http://larawbar.com/peace/?p=1450
سرمقاله واه واه چرګه پر دې تونده ښوروا
م- خبريال
وړمه ورځ چې د بلخ والي د تلويزيون پر پرده را ښكاره شو او په كومه لهجه يې بهرنيو پوځونو ته په بلخ كې د پوځي عملياتو بلنه وركړه شاه شجاع او ببرك كارمل به په ګور كې پرې خندلي وي.
په ريښتيا چې څوك د يوه مقام او كرسۍ ظرفيت و نه لري د تر لاسه كولو او ساتلو لپاره يې داسې ذلتونو ته غاړه ږدي چې انسان يې تصور هم نشي كولاى. د معلم عطا محمد لخوا بهرنيو ځواكونو ته پر بلخ د پوځي عملياتو بلنه اصلاً هغو ټولو ناكردو ته بلنه وركول دي چې بهرني پوځونه يې د هېواد په بيلا بيلو برخو كې تر سره كوي، د شپې پر كورونو چپاو، د يوه تن لپاره پر يوه كلي ړوند بريد او د بې ګناه وګړو مرګ ژوبله پر خوروړو سپيانو د ولسي وګړو داړل او ډېرې نورې نادودې چې يو با ايمانه او د ضمير خاوند افغان يې هيڅ زغم نه لري. والي عطا چې د خپل ولايت د خلكو او ناموس د دفاع او ساتنې مسووليت لري د يوې معاملې له مخې پر خپلو خلكو د بريد لپاره پردي را بولي.
د والي عطا محمد نور د وړمې ورځې دغه بلنه له څو اړخونو د پام وړ ده:
لومړى دا چې دى د افغانستان د يوه ولايت والي دى بلخ كوم خپلواك هېواد نه دى، والي پر سر نور چارواكي لري دى په كومه خوله بهرني پوځونه وربولي؟
بلخ د محلي ارګانونو د لوى رياست تر اداره لاندې دى، د ده اولولامر كرزى دى نه جنرال پتريوس كه دې ته اړتيا واى چې په بلخ كې امنيتي ځواكونه ډير شي نو اصولي لاره يې همدغه وه چې له خپلو چارواكيو نه يې په دې اړه مرسته غوښتې واى.
كه فرضاً هلته د بهرنيو پوځونو اړتيا واى دغه غوښتنه به مركزي حكومت كوله نه والي، له بهرنيانو نه د پوځي عملياتو غوښتنه نيغ له خپل ولسمشر او حكومت نه بغاوت دى.
دوهم دا چې دغه غوښتنه اصلاً د هغې توطيې په ډاګه كيدل دي چې لومړى ځل يې په هند كې د امريكا پخواني سفير رابرت بلك ويل وړانديز كړى ؤ.
په مزار او شمال نورو ولايتونو كې د ولسي جرګې د انتخاباتو په درشل كې د بد امنيو زياتيدل او په لوى لاس په ځينو سيمو كې د جنګياليو ظهور ټول د همدې پلان برخه وه چې د بلخ والي پكې شامل دى.
له يوه پلوه به په همدې پلمه په ولسي جرګه كې د شمال د پښتون ميشته سيمو د رايو مركزونه وتړل شي او پښتانه وكيلان به نه پريږدي چې ولسي جرګې ته لاره وكړي چې همداسې وشول، بل لور ته به د بد امنيو په پلمه ائتلافي ځواكونه شمال ته ولاړ شي او هلته بۀ لويه هډه جوړه كړي. افغان ولس په تيرو درې لسيزو كې ډېرې سړې او تودې وليدې، هغوى په دې لوبو كې اوس پر توطيو هم ښه پوهيږي او غلامان او اصيل زاده ګان هم ښه پيژني.
د برلين غونډه، په هند كې د ځينو كسانو پټې ناستې او د طالب په نامه د هېواد د يوه لوى قوم پر خلاف د توطيو لړۍ له هيچا پټې نه دي، پر دې هم ولس ښه پوهيږي چې له تيرو دوو كلونو راهيسې په بلخ او شمال نورو ولايتونو كې ولې يوازې د يوه قوم مخور او د يوه جهادي ګوند پخواني قوماندانان او سرګروپان وژل كېږي؟
دا ټول د هغې نړيوالې توطيې كړۍ دي چې له كراچۍ نه تر كندز او مزاره يې يوازې د يوه قوم د وژلو نقشې پلې كېږي.
والي عطا محمد چې څومره كولاى شواى پخپله يې هغه څوك ووژل چې د ده سترګه ترې سوځيده او په بلخ كې دده د راتلونكيو پلانونو په مخه كې خنډ كيداى شواى، اوس يې د عام قتل لپاره بهرنيانو ته بلنه وركړه.
ولسمشر او حكومت به د سل مصلحتونو په زنځيرونو تړلي وي، خو بالاخره به د دې توطيې په وړاندې ولس را پورته كېږي.
ځكه چې د عطا او يا كوم بل د پرديو پر دسترخوان شريك لپاره زموږ ولس په ټوله كې چې په هر قوم پورې تړاو لري بې توپيره نشي پاتې كيداى. زموږ دروند ولس به هر څه و زغملاى شي خو د پرديو باداري او پرديو ته پر خپل كور او كلي د بريد او يرغل بلونكي نشى زغملاى.
بلخ د عطا محمد د پلار په قباله نه دى چې پرديو پوځونو ته د پوځي عملياتو بلنه وركوي، او افغانستان كه هر څومره په بحران او مصيبتونو كې ښكيل دى دومره بې وارثه نه دى چې بلك ويل خيل او ګالبرايت خيل يې دې د خپلو څو كورنيو تالي څټو له لاسه وخوري، عطا محمد خو د بغاوت شوق پوره كړ، خو دې ته يې پام نه دى چې په داسې لوبو كې د هغو ځواكونو كولمې وتلې چې زبرځواكونه او امپراتورۍ بلل كيدل، د داسې لوبو پيلول آسانه دي، خو ځان ترې ټولول او د لوبې پايته رسول بيا ساده خبره نه ده، نن امريكا له خپل ټول جنګي ماشين، محلي چاكرانو، جاسوسانو او غلامانو سره په دې سيمه كې د سرېښو په ډنډ كې نښتې ده، امريكا نن له يوه پلوه عطا محمد غوندې خلك پر شا ټپوي بل لور ته طالبانو ته جيګۍ كوي، د نيمايي او آن ټول افغانستان د واك او ځواك وړانديزونه ورته كوي، دا ټول د همدې لپاره چې په دغه د سرېښو ډنډ كې خپل نړيوال وجاهت و نه بايلي چې د بايللو پر درشل يې ولاړ دي. دوى عطا محمد او دې ته ورته خلك د همداسې يوې غوغا لپاره پالي چې كه دوى ته كومه لاره پيدا شي، خو چې پاڼه واوښته بيا به پر خپل هيڅ وفا دار يوه ذره رحم و نه كړي د ويكي ليكس او باب ووډوارډ افشا شوي رازونه يې ښه ګواه دي، د بروس ريچارډسن او سټيوكول د پيريانو جګړه خو يې پخوا چاپ شوي دي چې هر چاته هينداره په لاس كې وركوي چې خپله څېره پكې و ګوري.
دريغه د بلخ والي لږ پر دې تر خو حقايقو فكر كړى واى بيا رسنيو ته راوتلى واى چې څه ووايي.
د ویسااو دعوت له درنو وېبپاڼو څخه په مننه خو لعنت دې وي په هېواد پلورنکي عطا اوس رښتیا هم چې دې ډول کس ته اشرار وېلی شو