ته ورشئ څو دکرزي لاپې پخپله وګورئ :
http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=23028
عــــــــــــــــزیــــــــــــــــــزانــــــــــــــــــو!
که دتېرو ۸ اتومیاشتو مرګ ژوبلې اوټولې ناخوالې لکه ولسي جرګې ته دجعلي اومغرضوتحمیلیي ټاکنو په جریان کې درغلۍ او رسوایۍ همدا راز د ټاکنو د هېواد دښمن ستمي ((خپلواک کمیسون ؟؟)) ناولي اهداف
له ټولو پښتنو په تېره بیاد شمال له پښتنوسره سترې جفاوې اود هرات په ټاکنو کې د نا لایق مردارخوراوخدای دښمن اسماعیل ((شلغمې)) بې شرمانه مداخلې او داسې نور که اخوا ور پرېږدو او راشو د افغان ولس دتاریخ او نوی نسل لوی دښمن حامد کرزي ته چې یوه اونۍ مخکې یې بیا لکۍ پرسر اړولې وه اود ولس غولونې هڅه یې وکړه خو په شپږمه ورځ یې بیا خپل بادار ته شرمېدلي غوږونه مړه واچول او ورته ویې وېیل چې ما بد کړي بیا به داسې . . . نه خورم تاسوکولای شئ هم د شپې چاپې ووهئ اوهم دورځې هرڅه چې غواړئ هغه کولای شئ اوس خوافغانستان ګرد سره ستاسو دپلار ملک دۍ بالانو. . . ؟؟
نورمالومات په لاندې لینک کې تر لاسه کولای شئ .
http://larawbar.org/detail.php?id=22893&date=2010-11-19
لنډه داچې نور به په اصلي او یا جعلي کرزي دځان اوستاسو وخت نه نیسم ځکه چې یو یې هم دانسانیت په لار نه دی برابر دادی اوس داکل مرغ لزبون ته تللی دناټو په غونډه کې به خدای خبر چې بیا څومره ګلان وشیندي باوروکړئ چې دې بدمرغه خوموږ په شرمووشرمولویاره خوراسپک او نالایق انسان دی که تاسو روان شناس یاستئ نوپه دې لاندې تصویرکې دکرزي اعمال اوکرداردده په مړوسترګوکې له ورایه لیدلای شئ نورمو وخت نه نیسم الله پاک دي موږ او تاسې ژر تر ژره له دې بلا پروټ څخه خلاص کړي .