http://larawbar.com/peace/1440.htm

http://larawbar.com/peace/303.htm

بل به چېرې ستا په شان مکار نه وي ×× وي به خو همــدومره به غدار نه وي

ستاپه څنګ کې پاک سړی ما ونه لید ×× نې منــــــــــــې تر څو جنایتکار نه وي

کرزي دهېواد اصیل توکم دغلیم توپکو ته لاس تړلی کښېناوه خو

 ملي خاینان یې له ځانه تاواولا خدای(ج) ته یې د مکر لپه هم نیولې ده

کرزي د احدي له خوا وړانديز شوي پښتانه رد کړل

مشهوره ده چې د ولسمشر حامد کرزي په رژيم کې واک لکه د کېک ويشل شوی دی. هرې ډلې ته چې کومه برخه رسېدلې پخپله یې خوري او د ولس غم له چا سره نشته دی. خو د ولسمشر چلند بيا ښيي چې دا کيک هر سړی خوړی شي خو پښتانه یې نه شي خوړلی.
په هر وزارت کې معينان وي. که کوم وزارت نسبتا مخلص کس ته ورکړل شوی وي نو معينتونه بيا په جنګسالارانو ويشل شوي وي. معين بيا هېواد او نظام ته مخلص نه وي بلکه خپل جنګسالار، ډاکه مار، او هغه بهرنی هېواد چې دی په کرزي تپلی (په دقيق عبارت کرزي ورسره منلی) هغوی ته مخلص وي.
په دې لړ کې تېره اونۍ انورالحق احدي - چې اوس د سوداګرۍ وزير دی - ولسمشر کرزي ته د سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې شپږ کسان د مقررۍ لپاره معرفي کړل. د ولسمشر د اقتصادي چارو د کميسيون له خوا شپږه واړه اداره امور ته وروپېژندل شول.
له دې مخکې ولسمشر کرزي د احدي سره د شپږو واړو کسانو مقررېدل ومنل، خو ولسمشر کله لوظ لري! په اداره امور کې صادق مدبر چې يو متعصب هزاره دی شپږ واړه نومونه ولسمشر کرزي ته يووړل، بېرته چې راووت دوه کسان منل شوي وو، او څلور کسان رد شوي وو.
منل شوي دوه کسان هزاره ګان او رد شوي څلور واړه پښتانه وو. صادق مدبر چې ويل کېږي د ايران جاسوس دی وتوانېد چې په ولسمشر کرزي خپل شيعه هزاره ګان ومني او پښتانه پرې رد کړي.
د تعصب له موضوع پرته ولسمشر کرزی خپل يو پښتون وزير ته دومره واک نه ورکوي چې خپل مامور مقرر کړي خو د متعصبو کړيو، جنګسالارانو او جاسوسانو مامورين یې چې مقرر کړي دي هغوی ته یې بيا له وزيرانو ډېر واک ورکړی دی.
همدې ولسمشر تېر ځل هم انورالحق احدي مجبوره کړ چې د يو معين (شهراني) له کبله د ماليې له وزارته استعفا ورکړي.
ولسمشر سره چې څوک کار کوي بايد د هغه په شان بې غيرته شي، ځکه زمري ورسره ګوذاره نه شي کولای.
د ولسمشر کرزي او د ورسره متعصب چارواکي پښتانه مجبوروي چې د مخالفو وسلوالو سره يو ځای شي او خپل حق د ټوپک په شپېلۍ وغواړي. کېدای شي همدا لامل وي چې د دولت مخالف وسلوال ورځ په ورځ پياوړې کېږي او د دولت واک کمزوری کېږي او د واک ساحه یې کمزورې کېږي.

سړی چې پښتنو سره د ولسمشر حامد کرزي دښمنۍ ته وګوري نو ورسره پوښتنه پيدا کېږي چې د پښتنو په ځپلو کې د کرزي ګټه څه ده!

له کريمي صاحب څخه مننه کوواودومره ورته وایو چې کرزی دعلي جنا په ډول ګمارل شوی دی څو زموږ بېګناه پښتانه یو پر بل پسې ووژني، دپښتنو په ځپلو کې دکرزي  یوازې دومره ګټه ده چې دی به هسې تش په قدرت کې پاته وي خونوربه دمولۍ صلاحیت هم ونه لري بس هر یو به یې پرې زده کوي.

همدا اوس اوس تاند په لاندې ډول سره یو داسې مطلب خپور کړپه کوم کې چې دکرزي مداري ګیري او دغلیم ایران لاسوهنې نورې هم بربنډیږي .

 له تاند څخه یوه نړۍ مننه

  کرزي ومنله چې له ایرانه د نغدو پیسو کڅوړې اخلي
Monday, 10.25.2010, 05:11pm (GMT)

تاند(دوشنبه/اکتوبر۲۵) د افغانستان ولسمشرحامدکرزي اعتراف وکړ چې د ده دفتر له ایرانه د نغدوپیسو کڅوړې ترلاسه کوي، خو د ده په وینا دا یو ډول شفافه مرسته ده چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ د مصارفو لپاره ده او د امریکا متحد ایالتونه هم دې ته ورته مرسته ورکوي.

کرزي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې افشا کړه چې کرزی او د هغه د دفتر ريیس داوودزی له ایرانه پیسې ترلاسه کوي.

(د نیویارک ټایمز بشپړ راپور دلته ولولئ)

کرزي وویل چې دی له څو دوستو هیوادونو پیسې اخلي خوده یوازې د امریکا نوم یې یاد کړ،چې د ایران مخالف هیواد دی.

ده همداراز وویل چې بیا به هم له ایرانه د پیسو غوښتنه وکړي .

کرزي نن په کابل کې د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:«د ایران حکومت زما له دفتر سره د کال یو یا دوه وارې پنځه لکه یا شپږ لکه یا اووه لکه یورو مرسته کوي، چې رسمي مرسته ده.دا شفافه مرسته ده ،په دې هکله ما حتی د امریکا له پخواني ولسمشرجورج ډبلیو بوش سره خبرې کړې وې.کوم شی په دې منځ کې پټ نه دي.د امریکا متحد ایالتونه هم دې ته ورته کار کوي... هو، د پیسو کڅوړې راکوي. هیڅ فرق نه لري.»

کرزي وویل چې له دې پیسو د معاشونو په شمول د ولسمشرۍ د ماڼۍ د مصارفو لپاره کار اخیستل کېږي.نغدې پیسې ګڼ دوست هیوادونه راکوي چې د ولسمشرۍ له دفتر سره په مختلفو شکلونومرسته وشي.

کرزي دا هم وویل چې له ایرانه به بیا هم د مرستې غوښتنه وکړي.

دا په داسي حال کې ده چې په کابل کې د ایران سفیر نن د نیویارک ټایمز راپور په کلکه رد کړ او ویې ویل چې ایران افغان چارواکو ته مرستې نه دي ورکړي.

په همدې حال کې له ایران سره د افغانستان د یوه سرحدي ولایت یوه پخواني والي، چې د ایران پر لاسوهنو د نیوکو په خاطر برطرفه شوی ، نن رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ایران په افغانستان کې خورا خطرناک تخریبي رول لوبوي خو د افغانستان حکومت او د هغه لوېدیځو متحدانو پرې سترګې پټې کړي دي.

د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې په ځلونو د ایران وسلې ، چې په افغانستان کې د ورانکارۍ لپاره راستول کېږي، نیول شوي خو د کرزي حکومت پرې خوله پټه کړې او حتی خپلو سرحدي مقاماتو ته یې ویلي چې د داسي مواردو په باب رسنیو ته څه ونه وايي .

د کرزي حکومت ایران ته پوره ازادي ورکړې چې په افغانستان کې د خپل کلتوري،مذهبي او سیاسي نفوذ لپاره هڅې وکړي.ایران نه یوازې په کابل او ځینو ولایتونو کې د افغانانو په نومونو تلویزیونونه جوړ کړي بلکې پوهنتونونه او د دوی په اصطلاح علمیه حوزې یې هم پرانستي دي.

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=22637

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=22627

http://www.benawa.com/fullstory.php?id=39886

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=22626 

یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه :

داچې دپیغامونو په برخه کې څه تخنیکي ستونځه را پیدا شوې ده نو ځکه دقدرمن شپون صاحب او نوریې خور پیغامونه له نننۍ لیکنې سره یو ځای خپروم څو بیا ګیله را څخه ونه کړي .

اول خو له درانه  شپون صاحب څخه یوه نړۍ مننه کوم چې په لاندې ډول سره یې پخپل ښکلي پیغام نازولی یم :

سرليک: شابس

نېټه: 24.10.2010 18:40

شابس مو په همت شه. خپرونه مو ګټوره او رغوونکې ده. زیات شمېر لوستونکي لرﺉ.

همداراز له عزتمنې نوریې خور څخه هم مننه کوم چې په لاندې ډول سره یې خپل پیغام  رالېږلی دی هو خورې!

ولې نه خپل شعرونه را ولېږئ په دواړو سترګو به یې خپاره کړم  له تشویق څخه مو مننه الله پاک مو ونازوه.

سرليک: salam

نېټه: 25.10.2010 06:23

سلام بسمل صاحب!

هیله ده چې روغ به یاست زه غواړم چې  یوڅوخپل شعرونه د رولېږم څو هم تا سې نظرپرې واچوئ ا وهم یې نشر کړئ . ستاسو ویبلاګ خومې ځکه خوښ کړچې تاسو زما په اند ډېر هوښیار یاست ما نوویل چې زما لیکنې وګورئ .

 مننه