http://larawbar.com/peace/1422.htm
دتاثف ځای دی چې په موږ داسې یو عجیب ولسمشررا نازل شو ؟؟
د ملګرو ملتونو يوه چارواکي کرزى تهديد کړى دى
په کابل کې د ملګرو ملتونو يوه جګپوړي چارواکي افغان ولسمشر حامد کرزى تهديد کړى دى.
سپوږمۍ راډيو ته له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه يوې باوري سرچينې وويل چې تيره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو يو لوړ رتبه چارواکى افغان ولسمشر حامد کرزي ته ورغلى او ويلي يې دي که يو شمير امنيتي خصوصي کمپنيو ته اجازه ور نه کړل شي، پر افغانستان به يوه اقتصادي کودتا وشي، هيواد به بحران ته لاړ شي او بيا به يې ژغورل سخت وي.
د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي مامور کرزي ته ويلي امنيتي کمپنيو ته بايد اجازه ورکړل شي او د را روان بحران مخه بايد ونيسو. دغه باوري سرچينه وايي چې ولسمشر د ملګرو ملتونو د مامور دغه غوښتنه په کلکه رد کړې او امنيتي کمپنۍ يې د افغانستان د ملت پر تاوان بللې دي.
دغه راز يوې بلې حکومتي سرچينې د ناټو د يوه لوړ پوړي افسر له خولې سپوږمۍ ته ويلي که چيرې ولسمشر حامد کرزى د امنيتي کمپنيو په اړه په خپله پريکړه ټينګ ودريږي، نو نوموړى به په پرتګال کې د ناټو مهمې غونډې ته هم ونه بلل شي.
له لوی افغانستان څخه په مننه خو دلته به دا هم ورزیاته کړم چې که دا کرزی پرتګال ته ورهم شي نو څه توره به وکړي؟